افغانستان

نړیوال بانک د افغانستان د کنګل شوو پیسو د یوې برخې په خلاصولو نن پریکړه کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): نړیوال بانک د افغانستان د کنګل شوو پیسو له منځه د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په خلاصولو نن سې شنبه غور کوي.

رویټرز خبري اژانس ته یوې سرچېنې ویلي دي چې دغه پیسې به بشردوستانه سازمانونو ته ورکول کیږي چې په افغانستان کې کار کوي.

د راپور له مخې نړیوال بانک د بورډ غړي نن سه شنبه (لیندۍ ۹مه) په یوه غیر رسمي ناسته کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او نورو خیریه ادارو د پروګرامونو د ملاتړ لپاره د شاوخوا ۵ سوه میلیونه کنګل شويو ډالرو خلاصول نهایي کړي.

دغه مرستې د افغانستان د بیا رغونې د صندوق برخه دي چې د افغانستان لپاره جوړ شوی و او ټولټال په کې یو نیم میلیارد ډالر موجود دي.

افغان کارپوهان وايي چې دغه کومکونه به افغانستان سره مرسته وکړي خو بیا هم ستونزې شته چې یو یې هم د دغه پیسو افغانستان ته په داسې شکل لیږدول دي چې د افغانستان مالي ادارې په کې دخیلې نشي چې د امریکا له بندیزونه سره مخ دي.

رویټرز وايي چې د نړیوال بانک دغه پیسې به تر ډیره اندازې په افغانستان کې د صحت په برخې کې وکارول شي خو معلمانو او د حکومت کارمندانو ته به ترې معاشونه ورنه کړل شي.

رویټرز د کارپوهانو له قوله لیکلي دي چې معلمانو او د حکومت کارمندانو معاشونه نه ورکول هم د عام زده کړو، روغتیا او ټولنیزو خدماتو سستمونو سقوط ګړندی کړي. دوی خبرداری ورکړی دی چې سلګونه زره کارکوونکي د څو میاشتو راهیسې معاش نه لري او د دې احتمال شته چې دوی وظیفې پریږدي او له افغانستان څخه ووځي.

سرچينې زياته کړې چې «په دې وړانديز کې له نړيوال بانک څخه غوښتل شوي چې پيسې دې ملګرو ملتونو او نورو بشري ادارو ته پرته له کومې څارنې او راپور ورکولو، انتقال کړي، خو د مالي سکټور په اړه يې څه نه دي ويلي، چې دا پيسې به څنګه افغانستان ته داخلېږي».

دغه سرچېنې  د امریکا بندیزونه یو لوی خنډ بولي.

دوی وايي چې که څه هم امریکا په د خوراکي توکو او درملو په اړه مالي بندیزونه لرې کړي دي خو سربېره پر دې دغه بندیزونه د اساسي توکو عرضه لکه درمل او خوراکي توکي هم له ستونزو سره مخ کړې ده.

سرچېنې رویټرز ته ویلي دي چې دوی افغانستان په خاورو کې اچوي ځکه بندیزونه او د عامه سکتور ته پاملرنه کې پاتې راتلل به نور کډوال، نوره مایوسي او ډير افراطیت رامنځته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګوم نام

عجبه ده والله. تر اوسه چی به چاسره دالر وه سر به یی پری کیده او دالر به یی په پوزه او غوږو کی ورکول کبدل. اوس ورته څنګه خوشحاله یاست له که د مور له کوره جی یی درکوی. نه الهی تصرت شته نه الهی کمک. دا دین نه مو څه جوړ کړ تاسو

اسلام زنده باد

که طالبان دا کار ورسره ومنی سخت لویه ملی ضربه ده، زکه اکثریت دا پیسی بیرته دوی د معاشاتو او دفترونو او سستمونو په جورولو مصروفوی. طالبان باید په هیج صورت دا ونه منی، دا پیسی ملت نه رسی ددی تجربه هغوی ته شه شته چی په خارجی موسسو کی ی کار کری وی. امریکا کوشش کوی چی قصدا دا پیسی د افغانانو د ګوتو او ګتی خخه وباسی نو دا یه شه لار ده هم به نور هیوادونه نیونکی نه کوی او هم پیسی افغان ملت ته بلکی اکثریت مقدار به یی بیرته د شین سترګو جیب ته لاری… نور لوستل »

طوطی

د شین سترګی ځویه لږ پام کوه زمونږه د کلی د میر صیب سترګی هم شنی دی. بله خبره کی یی موسساتو ته ورکوی بیا هم په موسساتو اکثریت افغانان کار کوی، پیسی په داخل د افغانستان کی مصرف کیږی. زه حیران یم چی ۴۲ هیوادو ته مو ماته ورکړه خو اوس دومره بی وسه، بی مسلکه او ناپوهه یاستی چی د یوه کوچنی هیواد اقتصاد نشی رغولی. ځینو مشرانو خو هغه ده لا پخو د وسلو او مهماتو قاچاق شروع کړی کورونه یی هم پاکستان کی دی بیغمه عیشرونه کوی.

اسلام زنده باد

زه نور هیج نه درته لیکم الله تعالی ته می پریشی یی. ولی شکنزل کوی؟؟؟؟ زه طالب نه یم نه خارجی موسسو کار کاوونکی الحمدالله شه ژوند لرم فقط سه چی لیکم د مشوری تر حده. هر هغه سوک چی افغان ملت او شتمنی ته تاوان رسوی بد می ایسی، د وطن وسله خرسول، و طن دبری خرسول د مور د چادر او پورنی په شان دی که چا دا خرس کرل نو مور هم خرسوی

طوطی

جنابه: الله دی ما او تا ته صبر راکی. زما خپله سترګی شنی دی نو ډیر زور یی راکړ ځکه چی ستا له نظر څوک چی شنی سترګی لری ښه نښکاری خو دا هم د الله کار دی. ستاسو نظر تاییده ومه خبری دی ټولی د تایید وړ دی بښنه غواړم خفه نشی کور آباد ځوی لوی خوشحاله او آرامه اوسی.

طوطی

څومره خلک مو ناحقه قتل کړل په ډالرو باندی د چا به چی یو ډالر له جیبه راووت دهغه مرګ به خامخا روا وه. اوس لکه سپی لکی ورته ښوروی. د عباس ستانکزی خو بالکل هیله له الله ج څخه قطع شوې ده همدای نور ملایان. نن سبا ټول کابل کی د پخوانیو زورواکو په کورونو کی میشته دی هر یو یی کوشش کوی چی څنګه او په څه رقم شخصی جایدادونه واخلی او څنګه پیسه داره شی. غریب له دنیا څخه ناخبره طالب اوس هم پلاستیکی چپلې پدی یخنی کی په پښو کړی او دنیا څخه ناخبره دی چی… نور لوستل »

pattang

احماقت او لېونتوب خو حد لري خو تا خپل ځان ښه مالوم که چې د پدرام او د پنجشیر د مقاومت پټه پرو پاګنده کوې ! چا کور ندی لاندې کړی خوشې خوسا پرو پاګنده مکوه ، زما اوښی غټ طالب دی هغه په کرایې اپارتمان کې ژوند کوي ! ولې بې سیاله خبرې کوې او درواغ وایې زه تیره اونۍ له کابله راغلم ، دا ټوله ستا بې ما لګې ستمي پرو پاګنده ده چې خوشې خپل وخت ضایع کوې ، یو حضزت خلقی اوبل ته احمق بیله مردارو خبرو بل څه نه لیکې هغه هم د خواخوږي په… نور لوستل »

طوطی

پتنګه ته: دا څه دوړې بادوې؟ احمق خانه ته څه وایی ما دی په اوښی مه ډاره وه چی غټ یا وړوکی طالب دی هغه به سړی وی چی کرایی کور اوسی ورسه د شهر نو د شیرپور ساحی ته چی د هر څه پته درته ولګیږی. لعنت دی په پدرام او پر ټولو پنجشیرانو شی سره یی له فضلی، محب، غنی او کرزی سره جمع یو څو طالب مشران. خو ریښتیا وایم د عباس ستانکزی ویډیو به درته درولیږم چی وایی: انشاءالله امریکیان به راځی…. دومره پاتی ده چی ووایی بد مو کړی توبه چی تاسو سره مو جهاد… نور لوستل »

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x