افغانستان

د امریکا په ګډون د ۱۵ هېوادونو سفیرانو په افغانستان کې امنیتي او سیاسي پرمختګونه وستایل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د امریکا، جرمني، جاپان، ایټالیان او اروپايي اتحادیې په ګډون د ۱۵ هېوادونو سفیرانو په دوحه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر سره په لیدنه کې د افغانستان امنیتي او سیاسي پرمختګونه وستایل او هېواد سره یې د بشري او روغتیايي مرستو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، په نننۍ ناسته کې د هېواد په امنیتي، بشري، اقتصادي، سیاسي او روغتیايي موضوعاتو خبرې او بحثونه وشول.

نوموړی زیاتوي، د ناستې برخه والو په افغانستان کې د امنیتي او سیاسي پرمختګونو د ستایلو ترڅنګ وویل چې باید افغانستان سره بشري او روغتیايي مرستې وشي او ستونزې باید د همکارۍ له لارې حل شي.

په دغه مهال د افغانستان اسلامي امارت پلاوي له خپل اړخه دغو سفیرانو ته د امنیت ډاډ ورکړ او د حقیقتونو له نږدې څخه د لیدلو لپاره یې له ټولو هېوادونو غوښتنه وکړه چې باید په کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي او دا کار به د مثبتو اړیکو د نوي پرانیستلو کې مرستندویه ثابت شي.

د دوحې په نننۍ ناسته کې د ۱ـ امریکا، ۲ـ جرمني ۳ـ کاناډا ۴ـ فنلنډ، ۵ـ نیوزیلنډ، ۶ـ ایټالیا، ۷ـ جنوبي کوریا، ۸ـ اروپایي اتحادیې کمیشنرۍ، ۹ـ هسپانیې، ۱۰ـ ناروې، ۱۱ـ سویډن، ۱۲ـ نیدرلنډ، ۱۳ـ استرالیا، ۱۴ـ انګلینډ، ۱۵ـ جاپان په ګډون د پنځلسو هېوادونو سفیرانو برخه اخیستې وه.

باید وویل شي چې له کابو یوې اونۍ راپدېخوا د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په ګډون لوړ پوړی افغان پلاوی قطر هېواد ته تللی او هلته یې د کوربه هېواد او امریکا په ګډون د ګڼو هېوادونو له استازو او وزیرانو سره ناستې ترسره کړي، چې د خبرو اجنډا یې ترډیره بریده د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په آزادېدو او افغانستان ته د بشري مرستو لپاره د رسمیت پېژندو موضوعاتو باندې څرخېدله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

بیانو ولی طالب حکومت په رسمیت نه پیژنی؟ دا ځکه: -چی طالبانو د نجونو مکتبونه بند کړی او ښځی کار ته نه پریږدی. خوسی وغدی ور کوی خو عمل پری نشته. -د مامورینو او معلمانو معاشونه یی لا تر اوسه ندی ورکړی. -حکومت کی یی ټول له یوه سره بی مسلکه ملایان پر غټو چوکیو ګمارلی چی خبری یی ندی زده. -هدفی وژنی، د پاکستان د پولیسو په شان د خلکو ورکیدا او تری تم کول نن سبا یو عادی کار ګرځیدلی. -هر طالب پر خپل سر وهل او ټکول کوی، خصوصآ په کلیو او ولسوالیو کی. -له غریب ولس… نور لوستل »

Lothfullah

افغانستان د نړیوالو ټول هغه قوانین پوره کړې، چی د یو نظام د مشروعیت لپاره اړین دی، دوي باید اسلامي امارت په رسمیت وپژنې.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x