افغانستان

د هلمندي ځوان د قتل په تور څلور کسان نیول شوي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د هلمند ولایت د استخباراتو ریاست وايي چې د یو هلمندي انجنیر  د قتل په تور يې ۴ طالبان نیولي دي او په دې اړه څېړنې کوي.

د هلمند د استخباراتو ویاند خلیل همراز نن ټکی اسیا ته وویل چې د پېښې د ثبت سره سم د څېړنو لپاره یو ګډ هیئت ټاکل شوی دی.

همدا راز د اطلاعاتو او کلتور رئیس حافظ راشد هم نن ټکی اسیا ته دغه پېښه تایید کړې ده او ویلي يې دي چې په دغه پېښه کې ۴ طالبان نیولي دي او څېړنې ترې روانې دي چې وژل شوی انجنیر ولې نیول شوی د چا په امر نیول شوی او څنګه و وژل شو.

د حکومت ویاند مرستیال احمد الله وثیق هم  دغه پېښه دردوونکې ګڼلې ده.

وثیق  ویلي دي چې تېره ورځ د هلمند ولایت چارواکو د څلورو ارګانونو ګډ هیئت ټاکلی دی او د پېښې څېړنه کوي.

د یادونې وړ ده چې د شریف شرافت په نوم یو کس پر خپل فیسبوک لیکلي دي چې ورور یې انجنیر نوید پر فیسبوک پوسټ کړی و چې معلمان دې له طالبانو معاش نه غواړي ځکه هغوی خپله زېره ټولوي.

هغه زیاته کړې چې د لیندۍ پر څلورمه يې ورور طالبانو د دغه پوسټ وروسته ونیو او بیا یې د هلمند استخباراتو اړوند لومړۍ حوزې ته په وهلو ټکولو بیولی و.

شریف شرافت په وینا د لومړۍ حوزې مسوولینو ورته ویلي وو چې ورور یې د طالبانو خلاف د پوسټونو له کبله راوستی دی او دوی ترې تحقیقات کوي چې وروسته به یې خوشې کړي.

نوموړی زیاتوي چې څو ورځې یې ورور پسې ورتلل خو بیا ورته د حوزې منسوبینو وویل چې ورور یې له حوزې تښتېدلی دی خو د یکشنبې په ورځ ورته له روغتون زنګ ووهل شو او هلته یې خپل ورور مړ وموند.

د مقتول ورور وايي چې د هغه پر بدن د شکنجې نښې موجودې وې، پوزه یې ماته او سترګه یې ویستل شوې وه‎.

شرافت ویلي دي چې د والي مرستیال هم ورسره ژمنه کړې چې په پېښه کې د ښکېلو کسان به نیسي او د جرم په سزا به یې رسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

هغه دوه کسه د اسلحو قاچاقبران چی د طالب قوماندانانو سره لاس لری چا محاکمه کړل چی دا طالب قاتلین به محاکمه کړی؟

اسلام زنده باد

سخت پر علماوو مین یم اما د الله په ذات قسم کوم چی داسی کارونه د طالبانو نفرت زیژوی داسی نفرت چی هم به په اخرت طالب رسوا وی او هم په دی دنیا. طالبان باید دا قاتلان په اشد مجازات کری. ولی یو بیچاره زوان پر داسی خبرو شهید شی؟ که یی خبره غلطه وی خو محکمه شته قضا شته شریعت شته ، ای طالبانو ورونو مه کوی غرور مه کوی، نفرت مه کوی، ظلم مه کوی. په تاسو کی داسی خلګ شته خپل لمونز یی نه دی زده دا هم توپک په لاس وایی زه شریعت غوارم نو… نور لوستل »

غوربندي

د یادو پېښو یو له اسبابو دا دی چې وسلوال مجاهدین د نفیر عام او مقاومت له پړاو څخه د حکومتي مسوولیت پړاو ته داخل شوي دي د طالبانو لیکې باید په چټکه توګه رسمي کړل شي، رضاکارانه یا داوطلبانه یا په بل عبارت غیرمسوولانه فعالیتونو ته د پای ټکی کېښودل شي،، طبعا په رسمي چوکاټ کې د وظایفو لوایح موجود دي چې څوک څومره او تر کومې محدودې پورې مسوولیت او په ورسپارلو رسمي دندو کې اجرایی صلاحیت لري. پورته دردوونکی پېښې په اړه د څېړنو هېڅ اړتیا نشته ځکه که مقتول فرض مثال د مرګ د سزا وړ… نور لوستل »

طوطی

غوربندی ته: یو لایک می در وساړه. لیکنه دی هم ښه شوی او ځای دی اصلاحی انتقاد کړی خو زما او ستا قضاوت به هم که پدی دنیا کی ونشی نو په آخرت کی به حتمی کیږی ځکه چی هر وخت دی ماته بد کلمات استعمال کړی.

غوربندی

طوطی لالا یو له بل به زړونه نه بدوو، ما که تاسو خدای نکړه رټلي وی نو سبب یې ستاسو خپل په افتراءاتو او ګډو وډو بناء پارووتکې او اغوا کوونکې دوه مخې تبصرې دي،، تاسو لومړی له ځان او بیا له ما سره محاسبه وکړی،، بیا هم که ستاسو زړه ازار شوی وي نو د مهربانۍ له مخې راته بښنه وکړی ، زما تعامل له تاسو سره کله هم خصمانه نه دی بلکه تنبیهي وو او اوسي به. اوس چې د خدای تعالی په فضل د اشغالګرانو له اشغال او د مفسدینو له راج خلاص شوو، یو د بل… نور لوستل »

اسلام زنده باد

طوطی وروره کله کله شکنزل کوی زما حق هم درباندی شته په اخرت یی درخخه غوارم خو که زما د حق په خاطر دوژخ ته تللی نو د اوس خخه می لا بخشلای یی پر اور می نه یی پیرزو نور نو دی خدای تعالی سری کره

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x