نړۍ

د سعودي مفتي: اسرائیل باندي لعنت ویل حرام دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۱۳مه، ۱۳۹۳): د سعودي یوه مفتي په یوه تازه فتوا کې ویلي چې په اسرائیل باندي لعنت ویل حرام دي، چې له کبله یې په ټولنیزو پاڼو او عامو مجالسو کې تاوده بحثونه او مخالفتونه را پارولي دي.
دغه سعودي مفتي چې د صالح الفوزان په نامه نومیږي، د سعودي د مشهورو علماو څخه شمېرل کیږي.

نومړي ویلي چې اسرائیل په اصل کې د یعقوب علیه السلام نوم دی، چي د الله جل جلاله نبي دی، او ټول مسلمانان باندي ایمان لري، او پر اسرائیل لعنت ویل په اصل کې په یو نبي لعنت ویل دي، چې حرام دي.

د نوموړي ددې فتوا سره مخالفینو په ټویټر کې دا فتوا په پراخه کچه رد کړې، او ویلي چې هر څه په نیت پوري تړلي، مونږ چې په اسرائیلو لعنت وایو ، نو مطلب مو د یهودانو هغه هیواد دی چې دوی ورته اسرائیل واي.

خو د سعودي د مفتي خواخوږو بیا ویلي چې باید لعنت په یهودو وویل شي، نه په اسرائیل، او زیاته کړې چې ددغه فتوا مخالفینو لپاره په اصل کې دا خبره نوې بریښي چې اسرائیل د یو نبي نوم هم کېدلای سي.

د خبرپاڼي څخه په مننه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قاري سعيدخوستئ

همداسي ده چي اسرائيل د يعقوب ع نوم دى خو دمفتي فتوى په دي حساسو حالاتو كي ددي دجالي مفتيانو شكل واضحوي
الله دي دده مواخذه په سخت عذاب سره وكري

KkK

ورونو هغوی ځانو ته اسرائيل وايې، موږ بايد هيڅکله هغوی ته په اسرائيليت اعتراف ونکړو
بلکې هغوی يهود دي، الله تعالی ورته يهود ويلي….
د سعودي شيخانو کې صالح الفوزان زه پيژنم او نورو کې ډېر سم سړی دی…
همدې شيبو کې رسنی هم بايد د ((اسرائيل)) نوم حذف او د ((يهودو لخوا اشغال شوی فلسطين)) ياد کړای شي.

zarifi

دلته بني اسراېیل اراده دي

zarifi

کله چي ویل کیږي اسراېلو پر غزه بمبار وکړ /نو له مفتي نه دا پوښتنه کوم چي دلته خو دجمعې صیغه (اسراېلو) ذکر شوې نو دلته یعقوب علیه السلام اراده دۍ او که دغه ناخلف او بې حیا ظالم ټبر ؟

حضرت امین علم

ګرانو دوستان سلامونه او نیکی هیلی مو ومنی

مونږ د یو قوم توهین هم نه کوو چی مسلمان وی
نور هر څوک چی د اسلام خلاف وی او د مسلمانانو وینی تویه وی او په مسلمانانو ظلمونه کوی او د مسلملنانانو دښمنانو ته په ښه نظر ګوری هغه که مسلمان هم په هره اندازه چی علم او پوه ولری مونږ یی توهینو ( دبلعوم باعورا واقعه د موسی ع په وخت کښی په یاد ولری )
قرآنکریم د هر وخت د ظالم په مقابل کښی جهاد اعلان کړی دی او دا جهاد د محشر د ورځی پوری جاری

فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط په قرآن کريم کي د اسرايلو او يهودو دواړه نومونه راغلي دي . لکه چي الله پاک فرمايی : (( يابني اسرائيل )) او (( و لن ترضی عنک اليهود )). د سعودي د مفتي او د هغه د پلويانو جواب . ۱- د محمد بن سلمان د اقتدار مخکي هم دا مفتي صاحب په سعودي عربستان کي موجود ؤ ، که د ده فتوای د اسلام د مبارک دين او مسلمانانو سره په ټکر کي نه وي ، هغه وخت ولي نوموړي مزدور او دين فروشه مفتي دا فتوای نه صادرول . ۲- کله… نور لوستل »

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x