نړۍ

له مصر سره پرپوله باندي وسلوالو اسرائیل تربرید لاندي راواستو

israil_bus_came_under_attact(نن ټکیی اسیا اګست ۲۰۱۱/۱۸) له مصر سره پرپوله باندي داسرائیلو پردوو بسونو باندي دبرید په نتیجه کي پنځه کسه وژل شوی اوزیات شمیر ژوبل شوی دي، سرچیني وایی یوبس موټر چي سیلانیان اویوشمیر اسرائیلي عسکریی لیږدول دنامالومووسلوالو لخوا تربرید لاندي راغي، له سیمي څخه دبی بی سی خبریال پاول ډانهار خبرورکوي چي ۳۹۲ نمرلرونکي بس هغه وخت نامالومووسلوالو تربرید لاندي راوستي کله چي یی له مصرسره پرپوله باندي سیلانیان لیږدول، پاول ډانهاروایی له سیلانیانو څخه علاوه په بس کي یوشمیر اسرائیلي عسکروهم سفرکاوه.

عیني شاهدان وایی کله چي بس پر۱۲ نمبرسړک باندي روان ووله یو کوچني موټره څخه دري نفره راکوزشول اوپربس یی ډزی پیل کړي، دبس چولونکي روغ پاته شو اوبس یی نژدي پرتي داسرائیلي عسکرو تریوي پوستي پوري ورساوه هلته پیړنیو مرسته کونکو له ټپیانو سره اولني اړینه  مرسته وکړه چي وروسته بیا ژوبل کسان دهلیکوپټر په واسطه روغتون ته ورسول شول.

عیني شاهدان وایی په اول بس کي څوک ندي وژل شوی، لږګړي وروسته بله چاودنه رامنځ ته شوه اودوهم بس یی په نښه کړاوسواریانوته یی مرګ ژوبله واړوله، اسرائیلي چارواکوخبرورکړي چي دواړه بریدونه دیوي ډلي لخوا ترسره شوی دي چي وروسته یی له مصر سره پرپوله باندي له اسرائیلی عسکرو سره نښته رامنځ ته شوه.

یوسواري خبریالانو ته وویل څرنګه چي ما له یوي ملګري سره خبري شروع کړي یودم مي ډزی ترغوږ شوی او اودبس هنداري وپاشل شوی ومي لیدل چي ژوبل کسان په وینو کي پراته وو.

مخکي داسي راپورونه هم وو له مصرسره پرپوله باندي پراته ښار بیرشیبا کي یوه چاودنه رامنځ ته شوی وه خو اسرائیلی راډیو وروسته دغه خبر ردکړ اوویی ویل چي په بیرشیبا ښارکي هیڅ ډول چاودنه نه ده رامنځ ته شوی.

که څه هم اسرائیلي عسکروایی چي په برید کی یواځي څو کسان ژوبل شوی دي، خو ازادي سرچیني بیا وایی چي برید  درنه مرګ ژوبله اړولیده، له سیمي څخه دبی بی سی خبریال وایی له ډیرو کلنو راپدی خوا د اول برید دي چي دمصر له پولی سره پراسرائیلو ترسره کیږي.

بخت الرحمن …………. نن ټکی اسا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x