
د ټویټر بنسټګر له خپلې دندې استعفا وکړه
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د ټولنیزو رسنۍ ټویټرر شریک بنسټګر جیک ډورسي د ټویټر اجرائیه مشر په توګه له دندې استعفا وکړه او پرځای یې هندی پاراګ اګروال وګمارل شو.
د ټویټر پخوانی اجرائیه مشر جیک ډورسي د خپلې ټویټر پاڼې له لارې د دندې پریښودو خبر ورکړ، «نوموړی زیاتوي، شرکت پرمختګ ته چمتو دی او بالاخره زما د وتلو وخت راورسېده».
جیک ډورسي له تېرو ۱۶ کلونو راهیسې د ټویټر مخکښ مشرانو له ډلې و چې دوه ځله یې د ټویټر اجرائیه رئیس په حیث دنده ترسره کړې ده.
هغه د ۲۰۰۶م کال راهیسې د ټویټر انلاین راکړې ورکړې ادارې (سکوئر) مشري هم پر غاړه لري.
باید وویل شي چې په ۲۰۰۶م کال کې جیک ډورسي د بزسټون، ایوان ولیمز او نوحا ګلاس سره په شریکه د ټویټر مشهورې ټولنیزې رسنۍ بنسټ کیښود چې اوسمهال ورځني ۲۱۱ ملیونه فعال کاروونکي لري.
not sure anyone has heard but,
I resigned from Twitter pic.twitter.com/G5tUkSSxkl
— jack⚡️ (@jack) November 29, 2021