افغانستان

بهرنیو چارو وزارت د سعودي له خوا په کابل کې د سفارت خلاصولو اقدام هرکلی کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د بهرنیو چارو وزارت د سعودي له خوا په کابل کې د سفارت بېرته خلاصولو اقدام هرکلی کړی دی.

د سعودي دولتي رسنیو راپورونه ورکړل چې دغه هیواد په کابل کې د سفارت قونسلي خدماتو برخه بېرته خلاصه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت د سعودي د دغه اقدام نه یواځې دا چې ستاینه یې کړې ده بلکې د افغانستان او سعودي تر منځ د ښو اړیکو پیلامه یې ګڼلې ده.

بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د سعودي د سفارت ۱۴ کسیز ديپلوماتیک ټیم د نومبر  په ۳۰مه کابل ته ستون شوی دی او په خپل سفارت کې یې قونسلي خدمات افغان ولس ته پیل کړي دي.

د یادونې وړ ده چې سعودي د طالبانو له خوا د کابل تر نیولو وروسته خپل ټول ديپلوماتان له افغانستان ویستلي وو.

خو دغه هیواد د نوي سرپرست حکومت په اړه له ابتدا مثبت نظرونه ورکړي وو.

د افغانستان په اړه د سعودي د وزیرانو شورا کې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې هېواد یې هیله مند دی چې نوی افغان سرپرست حکومت به په افغانستان کې ثبات راولي او دوی  افغانستان د اینده لپاره د افغانستان د خلکو انتخاب چې د بهرنیو لاسوهنو څخه لرې وي ملاتړ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

سعودی یو وخت پلان درلود چی د نادر خان پر غوندی باندی لکه د الازهر پوهنتون په شان یو اسلامی پوهنتون جوړ کړی چی د ایران او د ایران پلوه تنظیمونو لخوا ورسره مخالفت وسو. اوس دی طالبان سیاست وکړی هم دین او هم دنیا خو په طالبانو کی هم داسی کسان شته چی نه د دین دی او نه هم د دنیا. کچیری سعودی یو وار بیان وهڅول شی او دلته کابل کی د نادرخان په غوندی چی خورا لوی ځای دی او ښه منظره لری دلته یو لوی الازهر جوړ کړی نو بیا به مو طالبان مجبور نه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx