ټولنیزه برخه

د کتابونو ازار

وقايت الله وقار

خلک په چکرو پسې ووځي او له ژونده خوند اخلي، هغوی په ناستو او ولاړو کې تل ددې په هڅه کې وي چې څنګه خپل وخت تېر کړي، ځان ته خوښي ورکړي او د ژوند دغه په اصطلاح يوه ورځ داسې تېره کړي چې د غم او خفګان په نوم پکې څه ونه ويني.

دلته چې څوک دي ټول د انانيت او ځان پالنې په رنځ داسې اخته دي چې اندازه ېې نه شته، ځينو ته خپل ځان دومره مهم دی چې په هر ګام کې چورت وهي او که د خپل ځان په اړه په ښکاره څه ګټه په نظر ورنه شي؛ نو منه که د خير په ډګر کې درسره مزل وکړي.

د ټولنې په منځ کې د ټولنې په درد دردمند کسان ډېر کم دي، دومره کم چې د نورو وګړو په تناسب د دوی ياد هسې دی او سړي ته په دې شرم ورځي چې د يوې لوېې ټولنې په داخل کې څنګه د ګوتو په شمار کسان داسې وشمېرل شي چې يوازې همدوی د ټولنې رنځ ته ځير دي او ددغه رنځ د تداوۍ لپاره لاس په کار دي.

د جسمي ناروغيو معالجين ښه کوي او خدای تعالی دې ېې ښه لري، مګر د هغوی يوه لاسته راوړنه مادي هم ده، مطلب که هغوی په ملت احسان اچوي؛ نو ملت ورته ځواب ورکوی شي چې د خپلو خدمتونو په مقابل کې مونږ ماديات درکوو او تاسو خو په مادي لحاظ پالو، مګر دلته څه خلک داسې هم شته چې هغوی د روحي او رواني ناروغيو معالجې ته کار ويلی دی، دوی که په ټولنه کې په ډاکټرانو مشهور نه دي هم؛ خو ولې داسې کار ته ېې مخه کړې ده چې کېدای شي د طب ډېر متخصصين ېې په وړاندې پاتې راشي.

دغه دردمن خلک د ادب په وسله د حق غږ پورته کوي او په خوږه ژبه او خوږه لهجه د هاغه معنوي ماتې مخه نيسي چې په ټوله کې ټول ملتونه او په ځانګړې توګه زمونږ ټولنه ورسره مخ ده، واقعي اديب هماغه دی چې په داسې امکاناتو سره د مبارزې مزل وهي چې تر مرګ وروسته ېې په اړه دا بحثونه تر هر څه زيات ګرم وي چې ده څنګه وکولای شول چې په دغسې حالت کې هم دومره وياړنې ولري؟

که نور له ښکلي طبيعت، نرمې هوا، خوښۍ او پرمختګ څخه خوند اخلي، مګر اديب دا هر څه په يوه چوکاټ کې رابندوي او وړاندې له دې چې خپله ترې خوند واخلي، دا هر څه خپلې ټولنې ته وړاندې کوي، ګوندې د ځپلې ټولنې کوم فرد ته پکې دوا پيدا شي او شايد کوم مايوسه ترې د هيلې درس واخلي.

د کتابونو انبار چې اديب ورسره ملګري پالي د همدې په خاطر وي چې د هغې له منځه د خپلې ټولنې لپاره داسې عينکې پيدا کړي چې ټولنه پکې ښه زور او زېر سره وګوري او بيا د همدې کتلو په رڼا کې د ټولنې ستونزې تشخيص او حل لارې ورته بيان کړي.

د ادب بازار هلته ګرمېدای شي چې ولسي ويښتابه په دومره درجه کې وي چې د خپلو حقيقي خادمانو او نمايشي خادمانو فرق وکړای شي، حقيقي خادمان تقدير کړي او د نمايشي خادمانو مخه په دومره حکمت سره ونيسي چې له مخې ېې نه يوازې دا چې د چا شخصيت زيانمن نه شي، بلکې په راتلونکي کې د نورو لپاره دا عبرت ورکړي چې د نمايش پر ځای حقيقت ته لومړيتوب ورکړي.

زمونږ په ټولنه کې د ليکوال او اديب ژوند دومره تت دی چې که يو بااحساسه نظر پرې پرېوځي؛ نو بې ځنډه به پرې د اوښکو داسې سخا وکړي چې کېدای شي همدغه نظر به د خپل تر ټولو نږدې دوست په مړينه هم نه وي کړې، دلته د کتاب ليکنه تر نورې نړۍ څو ځلې زياته ستونزمنه ده، دلته غله دي، د ادب غله، داسې غله چې پردۍ ليکنې په خپلو نومونو د خپل بې معنی شهرت لپاره چاپوي او لګيا دي د تجارت او کاروبار بهير ېې پرې مخ په وړاندې درومي، دلته ليکوال دومره څه نه لري چې خپل ورځنی ژوند پرې د عزت په حد کې په برابره اندازه وپالي، پاتې خو لا دا چې په خپل مصرف کتابونه چاپ کړي، دلته د کتاب له ليکلو د کتاب چاپ څو واره سخت دی او د کتاب له چاپه وروسته د کتاب ويستل او په خلکو د هغې لوستنه تر هغې هم ډېره سخته ده.
زمونږ ملت د درېيمې نړۍ ملت دی، مونږ د لومړۍ نړۍ د خلکو په مقابله کې د مبارزې چېغو وهو او ځانونه تورزن ګڼو، مګر زمونږ تعامل د هغې تر ټولو وروستۍ نړۍ نه هم ښکته دی.
يو ملت چې آبادېږي، د اديب او ليکوال په قلم به آبادېږي او دلته چې د اديب او ليکوال ارزښت نه شته؛ نو د قلم به ېې څه وي؟!

دلته چې تر څو پورې دا په زرګونو کتابونه همداسې په تاخچو کې پاتې وي، ولس يوازې دېته خوشاله وي چې په څو بې معنی ليکنو او فلمونو خپل شيرين عمر تېر کړي او اديب او ليکوال يوازې ادبي غلا او يا د کيفيت پر ځای کميت ته پاملرنه کوي؛ نو شونې نه ده چې دا ولس دې په اسانۍ د بيدارۍ له نعمته برخمن شي.

مونږ که د خپل ژوند په مزله کې د خپلوانو، نورو انسانانو او حيواناتو ازار ښه نه ګڼو؛ نو له کتابونو سره د شوي او لا کېدونکي هغه ظلم په طرف هم بايد متوجه شو چې مونږ پرې لګيا وو/ يو.
د کتابونو ازار داسې دی چې کوم ملت پسې شوی دی؛ نو ښه ورځ ېې نه ده ليدلې او نه يوازې دا چې د يوه ژوندي ملت په توګه مطرح شوي نه دي، بلکې مړه شوي او داسې مړه شوي چې د قبر او شناختو درک ېې هم چاته نه لګېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx