افغانستان

سعودي په افغانستان کې خپل سفارت بېرته خلاص کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د سعودي دولتي رسنیو راپور ورکړی دی چې دغه هیواد په کابل کې خپل سفارت بېرته خلاص کړ.

د سعودي دولتي اژانس ویلي دي چې سعودي په کابل کې د قونسلي خدماتو برخه د افغانانو لپاره د لیندۍ پر ۹مه خلاصه کړه.

سعودي د طالبانو له خوا د کابل تر نیولو وروسته خپل ټول ديپلوماتان ویستلي وو.

تېره اونۍ داسې راپورونه ورکړل شول چې سعودي په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.

سعودي یو له هغه دولتونو دی چې د افغانستان اسلامي امارت يې تېر ځل دوره کې هم په رسمیت پيژندلی و.

همدا راز په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته هم دغه هیواد د افغانستان اسلامي امارت په اړه مثبت نظر ورکړی و.

د سعودي بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې، هېواد یې هیله مند دی چې نوی افغان سرپرست حکومت به په افغانستان کې ثبات راولي او دوی  افغانستان د اینده لپاره د افغانستان د خلکو انتخاب چې د بهرنیو لاسوهنو څخه لرې وي ملاتړ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx