افغانستاننړۍ

هندي رسنۍ: هند په افغانستان کې د سفارت په بېرته خلاصولو غور کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): «د هندوThe Hindu » مشهوره هندي ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي دي چې هند هم په افغانستان کې د ديپلوماتیک حضور ساتلو  غور کوي.

هندو ورځپاڼې لیکلي دي چې عربي اماراتو په نومبر کې خپل سفارت بېرته خلاص کړ او حاضره چین، روسيه، ایران، پاکستان، قطر، ترکیه، ترکمنستان او ازبکستان هیوادونه په افغانستان کې خپل سفارتونه خلاص پريښي دي. همدا راز امریکا له قطر سره یوې هوکړې ته ورسېد څو د دغه هیواد سفارت د «امریکا د ګټو» په نوم یوه څانګه خلاصه کړي او قونسلي چارې مخته ویسي.

تېره ورځ سعودي هم سفارت خلاص کړ او جاپان هم په پام کې لري چې په کابل کې خپل سفارت بېرته خلاص کړي.

همدا راز اروپايي اتحادیه او جرمني هم په نیږدې اینده کې خپل استازولۍ ممکن خلاصې کړي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې هند دغه پرمختګونه له نیږدې څاري او بیا به تصمیم نیسي چې څه وکړي.

هندو ورځپاڼې ته ځينو لوړ پوړو چارواکو ویلي دي چې د هند حکومت حاضره په دې اړه تر دې دمه نه دی قانع چې په افغانستان کې خپل سفارت بېرته خلاص کړي خو په دې بحثونه کوي چې د افغانستان په تړاو د هند ستراتيژي به څه وي.

هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې حضور درلودل د رسمیت پيژندنې په معنا نه ده، رسمي حضور درلودل محض په دې معنا دې چې هلته خپل خلک ولري څو له نوي رژیم سره تعامل وکړي او هم له خلکو سره تعامل دوام پیدا کړي.

هند د اګست پر پنځلسمه خپل سفارت په افغانستان کې وتړلو او حاضره یې افغان حکومت ساتي. د هندو ورځپاڼې لیکلي دي چې د هند سفارت تړل شوی دی او هيڅ ډول زیان ورته نه دی رسیدلی.

یادې ورځپاڼې د هندي چارواکو له قوله لیکلي دي چې په افغانستان کې د هند سفارت د بیا خلاصولو لپاره پر څو انتخابونه موجود دي چې یو یې هم د ملګرو ملتونو په انګړ کې له یوه ټیم سره کار کول، یا افغان محلي کارمندانو له لارې کارونه مخته وړل او یا هم لږ ديپلوماتان او امنیتي کارمندان سفارت ته لیږل دي.

دوی زیاته کړې چې هند تر ډيره دې ته منتظر دی چې د دوی نور ملګري دولتونه لکه امریکا او اروپايي اتحادیه څه کوي او د هغوی تر تصمیم نیولو وروسته به هند هم خپل تصمیم نیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx