نظــر

د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ شخړې عادي موضوعات دي که جدي؟

رحمت الله فیضان

تېره ورځ د افغان او ایراني پوله ساتو ځواکونه تر منځ د نښتو خبرونه ورکړل شول، دا چې قضیه څه وه او د کومې موضوع پر سر دواړه خواوې یو بل ته میل پر میل شول؛ پر دې موضوع به وروسته خبرې وکړو، راځئ وګور چې تر دې وړاندې هم د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ دا ډول شخړې را منځته شوي که نه؟.

په ۱۳۹۰ ھ ش کال کې د نیمروز په پوله د افغان او ایراني ځواکونو تر منځ نښته هغه وخت را منځته شوه چې کله ایراني پوله ساتو ځواکونو غوښتل د افغانستان په خاوره کې د ځان لپاره پاسګاه جوړه کړي، په دغه جګړه کې که څه هم مرګ او ژوبله را منځته نه شوه بیا هم درنې وسلې پکې وکارول شوې، تر دې وړاندې هم د ایران او افغان ځواکونو ترمنځ دا ډول تاو تریخوالی را منځته شوی دی.

په ۱۳۹۴ کې د پکتیا ولایت د برمل پر پوله د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته را منځته شوه چې په دغه نښته کې ۸تنه پاکستاني ساتونکي ووژل شول.

د د غې جګړې د عواملو په برخه کې ویل شوي چې پاکستاني ځواکونه د افغانستان خاورې ته را ننوتي وو.

په ۱۳۹۵ کال کې د تورخم پر پوله د افغان او پاکستاني پولیسو ترمنځ نښته رامنځته شوه چې په دغه نښته کې ۶ تنه پاکستانیان ووژل شول او ۱۲ تنه نور ټپیان شول.

په ۱۳۹۸ کال کې د کنړ پر پوله د پاکستاني او افغاني ساتونکو تر منځ نښته رامنځته شوه چې یوازې دوه تنه پکې ټپیان شول، د پاکستان او افغان ساتونکو ترمنځ هم زیاتې غټې او وړې شخړې را منځته شوي دي.

په ۱۴۰۰ کال کې د افغانستان اسلامي امارت او ایراني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ وړه شخړه را منځته شوه، که څه هم د اسلامي امارت پورې تړلو رسنیو دې خبر ته انعکاس نه دی ورکړی یوازې د امارت د ویاندویانو له لوري یوه اعلامیه خپره شوې چې پکې راغلي:
نن ورځ د افغانستان د نیمروز ولایت کنګ ولسوالۍ اړوند سرحدي سیمه کې د افغان او ایراني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ په محلي سطحه کومه لانجه را منځته شوي چي اوس وضعیت کابو شوی، د یاد سوء تفاهم د سپیناوي او مخنیوي په تړاو د اسلامي امارت د مشرانو لخوا لارښوونه شوې.

ایراني رسنیو هم په دې اړه څه نه دي ویلي یوازې په سپاه پاسداران پورې تړلې (تسنیم) ویب پاڼې د دې پیښې خبر را اخیستی او دا یې د افغان او ایران پوله ساتو ځواکونو ترمنځ یو سوء تفاهم بللی، تسنیم زیاتوي: دا پېښه د شغالک په سیمه کې هغه وخت را منځته شوه چې کله یو شمېر ایراني بزګران له هغو دیوالونو تیر شول کوم چې د ایران حکومت د قاچاق وړونکو پر مخ جوړ کړي وو، که څه هم دا بزګران په خپله خاوره کې ول خو بیا هم افغان ساتونکو فکر وکړ چې د دوی خاورې ته ور اوښتي، لنډ مهاله جګړه هم له همدې ځایه پیل شوه چي وروسته وضعیت عادي حالت ته را و ګرځید.

پورتنیو پیښو ته په کتو سره سړی پوهیږي چې د هیوادونو په پولو کې د پوله ساتو ځواکونو ترمنځه وخت ناوخت سوء تفاهمات او د دغو سوء تفاهماتو په نتیجه کې لنډ مهاله جګړې جدي نه بلکې عادي پیښې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx