
نړیوال بانک د کنګل شویو مرستو له منځه د ۲۸۰ میلیونه ډالرو پر ورکړې موافقه کړې
نړیوال بانک د کنګل شویو مرستو له منځه د ۲۸۰ میلیونه ډالرو پر ورکړې موافقه کړې
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د نړیوال بانک بورډ پرېکړه وکړه د افغانستان پرمختیايي فنډ له منځه ۲۸۰ میلیونه ډالر دې د بشري مرستې په توګه د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام او یونیسیف ته ولېږدول شي.
نړیوال بانک ویلي دي چې دغه مرستې دې د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام او یونیسیف په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو او خوړو په برخو کې مصرف کړي.
تر دې وړاندې رويټرز خبري اژانس راپور ورکړی و چې نړیوال بانک په دغه بانک کې د افغانستان د بیارغاونې صندوق څخه چې شاوخوا ۱.۲ میلیارده ډالر فنډ پکې پروت دی، ۵۰۰ میلیونه ډالر له بشري ناورین سره د مبارزې لپاره ځانګړې کوي خو د بورډ په غونډه کې یوازې ۲۸۰ میلیونه تایید شول.
رویټرز خبر ي اژانس ویلي دي چې نړیوالو سازمانونو ته د دغه پیسو ليږل ۳۱ ډونر یا مرسته کوونکي هیوادونو تایید ته اړتیا لري.
تمه ده چې دغه ۳۱ هیوادونه به د جمعې په ورځ په دې اړه ناسته وکړي.
افغان اقتصادپوهان وايي چې یوه لویه ستونزه د دغه د پیسو افغانستان ته په داسې شکل لیږدول دي چې د افغانستان مالي ادارې په کې دخیلې نشي چې د امریکا له بندیزونه سره مخ دي.
دوی وايي چې که څه هم امریکا په د خوراکي توکو او درملو په اړه مالي بندیزونه لرې کړي دي خو سربېره پر دې دغه بندیزونه د اساسي توکو عرضه لکه درمل او خوراکي توکي هم له ستونزو سره مخ کړې ده.
د یادونې وړ ده چې نړیوال بانک د «افغانستان د بیا رغونې صندوق» په نوم یو صندوق درلود چې شاوخوا ۳۱ هیوادونو د دغه صندوق سره مالي مرستې کولې او بیا د افغانستان د بیارغونې اړوند پروژو کې استفاده کولې.
د افغانستان د بیا رغونې صندوق کې یو نیم میلیارد ډالر موجود دي چې استفادې لپاره د ۳۱ هیوادونو موافقې ته اړتیا لري.
په تېر کې د نړیوال بانک دغه فنډ به د افغانستان پرمختیايي بودیجې ته انتقالېده او بیا به ترې د ظرفیت لوړونې، بیارغونې پروژې او دولتي کارمندانو ته معاشونه ورکول کیدل.