ورزش

کرکټ بورډ د ليست اې او فرسټ کلاس سياليو لوبغاړو فيسونه لوړ کړي

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۱۰ ليندۍ، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ بورډ د داخلي لوبو فرسټ کلاس او ليست اې سياليو د لوبغاړو فيسونه لوړ کړي دي.

د کرکټ بورډ مشرتابه د کورني لوبغاړو ستونزو ته په کتلو د څلور ورځني او يو ورځني کورني سياليو لوبغاړو په فيسونو کې د لوړوالي پريکړه کړې ده.

د راپورونو له مخې کرکټ بورډ د ليست اې سياليو لوبغاړو په فيس کې ۷۵ سلنه او د فرسټ کلاس سياليو فيسونو کې ۲۵ سلنه لوړوالی راوستی دی.

د افغانستان کرکټ کورنۍ لوبې په شپږو زونونو ويشل شوي چې د هر زون څخه يوه لوبډله ده، او ټول شاوخوا ۸۰ لوبغاړي لوبيږي.

د کرکټ بورډ څخه يوې سرچينې نن ټکی اسيا ته ويلي چې د فرسټ کلاس لوبډلو لوبغاړو ته به له دې وروسته په هره لوبه ۱۰ زره افغانۍ، او ليست اې لوبغاړو ته به ۷ زره افغانۍ ورکول کيږي.

د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه دغه پريکړه د کرکټ مبصرينو، پوهانو او په ټولنيزو رسنيو په پراخ ډول وستايل شوه، چې ټول کريډټ يې د کرکټ بورډ سرپرست مشر ميرويس اشرف او اجرائيه مشر نصيب خان ته ورکول کيږي.

کرکټ پوهان وايي چې ميرويس اشرف په کرکټ پوه او مسلکي شخص دی چې کولی شي د لوبغاړو ستونزو ته لاسرسی ولري او ددوی ستونزې حل کړي.

وړمه ورځ د افغانستان کورني کرکټ پخواني لوبغاړي ضمير خان د غربت له کبله خپل د کرکټ هيلمټ د پلورلو لپاره وړاندې کړې و چې په ټولنيزو رسنيو يې پوښښ وموند او خلکو له کرکټ بورډ څخه د هغه د لاسنيوي غوښتنه وکړه.

د کرکټ بورډ مشر ميرويس اشرف تېره ورځ ضمير خان د کرکټ بورډ ادارې ته غوښتی او هغه ته يې د بشپړ همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x