
غزني کې ۵۰۰ اړمنو کورنيو سره مرسته وشوه
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): په غزني ولايت کې د ويسټا په نامه د یوې مرستندويه مؤسسې له لوري ۵۰۰ اړمنو کورنيو سره د نغدي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه.
د مرستې وېشلو په دغو مراسمو کې چې د غزني والي اسحاق اخندزاده هم ګډون درلود هرې يوې بېوزلې کورنۍ سره ۲۶۵ ډالره نغدي او د نورو غير خوراکي توکو مرسته وشوه.
دغې غونډې د غزني والي اسحاق اخندزاره په خپلو خبرو کې وويل چې هيواد يې له امريکايي اشغال څخه خپلواکي ترلاسه کړه او له دې وروسته به د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره کار کوي.
بايد وويل شي چې په تېرو وروستيو کلونو کې په هيواد کې فقر او بېکاري تر بل هر وخت زياته شوې ده او د اسلامي امارت په راتګ سره چارواکي وايي چې په هيواد کې به د ځينو پرمختيايي پروژو له پيل سره خلکو ته د کار زمينه برابره کړل شي او تر څو هيوادوال له فقر او بېوزلۍ څخه نجات ومومي.
ورته ولار شه انسانیت زده کری سپین زری فقیر ولار او ته ورته ناست یی الله تعالی دی یی دروشی. کومه خوا درسمه کرو سومره مشوره او نصیحت درته وکرو