
ننګرهار: ځانګړو ځواکونو د اختطافګرو مشر وژلی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹ لړم، ۱۴۰۰ل): د هيواد د استخباراتو ځانګړو ځواکونو په ننګرهار ولايت کې د اختطافګرو په پټنځای عمليات کړي او د اختطافګرو د مشر په ګډون يې دوه تنه وژلي او يو بل يې په ټپي حالت کې نيولی دی.
د استخباراتو لوی رياست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار ولايت لومړۍ حوزې اړوند زنګوي سيمه کې يې د وسله والو اختطافګرو په يو پټنځای عمليات کړي چې په نتيجه کې يې د طارق جميل په نامه د اختطافګرو مشر له یو بل ملګري سره وژلی دی.
د ا.ا.ا استخباراتو لوی ریاست ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت اړوند اولې حوزې زنګوي سیمه کې د وسلوالو اختطافګرو په یو پټنځای عملیات تر سره کړل چې په نتېجه کې یې د یادې ډلې مشر طارق جمیل له یو تن بل ملګري سره ووژل شو او میرویس نامی یې د یو تعداد اسلحو او مهماتو سره یو ځای ونيول شو. pic.twitter.com/CSf52pDvXm
— د استخباراتو لوی ریاست-GDI (@GDI1415) November 30, 2021
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې په دې عملياتو کې د ميرويس په نامه يو بل وسله وال اختطافګر له يو شمېر وسلو او مهماتو سره ژوندی نيول شوی دی.
د يادونې وړ ده چې په هيواد د اسلامي امارت له حاکميت وروسته د هيواد ځانګړو ځواکونو د پلازمېنې کابل په ګډون په بېلابېلو ولايتونو کې د غلو او اختطافګرو په وړاندې عملیات ترسره کړي چې يو شمېر يې نيولي او وژلي دي او څو تنه هيوادوال يې د دوی له منګولو ژغورلي دي.
دا اختطافګر اوغله عاجل علنی اعدام کړی تر څونوروته عبرت شی پر دوی رحم مکوی دا په ټولنه کی دمیکربو حیثیت لری او هم دحکومت د بدنامی سبب ګرځی
که چیری شرعا جواز ولری نو دا خلګ باید هم هلته و وژل شی هسی زندان مه پری دکوی، زکه اوس حد هم نشی جاری کولای موضوع د رسمیت پیژندلو ده.