افغانستان

کابل ښار کې درې تنه انسان تښتوونکي ونیول شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): امنیتي ځواکونو د کابل ښار په درېیمه امنیتي حوزه کې دې یوې مور او زوی د تښتولو په تور درې تنه انسان تښتوونکي نیولي دي.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند جنرال مبین وايي، د فیصل په نوم ځوان او د هغه مور څلوېښت ورځې وړاندې د کابل ښار درېیمې امنیتي حوزې له مربوطاتو څخه اختطافګرو تښتولي وو، چې ۱۴ ورځني بند وروسته یې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې خوشې کړل.

نوموړی زیاتوي، د کابل امنیه قومندانۍ کشفي ارګانونو له پېښې سره په تړاو ۳ تنه اختطافګر له درې میله وسلو، یو لاسي بم، پنځه زره امریکايي ډالرو او یو شمېر نقدو افغانیو سره یوځای ونیول.

په هغه ویډیو کې چې د کابل ښار امنیتي مسئولینو لخوا خپره شوې ژغورل شوی فیصل او د هغه مور په دې اقرار کوي چې امنیتي ځواکونو د هغوی د ژغورلو او انسان تښتوونکو د نیولو لپاره هلې ځلې کړي او مننه یې ورڅخه کړې ده.

باید وویل شي چې دې وروستیو کې په کابل ښار او ولایاتو کې جنايي او امنیتي پېښې تر ټولو ټیټې کچې ته راغلي دي.

تیره ورځ د کورنيو چارو وزارت وياند قاري سعيد خوستي په خپله ټوېټر پاڼه هم ليکلي وو چې نن دريمه ورځ ده چې په کابل ښار کې د جنايي او امنيتي پېښو کچه په بې سارې توګه راټيټه شوې ده.

ښاغلي خوستي څرګنده کړې وه چې تیره ورځ يې په کابل کې دوه جنايي او يوه امنيتي پېښه درلوده او وړمه ورځ  يې درې جنايي پېښې درلودلې.

بايد وويل شي چې  تېر شل کلونه د پلازمينې کابل په شمول په ټول هېواد کې هره ورځ لسګونه امنيتي او جنايي پېښې کېدلې چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته دا ګراف راښکته شوی دی او په امنيتي او جنايي پېښو کې په بې ساري توګه کموالی راغلی دی.

د اسلامي امارت امنيتي او استخباراتي مسؤلين  هم وخت په وخت په خپلو ويناوو او اعلاميو کې ولس ته د امنيتي وضعيت د لا ښه کولو ټټر وهي او دا هغه څه دي چې عام افغانان يې له تېرو شلو کلونو هيله درلوده.

د چارو څارونکي د هيواد ډاډمن امنيت، اقتصادي او ټولنيز پرمختګ او د عامو افغانانو د هوسا ژوند لپاره د طالبانو مهمه لاسته راوړنه بولي.

د کابل ښار سوداګر او اوسېدونکي هم د اسلامي امارت په راتګ سره خوښ دي او وايي چې اوس په ښار کې د ارامۍ احساس کوي او د غلو، انسان تښتونکو او نورو مشکلاتو وېره يې ختمه شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

تکړه شی ماشاءالله

ستانکزی

یو دوه چی داسی مره کری بیا به دا تول خپلی مرداری خولی بندی کری

طوطی

اقتصادی او ټولنیز پر مختګ …… له لوژی خلکو خپل بچیان خرڅلاو ته بازار ته راوستی اقتصادی او ټولنیز پر مختګ یی بیا څه ته وایی؟

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx