fbpx

د یوه حدیث شرحه (لسمه برخه)

ليكوال: حامد افغان

 3ـ دریم ګناهونه تویوونکي: “نقل الأقدام إلى الجماعات”

دریم ګناه تویوونکی عمل جوما ت ته د فرض لمانځه د اداکولو په نیت ګامونه اخیستل دي ، د جومات په لوري هر ګام اخیستل دومره بختور او غوره عمل ده چې په هرګام سره دمومن یوه ګناه ختمیږي او یوه یې درجه لوړیږې . رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې : څوک چې په کور کې اودس وکړي ،بیا د الله له کورونو نه یې یوه کور(جومات) ته روان شي ، څو دالله یوه فریضه ادا کړي ، نو یوګام یې یوه ګناه بښي او بل یې درجه لوړوي ، عن أبي هريرة -رضي الله عنه- أن النبي -صلى الله عليه وسلم- قال: من تطهر في بيته، ثم مضى إلى بيت من بيوت الله، ليقضي فريضة من فرائض الله كانت خطواته، إحداها تحط خطيئة، والأخرى ترفع درجة . رواه مسلم.

بلکي په یوه بل حدیث کې راغلې دي ، رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې : په جومات کې دسړي لمونځ د کور او بازار له لمانځه نه په ثواب کې پنځه ویشت درجې زیات ده ، اودا ځکه چې کله یو سړی اودس وکړي اوپه ښه توګه یې وکړي ، اوبیا یواځي دلمانځه له پاره جومات ته ووزي ، په هرګام یې یوه درجه لوړیږې ، اويوه یې ګناه ختمیږې ، کله چې لمونځ وکړي ترڅو چې دلمانځه په ځای کې ناست وي او خبرې یې نه وي کړې ملایکي دعا ورته کوي ، هغوی وایې : خدایه په ده دې درود وي ، خدایه په ده رحم وکړه ، اوترڅو چې دبل لمانځه انتظار کوي داسې دی لکه په لمانځه کې چې وي . عن أبي هريرة -رضي الله عنه- قال: قال رسول الله -صلى الله عليه وسلم-: صلاة الرجل في جماعة تُضعَّف على صلاته في بيته وفي سوقه خمسًا وعشرين ضعفًا، وذلك أنه إذا توضأ فأحسن الوضوء، ثم خرج إلى المسجد، لا يخرجه إلا الصلاة، لم يخطُ خطوة إلا رفعت له بها درجة، وحطت عنه بها خطيئة، فإذا صلى لم تزل الملائكة تصلي عليه ما دام في مصلاه، ما لم يحدث، تقول اللهم صلِّ عليه، اللهم ارحمه. ولا يزال في صلاة ما انتظر الصلاة . (رواه البخاري ومسلم) .

هرڅومره چې د جومات په لور ډیر ګامونه واخیستل شي همدومره یې ثواب زیاتیږي ، دیوه حدیث په یوه برخه کې راځي چې ستاسو کوم یوه کور له جومات نه لرې وې دهغه اجر به هم زیات وي ، له ابوهریره رضي الله عنه نه چا پوښته وکړه چې ولې ؟ هغه ورته وویل چې د لرې کور وال به جومات ته اخیستل شوې ګامونه زیات وي . فإن أعظمكم أجرًا أبعدكم دارًا)، قالوا: لم يا أبا هريرة؟ قال: “من أجل كثرة الخطى” رواه مالك في الموطأ، وقال الألباني: “صحيح” كما في صحيح الترغيب والترهيب، رقم(297).

د خدای جل جلاله رحم دومره زیات ده چې جومات ته د تګ او راتګ دواړو لوریو په ګامونو باندې مومن ته اجر ورکوي ، په یوه حدیث کې راغلې دي رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې : څوک چې جومات ته د جمعي له پاره ولاړشي ،نو یو ګام یې ګناه بښي اوبل ګام یې نیکي زیاتوي او دا جومات ته د تګ اوراتګ په دواړو حالاتو کې . عبد الله بن عمرو أن رسول الله –صلى الله عليه وسلم قال: (من راح إلى مسجد الجماعة فخطوة تمحو سيئة وخطوة تكتب له حسنة ذاهبًا وراجعًا . رواه أحمد بإسناد حسن والطبراني وابن حبان في صحيحه، وحسنه الألباني في صحيح الترغيب والترهيب، رقم(299).

په یوه بل حدیث کې په جومات کې د لمانځه د اداکولو تردې هم زیات اجر اوثواب ښوول شوی ده ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې : څوک چې په اوداسه سره دفرض لمانځه له پاره له کوره ووزي نو دومره ثواب یې ده لکه د احرام تړلې حج کوونکي ، اوڅوک چې یواځي د څاښت د لمانځه له پاره ووزي د هغه ثواب دومره ده لکه د عمره کوونکي ، او په یوه لمانځه پسې بل لمونځ په داسې حال کې کول چې په منځ کې یې بې معنا کار ونکړې په علیین کې عملنامه ده . عن أبي أمامة أن رسول الله -صلى الله عليه وسلم- قال: من خرج من بيته متطهرا إلى صلاة مكتوبة فأجره كأجر الحاج المحرم، ومن خرج إلى تسبيح الضحى لا ينصبه إلا إياه فأجره كأجر المعتمر، وصلاة على أثر صلاة لا لغو بينهما كتاب في عليين .رواه أبو داود، وحسنه الألباني صحيح أبي داود، برقم(522). وفي صحيح الجامع، رقم(6228 ).

داراز په تیاره کې جومات ته تګ او ګامونه اخیستل لا ډیر ثواب لري ، په یوه حدیث کې راغلې دي رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې : په تیاره کې جومات ته تلونکو ته زیری ورکړﺉ چې داخرت په ورځ به پوره رڼا ورکول کیږې . عن بريدة عن النبي -صلى الله عليه وسلم- قال: بشر المشائين في الظلم بالنور التام يوم القيامة . رواه أبو داود، والترمذي وابن ماجه، وصححه الألباني في صحيح أبي داود، رقم(525).

په یوه بل حدیث کې راغلې دي رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې :څوک چې په سهار او ماښام کې جومات ته ولاړ شي الله به په جنت کې دهرځل تګ په بدل کې میلمستیا ورته وکړي . عن أبي هريرة أن النبي -صلى الله عليه وسلم- قال: من غدا إلى المسجد أو راح أعد الله له في الجنة نزلاً كلما غدا أو راح.متفق علیه .

دجماعت لمونځ ۲۷ درجې غوره دی

دبغداد مشهور عالم او لوی محدث دامام بخاري او امام مسلم رحمهما الله استاد عبید الله بن عمر بن میسرة القواری رحمه الله وایي : په ټول ژوند کې مې دجماعت لمونځ نه و کزا (قضا) کړی یوه ورځ داسې پیښه شوه چې ماښام میلمانه راته راغلل او له میلمنوسره دبوختیا له امله دماخستن دجماعت لمونځ رانه کزا شو دی وایي :ډیر خواشینی شوم او په دې هیله راووتلم چې کیدی شي په کوم جومات کې د جماعت لمونځ ونیسم ، دبصري په ټولو جوماتونو وګرځیدم خو دټولو جمعه تیره شوې وه بیرته کورته راغلم .

له ځانه سره مې وویل چې په حدیث کې راغلي دي : دجماعت لمونځ له ګوښې لمانځه نه په ۲۷ درجې زیات ده ، راځه دا لمونځ اووه ویشت ځله وکړه نو خبره به سمه شي، لمونځ مې اووه ویشت ځله وکړ او ویده شوم، په خوب کې مې ډیر خلک ولیدل چې په اسانو سپاره دي او منډي وهي ، دی وایي چې ما هم خپل آس ته زور ورکاوه څو په دې سپروپسې ځان ورسوم خو زما آس ډیر سست و اوپه هغو پسې نشوی رسیدلی ، له سپرونه یوه کس مخ راواړاوه او راته کړه یې : خوشی ځان مه ستړی کوه ته په موږ پسې نشې رسیدلی !

رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې : له یواځې لمانځه نه د جمعي لمونځ اووه ویشت ځله غوره ده .عن عبد الله بن عمر رضي الله عنهما : أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال صلاة الجماعة أفضل من صلاة الفذ بسبع وعشرين درجة . متفق علیه .

دیوه ماشوم کیسه

هغه په دویم ټولګي کې و ، په عمر کم و خو د دینداري مور دښې روزني په برکت به یې هرسهار لمونځ په جمعه کاوه او یو وخت لمونځ یې هم بي جمعي نه کاوه ، دی به جومات ته دلمانځه له پاره ولاړ او پلار به یې ویده و ،
یوه ورځ یې په ټولګي کې استاد په غوسه شو او د ټولو ماشومانو په وهلو یې برید وکړ ، هریوبه یې پورته کاوه ورته ویل به یې لاس ونیسه او شنه لښته به یې بیدریغه په لاسونو ورحواله کوله ، کله چې د دي لمونځګذار ماشوم وار راغی ،
استاد ورته وویل : لاس خلاص کړه .
ماشوم ورته وویل : ته مانشې وهلی !!
استاد : تاته وایم لاس خلاص کړه ،
ماشوم : ته غواړې ما ووهي ؟
استاد : هو
ماشوم : په خدای قسم که ما ووهلی شې ،
استاد : ولي ؟
ماشوم : دا ګز او دا میدان ته ما ووهه
استاد : راته ووایه ولي دي نشم وهلی ؟!! (استاد حیران شو )
ماشوم : تادا حدیث نده اوریدلی چې رسول الله صلي الله علیه وسلم ویلې دي : څوک چې دسهار لمونځ په جمعه وکړې هغه به دالله په ساتنه کې خوندې وي ، من صلى الفجرفي جماعه فهو في حفظ الله . ماشوم زیاته کړه : ماد سهار لمونځ په جمعه کړی ده اوڅه ګناه مې هم نده کړې نوته کله ماوهلی شي .

استاد هک پک او دماشوم هوښیاري او ښې روزني ته حیران پاته شو ، د مکتب اداره یې خبره کړه اوټولو استادانو ته یې کیسه وکړه اداري یې پلار راوغوښت چې دښې روزني افرین ورته ووایې .
کله یې چې پلار راغی د استادانو باور نه کیده چې دادي د دي هلک پلار وي ځکه هغه بي پروا سړی و او په شکل کې یې د دینداري هیځ نښه نه لیدل کیدله ، استاد له هغه نه پوښتنه وکړه چې داستا زوی ده ؟ هغه وویل : هوکي ! ماشوم ورته وویل : هو دا زماپلار دی خو دی له ماسره لمانځه ته نه ځي ، استاد یې پلار ته کیسه وکړه اوپلاریې په هماغه مکتب کې توبه وایستله اوپه جمعه دلمانځه کولو ژمنه یې وکړه .

لمونځ داسلام ستر رکن اوخورا مهم عبادت ده ، رسول الله صلی الله علیه وسلم دوفات په مهال وروستی خبره همدا کړې وه چې لمونځ مه پریږدﺉ اوله غلامانو سره پام کوﺉ ، (الصلوة وماملکت ایمانکم) زموږ ځیني ځوانان داسې شته چې هغوی په لمانځه کې سستي کوې اویایې په جمعه سره نه کوې په جمعه دلمانځه کول لازمي او واجبي امر ده که یوڅوک په لمانځه کې سستي وکړې بل یودیني کار هم سم نشې ترسره کولی . الله دي موږ ټولوته په سمه طریقه دلمانځه داداکولو توفیق راکړي .

يادونه : دلته یوه یادونه مهمه بولو او هغه دا چې دا تیر دری عملونه چې ګناهونه تویوونکي دي دا د وړو ګناهونو تویوونکي دي نه د لویو ګناهونو د لویو ګناهونو له پاره مخلصانه توبه اوبیرته نه ورګرځیدل لازمي ده لکه په قران کریم کې چې راغلې دي ، که تاسو له هغو لویو ګناهونو پرهیز وکړﺉ چې ورنه منعه کړل شوې یئ نو ستاسو ګناهونه به ختم او وبښو او ښه ځای ته به مو داخل کړو . إِن تَجْتَنِبُواْ كَبَآئِرَ مَا تُنْهَوْنَ عَنْهُ نُكَفِّرْ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَنُدْخِلْكُم مُّدْخَلاً كَرِيمًا . سورة النساء(31) .

په حدیث کې راغلې دي ، پنځه لمنځونه او جمعه تر بلې جمعې پوري ، او روژه له بلې روژې پوري ، د دوی په منځ کې د ګناهونو تویه وونکي دي ترڅو یې چې له لویو ګناهونو ځان ژغورلی وي ، الصلوات الخمس، والجمعة إلى الجمعة، ورمضان إلى رمضان، مكفرات ما بينهن إذا اجتنبت الكبائر . رواه مسلم.

امام قتاده رحمه الله د ګناهونو بښونکو عملونو په باره کې وایې چې له دې ګناهونو نه واړه ګناهونه مراد دي ، او چې له لویو ګناهونو یې ځان ژغورلی وي ، عبدالله بن عمر رضي الله عنهما یوه سړي ته وویل : ایا ته اورته له لویدلو ویریږې او جنت ته ننوتل خوند درکوي ؟ هغه وویل : هو ، ابن عمر ورته وویل : له مور سره دي ښه کوه ، په خدای مې دي قسم وي که هغې ته نرمې خبرې وکړې او هغې ته ډوډۍ ورکړې ته به خامخا جنت ته داخل شې خو چې له لویو ګناهونودي ځان ژغورلی وي . قال ابن عمر لرجل: “أتخاف النار أن تدخلها، وتحب الجنة أن تدخلها؟ قال: نعم، قال: بر أمك، فوالله لئن ألنت لها الكلام، وأطعمتها الطعام؛ لتدخلن الجنة ما اجتنبت الكبائر”. جامع العلوم والحكم، صـ(170) لابن رجب.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د