افغانستان

کابل ښار د نننۍ چاودنې په تور یو شکمن کس نیول شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹ لړم، ۱۴۰۰ل): د کابل ښار اوومې امنیتي حوزې اړوند دارالامان سړک کې د بمي چاودنې له کبله لږ تر لږه دوه تنه ملکیان ټپیان شوي دي.

دا پېښه نن د سه شنبې په ورځ سهار شاوخوا ۹ بجې د حبیبیه لیسې ته څېرمه په یو هایلکس موټر شوې ده، چې نظامي تلفات نه لري.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند جنرال مبین ددې خبر د تایید ترڅنګ وايي، چې په چاودنه کې دوه تنه ملکي وګړي برسیرن ټپيان شوي، چې روغتیايي حالت یې ډاډمن دی.

نوموړي دغه راز څرګنده کړې چې له پېښې سره په تړاو یې یو تن شکمن کس له تومانچې سره یوځای نیولی دی.

په ورته مهال یوې بلې سرچینې بیا ویلي، چې په دغه چاودنه کې پنځه تنه ټپیان شوي دي.

دا په روانه اونۍ کې لومړنۍ بمي چاودنه ده چې په کابل ښار کې رامنځته کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx