ټولنیزه برخه

د نورو وړتیا نه منل شیطاني صفت ده

لیکوال: حامد افغان

موسي علیه السلام الله جل جلاله ته وویل: زما له کوره زما له پاره مرستیال او وزیر راکړه، زما ورو هارون، او په هغه زما ملا مزبوته کړه. وَاجْعَل لِّي وَزِيرًا مِّنْ أَهْلِي هَارُونَ أَخِي اشْدُدْ بِهِ أَزْرِي (29_30_31 طه). ځکه زما ورور هارون زما نه په فصاحت او بلاغت کې زیات دی: ” و أخي هارون هو أفصح مني ” القصص 28. له دې ایت نه معلومولی شو چې د نورو د وړتیاو او صلاحیتونو اعتراف د انبیاو علیهم السلام صفت ده . او د نورو له صلاحیت او وړتیا نه انکار او په هغه سترګې پټول د شیطان صفت ده، شیطان د ادم علیه السلام له صلاحیتونو انکار وکړ او الله جل جلاله ته یې وویل: قَالَ أَنَاْ خَيْرٌ مِّنْهُ خَلَقْتَنِي مِن نَّارٍ وَخَلَقْتَهُ مِن طِينٍ (الاعراف12) شیطان وویل: زه له ده (ادم عليه السلام) نه ډیر ښه یم، زه دي له اوره او دی دي له خټي پیدا کړی دی.

که حقیقت ووایو زموږ په ټولنه کې د نورو د صلاحیت او وړتیا اعتراف بیخي کم او آن نادر یې بللی شو، اعتراف خو لا پریږده ډیر ځله دا کوښښ کیږې چې د نورو په صلاحیت او وړتیا خاوري واړوي، باید ووایو چې دا بد اخلاقي د غرور او تکبر پایله ده مغرور او متکبر انسان د چا د صلاحیت اعتراف نه کوي او که له ځانه هرڅومره پوه انسان ویني هم د هغه وړتیاوې نه مني.

د نورو د وړتیا نه منلو بداخلاقي خورا درنې ټولنیزې ستونزې رامنځته کوي، په دې سره وړتیاوې او صلاحیتونه وژل کیږي او اهل او دکار خلک له کار او فعالیت نه غورځول کیږي، نااهله او بیکاره خلک رامنځته کیږي او په پایله کې پریمانه ټولنیز مشکلات او ستونزې رامنځته کیږي، موږ نن سبا د سر په سترګو وینو چې د ځیني نا اهله خو مغرورو، کبرجنو او شیطان صفته خلکو له لاسه ګڼ شمیر پوه او ښه اهلیت لرونکي خلک له کار او فعالیت ګوښه کیږي او په پایله کې یې له ګڼ شمیر ټولنیزو ستونزو سره لاس او ګریوان یو. لکه د لوړو قراني جملو په رڼا کې معلومه شوه چې د نورو وړتیا نه منل شیطاني صفت ده باید له دې شیطاني صفت نه ځانونه وژغورو او د نورو وړتیا منل (دپیغمبرانو صفت) خپل کړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x