افغانستان

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د افغانستان په هکله ځانګړې غونډه کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): ټاکل شوې ده چې راتلونکې میاشت کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د افغانستان د وضعیت په هکله ځانګړې غونډه ترسره کړي.

دا غونډه چې د سعودي عربستان په غوښتنه د پاکستان پلازمینه اسلام آباد کې ترسره کیږي، په ترڅ کې به یې د افغانستان په بشري او سیاسي وضعیت خبرې او بحثونه وشي.

د سعودي عربستان حکومت هیله څرګنده کړې چې دا فوق العاده ناسته به وکولای شي په افغانستان کې د بهرنیو له لاسوهنې پرته د ملي یووالي، ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت او پر کلیدي مسائلو د ګډ دریځ نیولو لپاره مهمې پرېکړې وکړي.

عربستان دغه راز اندېښنه ښکاره کړې چې په ساړه ژمي کې

په ساړه ژمي کې د ملیونونو افغانانو ناوړه بشري وضعیت او په ځانګړې توګه د خوراکي توکو، درملو او سرپناه په ګډون بیړنیو ته د اړتیا په هکله هم سعودي عربستان خپله اندېښنه ښکاره کړې ده او د یاد سازمان له غړو هېوادونو او نړیوالو مؤسسو یې غوښتنه کړې چې باید په دې سخت حالت کې له افغانانو سره مرسته وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم د سعودي عربستان له دغې پرېکړې څخه هرکلی کړی او ویلي یې دي چې اسلام آباد چمتو دی ددې ناستې کوربتوب وکړي.

نوموړي دغه راز له اسلامي هېوادونو غوښتنه کړې چې په دې سختو شرایطو کې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.

ټاکل شوې ده چې د افغانسان په هکله د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان ځانګړې غونډه د روان کال د ډسمبر پر اوولسمه نیټه ترسره شي.

داسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان چې ۵۷ غړي هېوادونه لري، افغانستان هم ددغه سازمان د بنسټګرو هېوادونو له جملې څخه یو هېواد دی، چې وخت ناوخته د اسلامي نړۍ د هېوادونو په مسائلو غونډې او په نړیواله کچه دریځونه اعلانوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

معلومه نده چې دا غونډه به څومره ګټه وکړي. ځکه تش په نامه اسلامي هېوادونه اصلاً هېڅ حیثیت او صلاحیت نه لري. ټول د امریکې لاسپوڅي او غلامان دي. خو کېدای شي چې چندان طاوان هم ونلري. همداشان، ښه به دا وای چې دا غونډه د اسلام اباد په ځای په یو بل هېواد لکه ترکمنستان، ازبکستان، عربستان، ترکیې او یا په بل ځای کې جوړه شوې وای.

عبدالواحد اڅګزۍ

وَلَا یَحْزُنْکَ الَّذِینَ یُسَرِعُونَ فِى الْکُفْرِ إِنَّهُمْ لَن یَضُرُّواْ اللَّهَ شَیْئاً یُرِیدُ اللَّهُ أَلَّا یَجْعَلَ لَهُمْ حَظّاً فِى الْأَخِرَةِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِیم ۱۷۶سوره آل عمران ترجمه:غمژن دی نکړی تاهغه خلک چه ځغلی په کفرکی بیشکه هغوی به هیڅکله نقصان ونه رسوی الله ته هیڅ هم،الله غواړی چه نه جوړوی دهغوی دپاره څه برخه په آخرت کی اودهغوی دپاره عذاب دۍ ډیرلوی. و (اى پیامبر!) کسانى که در کفر مى‏شتابند، ترا اندوهگین نکنند. آنان هرگز به خداوند ضررى نمى‏زنند. خداوند خواسته است که براى آنها هیچ بهره ‏اى در قیامت قرار ندهد و براى آنان عذابى بزرگ است. ټوله زموږ دملک… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx