افغانستان

افغان او امریکايي لوریو پر مختلفو موضوعاتو دوه ورځې تفصیلي خبرې کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي چې  د افغانستان د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي په مشرۍ د افغان حکومت لوړ رتبه هيئت د امریکا له خوا د افغانستان ځانګړي استازي ټام ويسټ او مل لوړپوړی هيئت سره دوه ورځنۍ تفصيلي خبري ترسره کړې دي.

عبدالقهار بلخي ویلي دي چې افغان او امریکايي هيئتونو په سياسي، بشري، روغتیايي، تعليمي، امنيتي او مرستو رسولو په هکله او همدارنګ بانکي او نغدي پیسو رسولو کې د لازمو تسهيلاتو برابرولو باندې بحثونه کړی دي.

د بلخي په وینا په دغه دوه ورځنۍ ناستو کې د افغانستان پلاوي امریکايي لوري ته د امنيت ډاډ ورکړ خو؛ غوښتنه يې وکړه چې د افغانستان کنګل شوې پيسې بايد بې له قيد او شرط خلاصې شي، تورلستونه او بنديزونه ختم او بشري موضوعات له سياسي موضوعاتو بیل شي.

بلخي ویلي دي چې دواړو لورو د موضوعاتو په اړه دښه پرمختګ په موخه مسلکي او تخنیکي ګروپونو هم جلا جلا غونډې درلودې.

د بهرنیو چارو وزارت د افغان او امریکايي لورو وروستي مجالس په ټوله کې مثبت ګڼلي دي او په وینا یې دواړو لورو هوکړه وکړه چي په راتلونکي کي به هم دا ډول ناستو ته دوام ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

بس دعا کوی که الله ج دا کافران درباندی ورحموی بله کومه د حل لار خو تاسو ته معلومه نده. خلکو ته وایی چی رزق او روزی الله ورکوی ولی خپله بیا پر خپلو خبرو ایمان نلری. بی مسلکه حقانیان مو پر غټو چوکیو وګمارل چی په هیڅ خبر ندی دا وطن به څنګه پیشرفت وکړی. خپلو استاذانو ته ووایی د حقانیی مدرسی ملایانو ته که دومره با رسوخه وی نو پاکستان دی وهڅه وی کنه چی تاسی په رسمیت وپیژنی. اوس مو هم باور نراځی؟ د هند ۵۰ زره ټنه غنم یی تر اوسه درباندی بند کړی خو بیا… نور لوستل »

ځیرک څارونکی

حالاتو ته په کتو سلیم عقل تر ډیره بریده دا تقاضأ کوی چی نور باید له امریکایې لوری سره د بی مفهومه او بی معنی خبرو چی هیڅ نتیجه نه وی پری مرتبه باید ډډه وشی، په راتلونکی کې که خبری ورسره کیږی باید مخکی له مخکی د خبرو اجندا معلومه وی چی په کومو موضوعاتو خبری کیږی اول به دواړه لوری په توافق کوی بیا به خبری کوی او خبری به په یوه نتیجه منتج کیږی نور دا هسی خوشی خبری چی هیڅ نتیجه پری مرتبه نه وی او امریکا تر شا بد عزایم او غرضی او مرضی اهداف… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx