ورزش

ميسي په ريکاډي توګه د اووم ځل لپاره د سرو زرو جايزه وګټله

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۹ ليندۍ، ۱۴۰۰ل): د نړۍ نامتو فوټبالر ارجنټايني ميسي په ريکاډي توګه د اووم ځل لپاره د سرو زرو نړيوالې جايزې ګټونکی اعلان شو.

ليونل ميسي د نړۍ يوازينی فوټبال لوبغاړی دی چې د بالون ډور (Ballon d’Or) جايزه يې د فوټبال په تاريخ کې د اووم ځل لپاره وګټله. له ده وروسته رونالډو دی چې پنځه واره يې دغه جايزه ګټلې ده.

د بالون ډور جايزه د سرو زرو فوټبال توپ په شکل د يوې فرانسوي ژورنال له لورې ورکول کيږي او يوازې خبريالان او د فوټبال پوهان په کې برخه اخلي او رايه ورکوي.

۳۴ کلن میسي یاده جایزه په لومړي وار ۱۲ کاله وړاندې په ۲۰۰۹م کال کې ګټلې وه، چې په ۲۰۱۰، ۲۰۱۱، ۲۰۱۲ او ۲۰۱۵م کالونو کې یې هم ګټونکی و، تېر ځل يې په ۲۰۱۹م کال کې شپږم وار ګټونکی اعلان شو، خو د کرونا ويروس له کبله دغه جايزه په ۲۰۲۰م کال اعلان نشوه، چې تر ډيره يې رابرت ليوندوسکي مخکښ کانديد بلل کېده.

د يادو جايزو په لړ کې په دوهم نمبر د پولنډ هېواد او د بايرن مونشن کلب مخکښ لوبغاړی رابرت ليوندوسکي دوهم مقام خپل کړی دی. دغه د ايټاليا او د پاريس سان جرمان کلب ګول ساتونکي ګيګيو ډوناروما د نړۍ غوره ګول ساتونکي، او هسپانوي پيدري ګونزاليز د ۲۱ کلنو کم عمره نړيواله جايزه خپله کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx