ورزش

شان ټيټ د افغان لوبډلې چټک توپ اچونې مشاور روزونکي په حیث له دندې استعفا وکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د چټک توپ اچونې مشاور روزونکي استرلیاوي شان ټيټ په سمدستي توګه له خپلې دندې استعفا وکړه.

شان ټيټ په داسې حال کې د استعفا اعلان وکړ چې وړمه ورځ د ملي لوبډلې مشر روزونکي لانس کلوزنر هم افغان لوبډلې سره د تړون نه غځولو پریکړه وکړه.

۳۸ کلن شان ټيټ که څه د استعفا لامل نه دی په ډاګه کړی خو له دې وړاندې هغه د هند یوې کورنۍ لوبډلې سره هم تړون لاسلیک کړی و چې په وینا یې د افغان کرکټ بورډ سره د ژمنو پر اساس به د هغې لوبډلې سره وي.

شان ټيټ په یوه کوچنۍ اعلامیه کې د خپلې استعفا په اړه وایي، «د چټک توپ اچونې روزونکي په حیث مې د افغان لوبډلې سره او په ځانګړي توګه د ځوان توپ اچونکو سره ښه وخت تېر کړ،  چې زما په نظر یو ښه راتلونکی لري».

شان ټيټ چې د استرلیا د دوهمې درجې تصدیق شوی روزونکی دی، د شل اوریز نړیوال جام څخه وړاندې په اګست میاشت کې د افغان کرکټ بورډ له لوري د چټک توپ اچونې د مشاور روزونکي په حیث د پنځو میاشتو لپاره تړون وکړ، چې د دیسمبر تر ۳۱مې نیټې به دوام وکړي.

د شان ټيټ په دوره کې افغان لوبډلې د شل اوریز نړیوال جام سیالۍ ۷ سیالۍ ترسره کړې چې دوه تمریناتي او ۵ رسمي لوبې وې، په یادو لوبو کې افغان لوبډلې درې وګټلې او په څلورو کې یې ماتې ومنله.

د یادونې ده چې دوه ورځې وړاندې د ملي لوبډلې مشر روزونکي لانس کلوزنر هم افغان لوبډلې سره د تړون نه غځولو خبر ورکړی و، چې د افغان کرکټ بورډ په وینا د تړون نه غځولو پریکړه د ګډې او دوه اړخیز تفاهم له مخې وشوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx