افغانستان

لوګر: ګډو ځواکونو په څرخ ولسوالۍ کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۶ ملکي وګړي شهیدان کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۱۳مه، ۱۳۹۳): د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د ځانګړو قواوو په عملیاتو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د سیمي اوسیدونکي وايي چې تیره شپه افغاني او بهرني ځواکونو په ګډه د دې ولسوالۍ د ششق قلعه، پنګرام، قله نو، دشت او یو شمېر نورو سیمو کې عملیات وکړل، او د وسلوالو په ګډون یې ۱۶ تنه ولسي وګړي ووژل، او یو شمېر یې نور ټپيان کړل.

بل خوا د څرخ ولسوال ویلي چې وژل شوي کسان ټول طالبان دي، او شمېر یې ۱۱ تنو ته رسیږي، او د هغوی سره په جګړه کې ۱ تن افغان سرتیری هم ووژل شو.
او زیاته یې کړه چې یو شمېر ملکي وګړي هم وژل شوي، خو دا نه معلومه چې د چا په ډزو وژل شوي.

د چرخ ولسوالۍ اوسیدونکي وايي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶ تنه وژل شوي.

یو قومي مشر حاجي بسم الله پژواک خبري اژانس ته ویلي چې وژل شوي کسان اکثره ماشومان، ښځي او سپين ږیري دي، چې د دولتي ځواکونو او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې وژل شوي.

د سیمي اوسیدونکي د امنیتي ځواکونو او بهرنیو ځواکونو هغه ادعاوي په کلکه رد کړي، چې ګواکي په مشترک عملیاتو کې طالبان وژلي، او ویلي چې دوی زمونږ خپل ولس د عربو او پاکستانیانو په نامه وژني.
د بهرام په نامه یو تن وویل چې دغه ځناورو زمونږ نیمی ولس د پاکستاني او عرب په نامه تر تیغ تېر کړ، او زیاته یې کړه چې دوی به هم اوس دغه د غربي وحشیانو په ضد وسله را پورته کوي، او خپل د ماشومانو او ښځو غچ به اخلي.

د خبرپاڼه خبري ویب پاڼي څخه په مننه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x