ټکنالوژي

ریډمي شرکت د مناسبې بیې ځانګړی ځيرک موبایل وړاندې کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د شیاومي چینایي برانډ ماتحت ریډمي شرکت وایي چې د مناسبې بیې په فایو جي ټکنالوژي سمبال ځیرک موبایل یې وړاندې کړی دی.

دغه شرکت د (ریډمي نوټ ۱۱ ټي) په نوم نوی موبایل وړاندې کړی چې د همدې شرکت تېر کال ریډمي نوټ ۱۰ ټي نوې نسخه ده او تر ډیرې اندازې د سامسنګ نوټ ۱۱ موبایل ته ورته دی.

د ریډمي نوټ ۱۱ ټي فایو جي ځانګړتیاوې او بیه:

دغه موبایل کې د ۶.۶ انچه د ۹۰ هرټرز ریفریش ریټ سره ډیسپلی ورکړل شوې ده.

د موبایل په داخل کې د میډیا ټیک شرکت ډیمینسټي ۵۱۰ پراسیسر ځای پرځای شوی، چې ورسره د ۶ او ۸ جي بي ریم سره د ۶۴ او ۱۲۸ جي بي حافظه هم ورکړل شوې ده.

د شرکت په وینا، دغه موبایل ددې وړتیا هم لري چې اضافي ۳ جي بي ریم له ځانګړې لارې د مجازي ریم په نوم چمتو او ورځای شي. یعنې تاسې کولی شي ددغه موبایل ریم ۹ یا ۱۲ جي بي ته پورته کړئ.

د موبایل بیترۍ په اړه شرکت وایي، ۵۰۰۰ ملي امپیره بیتري لري چې د یو ایس بي دریم ټایپ په واسطې سره د ۳۳ واټه چټک چارجولو ملاتړ ورکړل شوی دی.

شاخوا ته دوه کامرې لري چې یوه یې ۵۰ میګا پېکسله او دوهمه یې ۸ میګا پېکسله د پراخې زاویې لپاره ځای پرځای شوې ده. د سیلفي ۱۶ میګا پېکسله کامره یې په سکرین کې دننه ورکړل شوې ده.

دوه سیم کارتونه خوري چې د پنځم نسل 5G ټکنالوژي ملاتړ هم کولی شي. دغه راز د لوړ او ښه اواز لپاره دوه سپیکرونه لري.

ریډمي شرکت وایي چې دا موبایل به لومړی د دیسمبر په ۷مه نېټه د هند په بازارونو کې د خرڅلاو لپاره وړاندې شي، خو تر دې دمه نه دي ویل شوي چې په نورو هېوادونه به کله لاس رسی ولري.

د ۶ جي بي ریم او ۶۴ جي بي حافظې موبایل بیه ۲۲۶ امریکایي ډالره چې (۲۱ زره ۷۰۰ شاوخوا افغانۍ کیږي) ایښودل شوې، او د ۶ جي بي او ۱۲۸ جي بي حافظه لرونکي موبایل بیه ۲۴۰ ډالره چې (شاوخوا ۲۳ او ۱۰۰ افغانۍ کیږي) اټکل شوې ده.

دغه راز د ۸ جي بي ریم او ۱۲۸ جي بي حافظه لرونکي موبایل بیه ۲۶۶ امریکایي ډالره ایښودل شوې ده، چې اوسمهال ۲۵ نیم زره شاوخوا افغانۍ سره برابریږي.

ریډمي شرکت په چین کې د یاد موبایل دوه نورې نسخې هم وړاندې کړې چې ریډمي نوټ ۱۱ پرو او ریډمي نوټ ۱۱ پرو فایو جي دي، چې بازار ته د راوتلو اعلان یې وروسته اټکل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x