شعـــــرونه

هر ښايست او هر جمال دې، فلسفه د حسن ستايي/ درمان

منصور درمان

هر ښايست او هر جمال دې، فلسفه د حسن ستايي
زېړی لمر او سپین هلال دې، فلسفه د حسن ستایي

ازانګې یې د ټپي زړونو دارو دي او درمل دي
اذانونو کې بلال دې، فلسفه د حسن ستایي

خپروي وږمې د مینې نسیمونه د سپرلي دي
هر ناهېل – ناهېل شمال دې، فلسفه د حسن ستایي

راڼۀ ستوري واړه هېښ دي ستا د حسن پلوشو ته
د ښکلا هر یو کمال دې، فلسفه د حسن ستایي

یوسف مخي دې پۀ مخ باندې شیدا دي محترمه!
د حسینو قیل و قال دې، فلسفه د حسن ستایي

پۀ ټپو کې دې ټپه – ټپه یادونه دي اغږلي
تاند غزل د هر غزال دې، فلسفه د حسن ستایي

د منصور درمان د ړنګ غزل پۀ تورو کې انځور یې
هر لیکوال او وینا وال دې، فلسفه د حسن ستایي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
1443/4/27 د جمعې مبارکې شپه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x