نظــر

د اسلامي نظام اړوند د معقولو مسلمانانو مسؤلیتونه او د مخربینو ځوابونه

عبدالجبار وحدت

د معقولو مسلمانانو اساسي دنده د اسلامي نظام  دفاع، ترمیم، اصلاح او تقویت دی، نه تخریب!

یوه ډله په دې نوم چې دلته فقر دی، یوه ډله پدې نوم چې په اصطلاح دلته د بشر حقوق تر پښو لاندې کېږي، یوه ډله پدې نوم چې هله بانکونه بند دي، د افغانیو ارزښت خراب شو، یوه ډله په دې نوم چې نړیوال مو ولې په رسمیت نه پېژني، یوه ډله پدې نوم چې ولې مو هېواد په دې دوو ورځو کې ګل او ګلزار کېږي نه، یوه ډله پدې نوم چې کابینه ټول شموله او پراخ بنسټه نده، یوه ډله پدې نوم چې ادارو کې ولې کارونه نه کېږي، دې ته ورته مسایلو ته په داسې بڼه لمن وهي چې د اسلامي نظام هر څه تر سوال او نقد لاندې راولي، او دا نقادان د امکان تر بریده خپل نقد په تخریبي بڼه کوي، دوی استثنا هیڅ د اصلاح فکر او د اسلامي نظام د پیاوړتیا نیت نه لري، دوی په دې دریو میاشتو کې له ۱.۱.۱ څخه هغه تقاضاوې لري چې له جمهوریت څخه یې په دوو لسیزو کې نه درلودې، پداسې حال کې  چې د مرکزي بانک د مسؤلینو له خولې د مرکزي بانک اسعاري ذخایر او اجباري ذخایر ان د جمهوریت په وخت کې له کسر او کمبود سره مخ وو، د پیسو کنګل کېدلو کې تر ټولو ستر رول هغه چا ولوبول چې دا وړاندیز یې ورته وکړ او لا یې هم د کنګل کېدلو غوښتنه کوي، همه شمول په دې مانا نه دی چې د هر قوم تش په نوم که اهل وي، یا نا اهل، باید سهیم و اوسي، ټول شمول په دې مانا چې هر قوم او لږکیو ته یې یو شان ګټه ورسېږي، ټول شمول په دې مانا چې متوازن اقتصادي انکشاف په هر ولایت کې رامنځته شي، نه داسې چې د یو ولایت عمومي سرک خام وي، بل ولایت کورونو او شخصي باغونو ته دې سرکونه پاخه شي، د فقر او بې وزلۍ سلنه له دې وړاندې هم په بې ساري ډول پورته شوي وه، د نړیوال بانک او ځینو نورو نړیوالو ادارو راپورونه همدا اوس هم ګوګل کې کتلای شئ، د افغانیو ارزښت د ډالرو په مقابل کې له اولې ورځې تر 50 کم  ټاکل شوی و، مانا دا چې د یو ډالر په وړاندې شاوخوا  47 افغانۍ تادیه کېدلې، نن دا مقدار تاسو کتلی شئ، مګر دا د نن ورځې خبره نده دلته باید پرون او ابله ورځ هم مد نظر ونیول شي او بله دا چې په نړیواله کچه د ډالرو ارزښت لوړ شوی دی، په دې باره کې اسلامي امارت په هیڅ اقتصادي منطق پړ نه شو بللی، همدا رنګه د بانکونو څخه د پیسو ایستلو محدودیت یو اقتصادي منطق لري، تر څو د انفلاسیون او پیسو د فرار خطر راکم کړي، همدارنګه تاسو ته بهتره مالومه ده چې امنیت په تمامه مانا خوندي شوی دی، هر څوک، هر ځای ته، په هر وخت کې په ازادانه او مصؤنانه ډول تللی شي، نظامي لګښتونه نهایي کم شوي، فساد صفر شوی دی، غلا، چور، زورواکي بالکل صفر شوې دي.

معقول مسلمانان باید د اسلامي نظام په وړاندې خپل مسؤلیت درک او اداره کړي، همدارنګه د اسلامي نظام د تقویې لپاره لاس په کار شي.

د امکان تر حده مثبتې مشورې ورکړي، د اسلامي نظام د نظم خرابوونکو کړنو اړوند باید مسؤلینو ته خبر ورکړي، د پالیسيو په جوړولو کې باید همکار واوسي، همدا رنګه د ټولو کړنو ارزونه باید په علمي او منطقي ډول وکړي، ټول تصامیم باید په علمي ډول ونیسي، له بې ځایه افواهاتو او شخصي قضاوتونو باید تېر شي.

دا هرڅه به ان شاءالله سمېږي، خو لږ انتظار او وخت ته اړتیا لري، ډېری اوسني مسایل زمانګیر دي او د یوې ورځې، میاشتې، حتی کال کار نه دی، بلکې دا ستراتيژیک اهداف دي او تر لاسه کول یې ارومرو وخت نیسي.

درنښت

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

وروره دمعجزو توقع مه کوی. اوس په اسبابو ډیر اعتماد وکړی.
شکر او صبر اسلامی اخلاقی توصیی دی خو دشکر او صبر نه سوا هم اسلام منلی دی.
دطالبانو کارونه ددوی دتوانایی او علمیت ښکارندوی دی. چه دوی پخپله په خبره نه پوهیږی او دنورو اوری نه نو بیا له دوی نه دفاع هم په ځان رشخند وهل دی.
ټول ملایان چوکی غواړی نو دا به څنګه سی. چه د تشریفاتو رییس یی ملا وی نو له دوی به څه توقع وکړی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x