افغانستان

د افغانستان بانک ١٦ ميليونه ډالر نړيوالې نغدي مرستې ترلاسه کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ١١ ليندۍ، ۱۴۰۰ل): د افغانستان بانک وايي چې افغانستان ته د بشري مرستو په لړۍ کې پرون چهارشنبه  ۱۶ میلیونه امریکایي ډالرو نغدي مرسته ترلاسه کړې ده.

د افغانستان بانک پر خپل ټويټر پاڼې ليکلي چې افغانستان ته د نغدي بشري مرستو د رسولو مسوولیت د يوناما  پر غاړه دى.

ويل کيږي چې د ملګرو ملتونو تر اشراف لاندې نړيوالې بشري نغدي مرستې به د افغانستان بانک له لارې افغانستان ته انتقاليږي او بيا به پر بې وزلو ويشل کېږي.

‏افغانستان بانک چې د هېواد د بانکي نظام څارونکی او مرکزي بانک دی تېره ورځ یې د کابل له هوایي ډګره تر د افغانستان نړیوال بانک پورې د یادو نغدو پیسو د لېږد چارې تر سره کړې.

د افغانستان بانک ويلي دي چې  دوى هڅه کوي د بېلابېلو اصولي لارو په کارولو سره د فقر او بېوزلۍ مخه ونیسي.

دوى خلکو ته ډاډ ورکړى دى چې ډېر ژر به د هېواد بانکي نظام خپل عادي حالت ته را وګرځوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

مبارک مو شه. داسی خو مفته نده چی ټولی به پر خلکو ویشل کیږی حتمی یو څه د طالب جیب ته هم ورځی. خو یوه خبره: تر پرونه پوری به چی د چا له جیبه یو ډالر راووت د هغه کس مرګ به جایز وه ولی اوس خپله امارت، متقی صیب او ستانکزی ډالرو پسی بغاری وهی. زه فکر کوم چی پر طالبانو به هم یو سیلاب که نن وی که سبا راسی او دا ځلی به ټول غرق کړی. ملت خو هسی خلع سلاح دی او وسلو مو هم هر شپه پر بولدک او تورخم پاکستان ته انتقالیږی.

عبدالله مجید وردک

طوطی ته ولی نه شرمیگی بهتان او بی زایه دغله فکر دی ستا عزت او شخصیت ته نقصان رسوی ، ودار شه د خدایه ، که الله پاک پیژنی ؟

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx