افغانستان

اسلامي امارت په هېواد کې «پیاوړې» او «خپلواکې» اردو جوړلو ته ژمن دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰ لیندۍ، ۱۴۰۰): د افغانستان اسلامي امارت په هېواد کې د پیاوړې او خپلواکې اردو جوړلو ته کلک هوډ لري.

دا څرګندونې د افغانستان د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت نن د چهارشنبې په ورځ په پکتیا ولایت کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو په مقر کې د ۴۵۰ تنو تازه روزل شوو سرتیرو د فراغت غونډې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته کړي او زیاته کړې یې ده چې ورځ تر بلې د ښوونې او روزنې له پلوه د اسلامي امارت لیکې د تنظیم په حال کې دي.

قاري فصیح الدین فطرت په منصوري قول اردو کې
قاري فصیح الدین فطرت په منصوري قول اردو کې

لوی درستیز د تازه فارغ شوو سرتیرو پوځې روزنې ته په اشارې ویلي، چې د اسلامي امارت لیکو کې ورځ تر بلې نظم ددې ښکارندوی دی چې مشرتابه د یوې خپلواکې او پیاوړې اردو جوړولو ته ټینګ هوډ لري.

هغه تازه فارغ شوو امنیتي سرتیرو په خطاب کې داسې وویل: « تاسو هغه خلک یاست چې د اسلامي نظام د پایښت لپاره مو خپل ځانونه قربان کړل، تاسو د خلکو او ولس پر وړاندې باعزته یاست،لکه څنګه چې الله ج ددښمن پر وړاندې د بشپړ تیاري امر کړی ، نو د دغه اعداد په برکت سره خپل دښمنان وویروئ.»

قاري فصیح الدین فطرت
قاري فصیح الدین فطرت

باید وویل شي چې د پکتیا ولایت مرکز ګردیز کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو په دویمه او درېیمه سرحدي لوا کې سلګونه امنیتي سرتیري د هېوادوالو د سر، مال او عزت د خوندي کولو په موخه شپه او ورځ په ګزمو بوخت وي، چې له امله یې په یاد ولایت کې امنیتي وضعیت تر بل هروخت ښه شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې د پخواني رژیم پرمهال د پکتیا ولایت مرکز ګردیز کې په رڼا ورځ وسله والو غلاوو او اختطافونو او په ولسوالیو کې به د امریکايي او پخواني رژیم د عسکرو چاپو او هوايي بریدونو له امله د خلکو ژوند سخت تریخ ؤ، چې د اسلامي امارت په راتګ سره په ګردیز ښار او ولسوالیو کې خلکو د آرام ساه اخیستې او په ډاډه فضاء کې خپلې ورځنۍ چارې سرته رسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sayed

دا خو ښه خبره ده، خو نړۍ کې هېڅوک چا ته خوشې او وړيا پيسې نه ورکوي. ان تر دې که سودي پور يې ترې هم اخلې، نو يو ډول سخت شرايط لري. تر ټولو غټه ستونزه به مو په جوړولو کې له ګاونډي سره وي چې هغه په 2001 کې بُش ته په خط کې داسې ليکلي وو: مشرف : بدبختانه چې د افغانستان ځينې روشنفکره افغانانو امريکا ته مشوره ورکړه چې افغانستان ملېشه ځواکونو ته نه، بلکې پوځ ته اړتيا لري. نو هماغه وو چې زموږ په لاس د افغانستان د ړنګول شوې اردو په جوړېدو بيا کار… نور لوستل »

غ.حضرت

زړه می غواړی چی پدې هکله ډیر وږغېږم خو د ځان او ګرانو لوستونکو حوصله کنګل سوې ښکاری. افغانستان غوندی هیواد ” ملی پوځ ” ته هیڅ اړتیا نلری او باید لوی قدرتونه! او ګاونډیان د افغانستان د ارضی او ځمکنی امنیت او ثُبات ضمانت وکړی. تر لوی احمد شاه بابا وروسته زموږ هیواد هیڅکله ملی او صالح پوځ نه دئ درلودلئ. موږ اکثراً هنداری ته ولاړ یو او د ځانو د تسلی لپاره باټی او لافی بادوو خو دا زحمت ځانته نه ورکوو چی څوشېبې د هنداری څخه مخ وګرځوو او د تاریخ ژوندۍ پاڼی مشاهده کړو. زموږ پوځ!… نور لوستل »

غوربندی

حضرت صاحب ستاسو خبرې د تېر معاصر تاریخ کې پر ځای دي. مهمه دا ده چې له تاریخ څخه څرنګه زده کړه وکړو، ؟ دا به زده کړه نه وي چې ووایو زمونږ فوځ بې روحه وو، د وولس د ځپلو ابزار وو نو پس نه یې غواړو، دا ناهیلي او د تاریخ ناخوالو ته تسلیمي ده. زده کړه دا ده چې ووایو، فوځ مو بې روحه وو، په ملي او دیني روحیه به یې روزو،، فوځ مو د وولس د ځپلو ابزار او د اشغالګرو د لاسوهنو تسهیلوونکی وو، دا ځل به یې د چا په خیرات او تربیت… نور لوستل »

Sayed

ښاغلی حضرت، تاسې ډېرې ښې خبرې ته اشاره کړې ده چې : افغانستان غوندی هیواد ” ملی پوځ ” ته هیڅ اړتیا نلری او باید لوی قدرتونه! او ګاونډیان د افغانستان د ارضی او ځمکنی امنیت او ثُبات ضمانت وکړی. دا خو يو ډېر قوي ذهن او د لوړې کچې پوهاوي (ذکاوت) او فعال – پايداره ِغښتلي ناپييلي سياست ته اړتيا لري، خو موږ لا تراوسه له دغې تشې رنځيږو (کړيږو). دا به زموږ لپاره د خوب ليدل وي چې نړيواله ټولنه او ګاونډيان مو د سويس په پله کې وتلي. ښايي چې دا هڅې هم په يو شکل د… نور لوستل »

طوطی

لا پخوا ملا متقی پنجاب ته لیکی چی یوه ضعیفه او وړه اردو به جوړوی. اسلحی او ټانکونه خو هسی ور روان دی. نن سبا هیڅ څه پټیدلی نشی. ټوله شپه موټر روان دی ډک د پاکستان په لور. خو دا خبره می هم واوری چی داعش ښه په درز را راروان دی ټولی هغی وسلی چی تاسی پری تجارت کوی هماغه به ستاسو پر ضد استعمالوی.

Karwan

طوطي حرامزاده،
ته چه دافغانستان له خلکو سره دومره کينه او دوښمني لري او داعيشيانو ته پوره لابي کوي او دشمالي ټلواله دي هم دداعيشيانو سره يوځاي شوه او په افغانستان کي ئي ترور شروع کړي وه او اوس هم ترور کوي، نو ورځه ته هم ورشه، چه طالبان دي بيا په کوم ځاي کي مردار کړي. لعنت د ستا په شير وي، چه ئي تربيه کړي ئي! کاروان
دليکني مسوليت زما په غاړه دي، هيله ده نشر ئي کړي.

حافظ حماد

الله ج دی کامیاب کړی

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x