ورزش

راشد خان ومنله د حیدر اباد لوبډلې سره یې لارې جدا شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): په هند غوره لیګ کې د سنرایزرز حیدراباد لوبډلې او راشد خان ترمنځ د پردې تر شا خبرې بې پایلې پای ته رسېدلي چې بالاخره راشد خان د ساتونکو لوبغاړو له لیست څخه ویستل شوی دی.

هندي رسنیو داسې راپورونه ورکړي چې له مخې یې راشد خان د یادې لوبډلې سره غوښتل د ساتونکو لوبغاړو په لیست کې د لومړي لوبغاړي په حیث شامل شي او بیه یې هم لوړه کړي، خو د سنرایزرز لوبډلې کین ویلیمسن د لومړي لوبغاړي په حیث انتخاب کړی و.

وړمه ورځ د هند غوره لیګ د لوبغاړو د ساتلو ناسته ترسره شوه چې زیاتو لوبډلو خپل پخواني لوبغاړي له ځان سره وساتل، او ځینو په لوبډله کې د ژور بدلون لپاره خپل تکړه لوبغاړي پریښودل.

راشد خان یو له پریښودونکو لوبغاړو څخه دی چې سنرایزرز لوبډلې سره تړون ته له نه رسېدو وروسته ممکن د راتلونکي کال هند غوره لیګ لپاره بولۍ ته وړاندې شي.

د راشد خان پریښودل هندي مبصرینو او نړیوالو ته د حیرانتیا وړ و چې هره لوبډله د هغه په څېر لوبغاړي له ځان سره لرل غواړي، هغه په نړیواله کچه منونکی او د شل اوریزو لوبو سپیشلست لوبغاړی دی.

یو شمېر راپورونه وایي چې راشد خان د سنرایزرز لوبډلې سره د ۸۰ ملیونو پرځای د ۱۶۰ ملیونه هندي کالدارو په سر تړون غوښتنه کوله، خو یادې لوبډلې هغه ته د ۱۲۰ ملیونه هندۍ روپيو وروستی وړاندیز کړی و، چې په پای کې دواړه لوبډلې توافق ته ونه رسېدې.

سنرایزرز لوبډلې کین ویلیمسن د ۱۴۰ ملیونه هندۍ کالدارو په بدل کې وساته، دغه راز یې آلراونډر لوبغاړی عبد الصمد او ځوان چټک توپ اچونکی عُمران ملک له ځان سره وساتل.

راشد خان پر خپله ټویټر پاڼه ددې خبر تایید کړی چې راتلونکي کال به د یادې لوبډلې سره نه لوبیږي او د نوي چیلنج سره به مخ کیږي.

هغه د یادې لوبډلې، مینوالو او کارکوونکو څخه مننه کړې او زیاتوي، «دا د سنرایزرز حیدراباد لوبډلې سره یو په زړه پورې سفر و، ستاسې د ټولو ملاتړ، مینې او پر ما باور کولو څخه مننه».

راشد خان لومړی لوبغاړی نه دی چې د سنرایزرز لوبډلې سره لارې جدا کوي، له دې وړاندې استرلیاوي ډیویډ وارنر او انګلستاني جوني بیرسټو هم د یادې لوبډلې سره مخه ښه کړې ده.

سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې په ۲۰۱۶م کال کې د هند غوره لیګ اتلولي خپله کړې چې له هغې وروسته ونه توانېدل دغه جام راوړي، او په ځانګړي توګه تېر دوه پړاوه ددوی لپاره تر ټولو ناکامه او زړه ماتونکي و.

بل لوري ته په هند غوره لیګ کې دوه نوې لوبډلې شاملې شوي چې د لکنو او احمد اباد ښارونو په نومونو دي. په دې سره د هند غوره لیګ ټولې لوبې لس شوې چې راتلونکي پړاو لوبې به یې هم د نورو په پرتله مختلفې وي.

د ټولنیزو رسنیو معلومات ښيي چې د لکنو لوبډلې راشد خان ته د ۱۶۰ ملیونه هندي کالدارو وړاندیز کړی دی چې هغه هم په دغه وړاندیز خوښي ښودلې ده، او غواړي خپل راتلونکي چلینج سره مخامخ شي.

د آی پي ایل د قانون له مخې د راتلونکي لیګ بولي څخه وړاندې به یادې دوه لوبډلې د درې لوبغاړو اخیستنې حقوق ولري، چې ممکن د لکنو لوبډله د کی ایل راهول او راشد خان خدمتونه ترلاسه کړي.

د یادونې ده چې راشد خان په هند غوره لیګ کې د سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې په ګټه ۷۶ لوبې ترسره کړي، او ۹۳ ویکټې یې اخیستې دي، چې تر ټولو غوره لوبه یې د ۷ منډو په بدل کې ۳ ویکټې اخستل دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx