
ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ سرپرست حکومت ته ورنه کړل شوه
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د ملګرو ملتونو د اعتبارلیکونو کمېټې په دغه سازمان کې د افغانستان او میانمار نویو حکومتونو ته د څوکۍ ورکولو پریکړه یو ځل بیا وځنډوله.
سرپرست افغان حکومت څه موده وړاندې سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي سفیر په توګه ټاکلی دی.
خو د عمومي اسامبلې د اصولو له مخې د افغانستان د نوي دایمي سفیر په توګه ټاکل کیدل باید د اعتبار لیکونو اړوند کمېټې له خوا تایید شي.
د دغې کمېټې غړي هیوادونه امریکا، روسیه، چین، باهماس، بوتان، چیلي، نمیبیا، سري لیون او سویډن دي. دغه کمېټې پرون چهارشنبه د ملګرو ملتونو په عمومي مقر کې د ۱۹۳ دولتونو استازو اعتبار لیکونه و ارزول.
پرون هم داسې اټکل کېدل چې د اعتبارلیکونو کمېټه به په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ سرپرست حکومت ته ورنه کړي او په دې اړه به پریکړه به وځنډول شي.
د اعتبارلیکونو کمېټې مشر خبریالانو ته ویلي دي چې د افغانستان او میانمار نویو حکومتونو ته د څوکۍ ورکولو مسئله يې ځنډولې ده. هغه په دې اړه له تبصرې کولو ډډه وکړه چې ایا د تېر رژیمونو استازيو ته به دغه څوکۍ ورکول کیږي او که خالي به پاتې کیږي.
د چارو څارونکي وايي چې نړیواله ټولنه د سرپرست افغان حکومت په رسميت پيژندل د فشار د آلې په توګه استفاده کوي څو دوی خپل شرطونه پرې ومني.
د افغانستان اسلامي امارت مجبور ندي چې د دښمنو ملتو نامعقوله غوښتنو ته غاړه کېږدي. مونږ ټوله تکيه بايد په الله ج وکړو او د خپل جايز حق نه ټير نشو. غير اسلامي، افغانى کلتور په ځان مسلط نه کړو. او په خپل اسلامي نظام ټينګ ودريږو او د الله تعالى نه مرسته وغواړو او د خپلو شتو کار واخلو. مننه
د پارسی یو متل دی چی: دستم به آلو نمیرسد، آلو ترش است. محترمه: دا وطن صرف د طالب ندی دلته څلویښت میلونه وګړی ژوند کوی. خلکو شهیدان ورکړی، یتیمان ور په غاړه دی، د میلونونو افغانو هیله دا وه چی د طالبانو په راتلو سره به خپل وطن ته ولاړ سو هغوی اصلاح شوی د حکومت د جوړیدو ظرفیت لری د هغوی په راتلو سره به امن راشی، اختطاف به نوی، قاچاقبری نوی خلک به هوسا ژوند کوی اسلامی عدالت به منځ ته راځی… ولی برعکس هر څه سرچه دی نه عدالت شته، نه امنیت. وسلی او مهمات مو… نور لوستل »