افغانستان

بهرنیو چارو وزارت ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ «سرپرست افغان حکومت» ته د نه ورکولو په اړه غبرګون ښودلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د اعتبارلیکونو د کمېټې وروستۍ پریکړه چې د اوس لپاره به د افغانستان څوکۍ سرپرست حکومت ته نه ورکول کیږي غبرګون ښودلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي دي چې د ملګرو ملتونو د اعتبارلیکونو کمېټې پریکړه په اصولو او انصاف بنا نه ده ځکه چې د افغان ولس څخه یې مشروع حق اخیستی.

هغه هیله مندي ښودلې چې نېږدې راتلونکي کې به په ملګرو ملتونو کې دا حق د افغانستان د حکومت استازي ته وسپارل شي تر څو  دوی په موثر او ښه ډول د افغانستان د ولس ستونزې حل کړای شي او نړیوالو سره مثبت تعامل ولري.

ملګرو ملتونو د اعتبارلیکونو کمېټې تېره ورځ پریکړه وکړه چې په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ به سرپرست نوي حکومت ته نه ورکول کیږي.

افغان حکومت حاضره سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي په توګه ټاکلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

د ملګرو ملتون دغه پرېکړه داسې غاصبانه ده لکه د امریکې تیر اشغال په افغانستان کې ! چوکۍ نه ورکول یې د افغان ملت سره ظلم دی ! طالبان هر چیرته واکمن دي ، عدالت کوي او داولس اکسریت ترې خوشاله دی ! غله رهزن ټول وتښتیدل میدان خالي ده او چوکۍ هم په م. م کې ددوی ده ، دا عجبه بې منطقي او داسې یو عمل دی لکه د هیواد اشغال ! ملل متحد خوشې په نوم دی واکداري یې د cia په لاس کې ده ! د امریکې غرور په افغانستان کې مات شوی او ضربه یې… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx