افغانستان

کام ایر هوايي شرکت راتلونکې اونۍ د کابل ـ تاشکند ترمنځ الوتنې پیلوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): ټاکل شوې ده چې له میاشتو ځنډ وروسته کام ایر هوايي شرکت راتلونکې اونۍ د کابل ـ تاشکند ترمنځ الوتنې بیرته پيل کړي.

د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف نن د سه شنبې په ورځ د ریاست الوزراء مرستیالانو ملا عبدالغني برادر او ملا عبدالسلام حنفي سره سره په جلا لیدنو کې څرګنده کړې، چې هېواد یې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ پلوي دی او تل یې په نړیوالو مناسباتو کې ددغې شتمنۍ د آزادولو غوښتنه کړې ده.

ملا عبدالغني برادر او ایرګاشیف
ملا عبدالغني برادر او ایرګاشیف

د باختر خبري آژانس د راپور له مخې په دغو لیندو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا، د افغانستان او ازبکستان ریل پټلۍ پروژې، د برېښنا واردولو قرارداد تمدید او د دواړو هېوادونو ترمنځ د الوتنو پر پیل هم خبرې وشوې.

په راپور کې ویل شوي چې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي په لنډ وخت کې افغانستان ته د ازبکستان د چارټر الوتنو د پیل خبر ورکولو ترڅنګ ویلي چې هېواد یې د افغانستان اسلامي امارت څخه د لازیات ملاتړ د هڅو په دوام اروپايي ټولنې او بهرنیو هېوادونو ته وړاندیز کړی چې افغانستان سره د بشري مرستو لپاره ترمذ ښار د مرکز په توګه کارولای شي.

په دغه مهال د افغانستان د ریاست الوزراء مرستیال ملا عبدالغني برادر د ګاونډي هېواد ازبکستان له همکاریو او نیکو هیلو څخه مننه وکړه او څرګنده یې کړه چې افغان حکومت هم سوداګرو او پانګه والو ته لازمې آسانتیاوې برابرې کړي او داچې اسلامي اسلامي امارت په مختلفو برخو کې د ټولنیزو خدمتونو ملاتړ کوي.

په یوه جلا ناسته کې د ریاست الوزراء مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاورې څخه به هیچا ته ګواښ نه پېښيږي او د افغانستان په اړه یې د ازبکستان اوسنۍ تګلارې څخه خوښي څرګنده کړې ده.

مولوي عبدالسلام حنفي او ایرګاشیف
مولوي عبدالسلام حنفي او ایرګاشیف

د ناستې په بهیر کې د کام ایر هوايي شرکت رئیس زمري کامګار هم برخه لرله، چې د ازبک تخنیکي استازو سره له ناستې وروسته یې وویل، چې راتلونکې اونۍ به د کابل ـ تاشکند او تاشکند ـ کابل ترمنځ  الوتنې له سره پیلوي.

باید وویل شي چې درې میاشتې مخکې په افغانستان کې د اسلامي امارت د حاکمیت او افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرمهال په کابل هوايي ډګر کې د امریکايي ځواکونو لخوا د پراخو ویجاړیو له کبله د ازبکستان په ګډون ټولو بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان بهرنۍ الوتنې بندې شوې، چې د کابل هوايي ډګر له ترمیم وروسته د پاکستان، ترکیې، هندوستان او متحدو عربي اماراتو په ګډون یو شمېر هېوادونو او کابل ترمنځ الوتنې بیرته پیل شوي او نورو هېوادونو ته هم د الوتنو د بیا پیل هڅې روانې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx