نړۍ

په تېرو پنځو کلونو کې شپږ لکه هندي اتباعو د هند تابعیت پريښې دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د هند د کورنیو چارو وزارت د دغه هیواد مشرانو جرګې (سنا) ته ویلي دي په تېرو پنځو کلونو کې شپږ لکه هندي اتباع د دغه هیواد تابعیت پريښې دی.

د هند کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د ۲۰۲۱ز کال د ستمبر تر پايه پورې ټولټال ۳۰،۱۱۱،۲۸۷ (دیرش میلیونه یو لک یوولس زره دوه سوه اوه اتیا) هندي اتباعو د دغه هیواد تابعیت پريښې دی.

که څه هم د تابعیت د پرېښودو لپاره لازمه داده چې متقاضي د تابعیت پرېښودلو لپاره وجوهات څرګند کړي خو د هند کورنیو چارو وزارت بیا په دې اړه چې دغه هندیانو ولې تابعیت پرېښی دی وضاحت نه دی ورکړی.

د هند کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې په ۲۰۱۷ز کال کې ۱۳۳،۰۴۹ کسانو، ۲۰۱۸ز کال کې ۱۳۴،۵۶۱ کسانو او په ۲۰۱۹ز کال کې ۱۳۴،۵۶۱ کسانو، په ۲۰۲۰ز کال کې ۸۵،۲۴۸ کسانو او د ۲۰۲۱ز کال د ستمبر تر پایه ۱۱۱،۲۸۷ کسانو هندي تابعیت پرېښې دی.

هند تر چین وروسته یو له هغه هیوادونو دی چې لوی سرمایه دار يې دغه هیواد پریږدي. یواځې په ۲۰۱۹ز کال تر ۷زره پورې سرمایه دار هندي اتباعو هند پرېښې و.

د غربي بنګال د ماليې ایالت وزیر ویلي وو چې د ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۲۰ز کال پورې ۳۵،۰۰۰ لویو تجاراتو هند پريښی دی.

د یادونې وړ ده چې په یاده موده کې یواځې ۱۰،۶۴۵ کسانو هندي تابعیت ته اسناد جمع کړي چې له منځه یې ۷۷۸۲ پاکستاني او ۴۵۲ هغه کسان دي چې هيڅ تابعیت نه لري.

خو هند بیا په تېرو پنځو کلونو کې ۴،۱۷۷ کسانو ته هندي تابعیت ورکړی دی.

هند په دومره لوی شمېر د تابعیت د پرېښودلو راپور په داسې حال کې ورکول کیږي چې د ملګرو ملتونو لپاره د انتخاب شوي ځانګړي استازي د یوې هندي رسنۍ د دغې پوښتنې په ځواب کې چې ولې په دومره لوی تعداد خلک له افغانستان وځي ویلي وو چې که یوه الوتکه د دهلي په هوايي ډګر کې د څو ساعتونو لپاره ودرول شي، لسګونه زره هندي اتباع به منډې ور ووهي څو امریکا ته ولاړ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx