نړۍ

دپاپ بنیډکټ۱۶ دراتګ په خلاف په مدریډ کي پراخي مظاهري وشوي

pope_benidict6(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۱۸) داسپانیي په پلازمیني مډریډ ښارکی تیره ورځ پرزرګونو خلګو دښارپه مرکزکي دپاپ بنیډکټس شپاړسم دراتګ په خلاف لاریونونه وکړو، لاریون کونکي وایی په داسي حال کي چي اسپانیه له سختو اقتصادي مشکلاتو سره مخ ده ځوانان بی روزګاره دي کارنشته خلګ کورونه نه لري له بلي خوا حکومت دپاپ دراتګ لپاره پراخ ترتیبات نیولی چي په سلګونو ملیونه ډالره یی دنوموړي دراتګ لپار مصرف کړي دي.

تیره ورځ هغه وخت دپولیسو اولاریون کونکو ترمنځ نښتي رامنځ ته شوي کله چي لاریون کونکو غوښتو دښارمرکزي (صول)په نامه سره سیمه ته ځانونه ورسوي اودپاپ دراتګ په خلاف شعارونه ورکړي، ویل کیږي لاریون کونکي پرپولیسو باندي دبوتلو وارونه وکړو اودنښتو له کبله ځاني زیایونونه هم اوښتي دي.

په عین وخت کي پولیسو یو مکسیکي زدکونکي په دي تور توقف کړي چي غوښتو یی دپاپ په خلاف راوتلو خلګو باندي کیمیاوي برید ترسره کړي، پولیس وایی زدکونکي شکمن حرکتونه کول، چي کله دپولیسو له لوري ونیول شو اوپولیسو دنوموړي داوسیدو وداني تلاشی کړه هلته څه داسي کیمیاوي مواد ترلاسه کړل شو چي دزدکونکي له زدکړو سره یی هیڅ تړاو نه درلود.

دپاپ له راتګ څخه مخکي له یوه ملیون څخه زیات وګړي داسپانیی په پلازمینه مډریډ ښارکي دځوانانو دنړیوال جشن دلمانځلو لپاره راټول شوی دي، ویل کیږي ددغه جشن  اخیري مراسم به دپاپ له لوري دراتلونکي یکشنبي په ورځ پای ته رسیږي، اسپانیوي چارواکي وایی پاپ په نن دپنج شنبي په ورځ مډریډ ته راورسیږي چي وروسته ناوخته به دځوانانو دجشن دلمانځونکو له ځینو ډلو سره وګوري.

دپاپ بنیډکت شپارسم دراتګ په خلاف له سلو څخه زیاتو مختلفو ډلو کسانو په مظاهرو لاس پوری کړي دي، له هغو ډلو څخه یوه د (۱۵م) په نامه سره مشهوره ډله ده چي همیشه یی دحکومت دتندو اوسختو سیاستونو مخالفت کړی دی، اوهمدارنګه نوري هغه ډلي چي دعیسویانو دکاتولیک نظام مخالفت کوي برخه اخیستی ده، په هیواد کي دهم جنسو د ودونو دحقوق پالانو ډلي کسانو هم دپاپ په خلاف مظاهرو کي برخه اخیسته ده.

داسپانیی حکومت دمخالفي ډلي (۱۵م) ددفترله لوري په جاري شوی بیانیه کی راغلي مونږته دامهمه نده چي پاپ راځي که نه راځي، ځیني خلګ شته دپاپ راتګ ته خوشحالیږي اوځیني نوریی بیا مخالفت کوي، بلکه مونږته مهم داسپانیی اقتصاد دي په داسي حال کي  چي اسپانیه له سختو اقتصادي ستونځو سره مخ ده په تیرو څو لسیزو کي اسپانیه له داسي بد اقتصادي بحران سره نه  وه مخ شوی، خلګ بی روزګاره شوی دي شرکتونه بند شوی دي اوله بله لوري حکومت سل ملیونه یورو  دپاپ دراتګ لپار پرمراسمو باندي لګوي.

له بلي خواپه مډریډ کی دپاپ دمراسمو دبرابرولو مسئولین وایی دپاپ دراتګ دمراسمو مصارف ټول چي سل ملیونه یورو ته رسیږي دپاپ دمراسمودنیولو دډلي له لوري ورکول کیږي، خومظاهره کونکي بیا دغه خبره نه مني وایی دپاپ ټول مصارف داسپانیی هیواد دخزاني له لوري ورکول کیږي او وایی په داسي حال کي چي په اروپایی ټولني کي یواځي په اسپانیه کي ۲۱په سلوکي خلګ بی کاره دي نوڅرنګه دغه هیواد بیا سل ملیونه یورو یواځي دپاپ دراتګ لپاره مصرفوي.

دیادولو وړ ده چي نړیوال دځوانانو دجشن ولمانځلو ومراسموته چي دتیري سشنبي په ورځ پیل شوی دي ددنیا له ګوټ ګوټ څخه ورته له ۸۰۰ څخه زیات مسیحي ملایان، سترپادریان اودپادریانو مرستیالان راغلي دي.

بخت الرحمن بخت…………. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x