روغتیا

پاکستان کې پر عامو خلکو د کرونا ضد واکسین اجباري کیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د پاکستان کرونا ضد ملي عملیاتو مرکز (NCOC) پر هغو کسانو چې د کرونا ضد واکسین یې نه دي تطبیق کړي د اجباري تطبیقېدو پریکړه کړې ده.

د یاد مرکز مشر اسد عمر ویلي چې د کرونا نوې بڼې اومیکرون د مخنیوي په خاطر یې دغه پریکړه کړې او ځای پر ځای به هغو کسانو ته چې واکسین یې نه وي کړي واکسین تطبیقیږي.

د جیو نیوز د راپور له مخې د پاکستان وفاقي وزیر اسد عمر په مشرۍ په دې ړاو د ان سي او سي ناسته ترسره شوه چې په کې د هېواد په کچه واکسین او د کووید-۱۹ ناروغۍ نوې بڼه اومیکرون په نظر کې ونېول شول.

ددغې غونډې په ګډه پریکړه کې ویل شوي چې په دې تړاو به د (Zero tolerance) پالیسي خپله شي، چې له مخې به یې په عامو ځایونو کې د کرونا ضد واکسین لپاره مرکزونه پرانیستل شي.

له دې وړاندې د پاکستان روغتیا وزارت او یاد مرکز په اوږدو لارو د مسافرو لپاره د واکسین تطبیقولو مرکزونه پرانیستي وو، او هغه داخلي او بهرني کسان چې واکسین یې نه وي تطبیق کړي ځای پر ځای واکسینوي، خو اوس یې په عامه ځایونو کې لکه بازار او داسې نور د واکسین تطبیقولو پریکړه هم کړې ده.

د پاکستان د روغتیا وزارت مشرتابه وایي چې تر اوسه پاکستان کې د کرونا نوې بڼې نښې نه دي موندل شوي، خو په دې تړاو په سند ایالت کې یو شمېر محدودیتونه وضع شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د کرونا اومیکرون بڼه د تېرو هغو په پرتله زیاته خپرېدونکې او خطرناکه ده چې د یوه بل ناورین رامنځته کولو خطر موندل کېدلی شي.

یاد سازمان که څه هم منلې چې د یادې بڼې په اړه بشپړ معلومات نه دي ترلاسه شوي چې څومره ژر خپریږي، خو داسې اټکل کیږي دغه ناروغي د کرونا ضد واکسینو اغیز هم راکموي، چې د مخنیوي لپاره یې باید هېوادونه کار ته لاس په سر شي.

د کووید-۱۹ ناروغۍ اومیکرون بڼه په یو شمېر افریقایي او اروپایي هېوادونو کې خپره شوې چې تر دې دمه یې لسګونه پېښې ثبت شوي دي. ددغې ویروس لومړۍ پېښې په سعودي عربستان او جاپان هېوادونو کې هم ثبتې شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx