
افغانستان
د یوې تیروتنې له امله افغان او ایراني پوله ساتو ځواکونو نښته کړې
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): افغان او ایراني چارواکي وايي، د یوې تیروتنې له امله د دواړو هېوادونو د پوله ساتو ځواکونو نن د چهارشنبې په ورځ نښته رامنځته شوې ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند احمدالله وثیق په یو وضاحتي ټویټ کې ویلي، دا نښته د نمیروز ولایت په کنګ ولسوالۍ کې رامنځته شوې، چې نن ماښام پای ته رسېدلې او دواړو غاړو ته کوم خاص تلفات نه دي اووښتي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیبزاده هم تایید کړې چې د یوې تیروتنې له امله افغان او ایراني پوله ساتو ځواکونو نښته کړې، چې په خبره یې د پولې دواړو غاړو چارواکو ترمنځ د خبرو اترو پایله کې ستونزه مدیریت او نښته هم پای ته رسېدلې ده.
پاکستان دیر کوشش کوی چی د طالبانو رواربط د تولو همسایه ګانو سره خراب کری تر سو طالبانو سیاسی او اقتصادی تکیه یوازی پر پاکستان شی. طالبان دی کوشش وکری چی په سرحداتو کی د ملی منافعو واقعی ساتوونکی مشران وګماری. پام چی د پاکستان په قول، وعده، خبره، لیکنه او عمل باور ونه کری. د پاکستان اصلی روزونکی انګریزان دی د فوج مشران یی مستقیما فرمان د انګلستان خخه اخلی نو دوی په اصل کی ګواکی انګریز دی زکه اساس یی هم یو ارمونی انګریز جناح ایشی دی