افغانستان

ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ؛ د اعتبارلیکونو کمېټه پرې نن پریکړه کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د ملګرو ملتونو د اعتبارلیکونو کمېټه نن چهارشنبه په دغه سازمان کې د افغانستان او میانمار د نویو استازو په اړه پریکړه کوي.

سرپرست افغان حکومت څه موده وړاندې سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي سفیر په توګه ټاکلی دی.

خو د عمومي اسامبلې د اصولو له مخې د افغانستان د نوي دایمي سفیر په توګه ټاکل کیدل باید د اعتبار لیکونو اړوند کمېټې له خوا تایید شي.

د دغې کمېټې غړي هیوادونه امریکا، روسیه، چین، باهماس، بوتان، چیلي، نمیبیا، سري لیون او سویډن دي. دغه کمېټه به نن چهارشنبه  د ملګرو ملتونو په عمومي مقر کې د ۱۹۳ دولتونو استازو اعتبار لیکونه و ارزوي او بیا به یې د روان کال تر پایه ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته راپور ورکړي.

رويټرز ته ځينو ديپلوماتانو ویلي دي چې یاده کمېټه په دودیزه ډول پریکړې په اتفاق د اراو سره کوي او سږ کال به د افغانستان او میانمار په اړه پریکړه به وځنډول شي.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان او میانمار اوسني استازي به په خپلو څوکیو پاتې کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

ملګرو ملتونو اداره د امريکا د نظام په شمول د دايمي غړو لکه روسيه، برطانيه، چين، فرانسى د واک او اختیار لاندې ده. خپلواکي نه لري. نو همدا لامل دئ چي واړو هېوادونو ته د احترام په سترګه نه کتل کیږي او يوازې د خپلو ګټو په بنا فيصلې کوي. د همدغه مقر واړه هيوادونه اشغال کيږى.

طوطی

تر هغو چی طالبان سړی نشی، د ښځو تعلیم، هدفی وژنی، بیرغ ته سپکاوی، د اسلحو قاچاق، حکومت ټول ملایانو ته سپارل…. تر څو چی دا اصلاحات را منځ ته نشی په والله که خو شاهین پر هغی چوکی کینوې. د ملل متحد چوکی د هغو کسانو لپاره ده چی له دنیاوالو سره تعامل کولی شی. بیا هم وایم په والله کی یی درکړی.

Karwan

تا رذيل خو پخوا هم قسمونه خوړل، چه په ژوند کي به هم طالبان ارگ ته لاره پيدا نکړي!
اما څه فيصله چه الله ج کوي، دهغه مخه ځوک نشي نيولي!! الله به هر څه سم کړي اما دطوطي به بيا مخ تر ابده توروي. صبر کوه وخت بدي راشي!!
کاروان

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x