افغانستان

مولوي شهاب الدین دلاور د کانونو او پټرولیم د سرپرست وزیر په توګه کار پیل کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د کانونو او پټرولیم وزارت نوي سرپرست وزیر مولوي شهاب الدین د یوې ناستې پرمهال رسما په خپلو چارو پیل وکړ.

په هغه غونډه کې چې تیره ورځ د کانونو او پټرولیم وزارت د جیولوجۍ موزیم په تالار کې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، د رئیس الوزراء لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر، دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د سترې محکمې رئیس قاضي القضات شیخ عبدالحکیم حقاني، د سترې محکمې قضائي مرستیال شیخ الحدیث محمدقاسم ترکمن، د چارو د ادارې لوی رئیس مولوي احمدجان احمدي(بلال)د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف، د سرې میاشتې لوی رئیس مولوي مطیع الحق خالص، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان نومول شوی استازی سهیل شاهین، د عامې روغتیا وزارت تخنیکي مرستیال ډاکټر عبدالباري او د هېواد مشهور دیني عالم شیخ القران والحدیث عبدالحمید حماسي په ګډون یو شمېر نورو دولتي چارواکو او میلمنو هم برخه اخیستې وه.

غونډه د قران کریم له تلاوت وروسته د ریاست الوزراء د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر په وینا پرانیستل شوه او د کانونو او پټرولیم نوي وزیر ته یې له الله جل جلاله څخه په چارو کې د بریالیتوب غوښتنه او هغه ته دعاء وکړه.

ورپسې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هم لنډه وینا وکړه او د نوي سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور ژوند لیک یې هم ولوستلو.

په دغه مهال د کانونو او پټرولیم نوي سرپرست وزیر د اسلامي امارت له مشرتابه څخه مننه وکړه چې په نوموړي یې دومره باور کړی دی ځان ته یې په چارو کې له الله تعالی څخه د بریالیبتوب استدعا کړې ده.

نوموړي دغه راز د وزارت له ټولو مسلکي او تخنیکي کار کوونکو څخه وغوښتل چې د هېواد د کانونو په استخراج کې له مسلکیت او ښه مدیرت څخه استفاده وکړي، ځکه په خبره یې که چیرې د افغانستان طبیعي زیرمې په مسلکي او فني ډول استخراج شي نو هېواد به له روان ناوړه اقتصادي وضعیت څخه وژغوري.

باید وویل شي چې تیره ورځ د افغان کابینې او حکومت یو شمېر نور چارواکي او غړي هم د جلا جلا غونډو په ترڅ کې معرفي او په کار یې پیل وکړ.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ماشاءالله. چی د مولوی صیب مسلک به څه وی د کانونو متخصص، د پطرولیم د ارزیابی انجنییر، د کوالتی کنترول متخصص یا کوم بل څه؟ الله دی خیر پیښ کړی له یو سره ټول ملایان. بیا د ټولو یی داسی یخنی کیږی چی په اوړی او دوبی کی به یی څادرونه کلک له ځانه تاو کړی یی.

غمی،پښتین

طوطی ته،
مولوی صاحب به د خیر په غوندی ناست معاش به خوری،که چیری کوم انجینر یا کارګر په غره کی لړم،مار،څرمښکی وچیچه مولوی صاحب به یی دم کوی،ډاکتران وتیښتیدل شفاخانی هم سقوط وبوله 

Sayed

مولوي صاحب، دا کومې کړنې چې تاسې شروع کړي دي دا هېڅکله ستاسې په ګټه نه دي. يوسف عليه السلام ته عزيز د مصر ټول واک وروسپاره، خو هغه څه ترې خوښ او واخېستل چې له توانه يې وتلی شو، نو ځکه يې ورته وويل چې ((اني حفيظ عليم)). زه خو چې درته ګورم تر هر چا تاسې د يو عالم په توګه قرآني سپارښتنه له پامه غورځولې ده. که خبره د تقوی شي، نو هېڅوک له هغه بهتره نه وو، ځکه خو يې خپلې منتخبې دندې ته دوه مهم شرايط ياد کړل چې يو يې ساتنه او بل پرې… نور لوستل »

حبیب

طوطی قرار کینه ما خو مخکی هم درته وویل چی ستا عقل د طوطی مرغه نه هم کم دی
ستایو کمونستانو وخت حتم دی اوس د زمریانو وخت دی

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx