شعـــــرونه

د خدمت منګولې/ درمان

منصور درمان

هلئ را بډ وهئ! وطن ته د خدمت منګولې
لۀ خائنانو کړئ را پرې! د خیانت منګولې

چې امارت مو لکه لمر هر چا ته و ځلېږي
کړئ مو واکمنې د سپېڅلي عدالت منګولې

کړئ اجتناب لۀ ژبني، سمتي، قومي توپیره
لۀ ملت تاو کړئ د وحدت او اخوت منګولې

کرکه منفي کړئ مینه ضرب کړئ لۀ اخلاصه سره
پۀ ملت تل ساتئ خؤږو! د شفقت منګولې

چې د شهیدو ارمانو ازار مو ونۀ وهي
پۀ یتیمانو ساتئ تل د کفالت منګولې

چې د هایلیکس او د ایمپور مینه مو نکړي خطا
نشې مغرور ! شي درنه تاو به د ذلت منګولې

دا پۀ معصومو قربانیو ګټل شوی نظام
غواړي معصومې ارادې د صداقت منګولې

منصور درمانه ! پۀ ریښتیا چې هغه څوک کامران شول
چې ترینه تاو کړلې سپېڅلي شهادت منګولې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x