نظــر

د اسعاري زېرمو له ازادېدو پرته هم لارې شته

عبدالوحيد وحيد

د بهرنیو اسعارو زېرمې د هر ملت هغه شتمني ده چې د مرکزي بانک لخوا د بهرنیو اسعارو په شکل کې ساتل کیږي. په دغو زیرمو کې بانک نوټونه،  بانډونه او نور دولتي ضمانتونه شامل دي. دغه شتمنۍ ډیرې ستونزې پوره کوي مګر  د پام وړ ستونزه يې ډاډ ترلاسه کول دي چې مرکزي بانک دومره پولي ملاتړ لري چې که چیرې د دوی ملي اسعار په چټکۍ سره ارزښت له لاسه ورکوي يا هم پولي بحران رامنځته کيږي، نو مرکزي بانک د بهرنيو اسعارو په شکل کې د ستونزې د حل لپاره ملاتړ لري.

په عمومي ډول، د بهرنیو اسعارو رسمي زیرمې عموماً د لاندې اهدافو لپاره  ساتل کیږي:
الف-  د پولي او تبادلې نرخ د مدیریت لپاره، په اقتصادي تګلارو کې ملاتړ او باور ساتلو لپاره او د ملي اسعارو په ملاتړ کې د مداخلې د وړتیا ښودلو لپاره.

ب-   بازارونو ته د باور د کچې چمتو کول چې  دغه هیواد کولی شي خپل بهرني مکلفیتونه پوره کړي.

ج-  د بهرنیو اسعارو په مرسته د کورنيو پیسو ملاتړ ترلاسه کولو لپاره.

د-   د بهرنیو اسعاري اړتیاوو، د بهرنیو پورونو او نړيوالو مکلفیتونو په پوره کولو کې له دولت سره مرسته کول؛ د ملي آفتونو یا بیړنیو پېښو په وړاندې د مبارزې د وړتیا د څرګندولو لپاره.

په نړيواله کچه معمول دی چې  مرکزي بانک په بهرنیو اسعارو کې د پام وړ زیرمې ساتي. د دې زیرمو ډیری برخه په متحده ایالاتو کې د ډالرو په شکل کې ساتل کیږي ځکه چې دا په نړۍ کې تر ټولو زيات کاريدونکي اسعار دي.

په نړۍ کې د بهرنیو اسعارو تر ټولو لوی سترې اسعاري زیرمې د چین دي. دغه هېواد د 3 ټریلیون ډالرو څخه ډیرې شتمنۍ په بهرنیو اسعارو کې لري. جاپان سويس روسيه او سعودي عربستان بالترتيب دوهم دريم څلورم او پنځم هيوادونه دي چې ډيرې اسعاري زيرمې لري. د دوی ډیری زیرمې په امریکایي ډالرو کې ساتل کیږي. لامل يې هم دادی چې ډيرى نړيواله سوداګري په امریکايي ډالرو باندې د تر سره کيدو له امله پير او پلور پروسه اسانه کوي.

د افغانستان د اسلامي امارت لخوا په امریکا کې د تقريباً لس مليارده ډالرو کنګل شويو زيرمو د ازادولو لپاره په مسلسله توګه هلې ځلې روانې دي او امریکا په پرله پسې ډول د دغو زېرمو له ازاده کولو څخه انکار کوي. دا سمه ده چې کنګل شوې پولي زيرمې د افغانستان ملکيت دى او اختيار يې هم باید د افغانانو په لاس کې وي.

البته دلته ځينې قانوني او سياسي خنډونه شته چې ممکن د اسلامي امارت له بار بار غوښتنې سره سره هم کيداى شي دغه پيسې ټولې د افغانستان اسلامي امارت ته ورنکړل شي. بله مهمه خبره دا ده چې ددغو زيرمو مصرفول او د بيرته پوره کولو لپاره د امکاناتو نشتون به د اقتصادي بحران په مخنیوي کې د مرستې په پرتله به په تدريجي ډول د افغانۍ ارزښت د بايللو له امله زموږ تيت او پاشلي اقتصادي نظام ته نه جبرانېدونکي زيانونه واړوي.

د دې لپاره چې افغانستان د خپل پولي ارزښت د ساتلو لپاره نورې سرچينې کمې او يا يې هم نه درلودې، نو يوازينۍ لاره يې ازاد بازار ته له اسعاري زېرمو څخه د يوه اندازه بهرنیو اسعارو وړاندې کولو له لارې د افغانيو ارزښت ساتل کيده، خو بيا هم په زيرمو کې همدغه کموالى د بهرنیو هیوادونو د مالي مرستو په مټ بيرته پوره کيده. کنګل شوې زيرمې د افغانۍ د ارزښت ساتلو لپاره حياتي اړتیا ګڼل کیږي.

اوس چې موږ لګښتونه لرو خو بهرنۍ مرستې د صفر کچې ته راښکته شوې دي او کمبود بيرته نشو پوره کولاى، نو که همدغه زېرمې وکارول شي د افغاني ارزښت به ورځ تربلې د اوس په پرتله لانور هم کمېږي او له يوه نوي نسبتاً خطرناک اقتصادي ناورين سره مخ کيږو. يو کال وروسته به شايد دغه زېرمې ختمې وي او افغانۍ به د کاغذ اهمیت هم ونلري.

په نړيواله کچه د افغانستان د اقتصادي بحران د مخنيوي په برخه کې د ملګرو ملتونو، قطر، د ځينې اوروپايي هېوادونو او سره صليب د بنسټ هڅې او سپارښتنې د ستايلو وړ دي. هغوى له تيرو دريو مياشتو راپدیخوا نړيوالې ټولنې ته په مسلسله توګه سپارښتنه کوي چې د افغانستان د اقتصادي نظام ړنګون به د سترې فاجعې د رامنځته کېدو لامل وګرځي. متأسفانه تر اوسه داسې ښکاري چې امریکا سياست او انسانیت سره ګډوي، د سياسي موخو لپاره د بشري ناورین په مخنیوي کې څومره چې اړتیا ده هڅه نه کوي.

د مشترکو اندېښنو پربنسټ له ملګرو ملتونو سره صلیب او نورو نړیوالو سره ګډ کار وشي چې څنګه کولاى شو د افغانستان د اقتصادي نظام د احتمالي نړيدو له امله د داسې بشري فاجعې مخه مخکې له وقوع څخه ونیسو چې وروسته به يې نه يوازې اسلامي امارت بلکې ټوله نړۍ د مدیریت وړتیا ونلري.  که افغانستان ته د پيسو په ليږد باندې بنديز لرې شو، اقتصادي راکړه ورکړه صورت نيسي، بانکي سيستم له نسکورېدو څخه ژغورل کيږي. په بانکي نظام باندې د خلکو د باور کچه بيرته لوړيږي.

سپارښتنه مو داده چې په بهرني سياست کې د متمائلو تګلارو او انعطاف ښودلو په مرسته اسلامي امارت له پورته يادو هيوادونو او بنسټونو له سپارښتنو سره خپل غږ مل کړی او په کورنۍ برخه کې په ګمرکي تعارفو له بدلون سره سره د مختلفو کورنیو عائداتي سرچينو په ځانګړي توګه د معدنونو په تړونونه کې د روڼتيا راوستلو، په لګښتونو کې د سپما کولو او له بهرنۍ نړۍ څخه د مرستو ترلاسه کولو لپاره د پراخ اغيزمن او پياوړي کمپاين کولو له لارې خپل کورنۍ عادي ملي اړتیا او د پرمختیایي پروژو لګښتونه پوره کړي. دغه کار هغه مهال په اغيزمنه توګه ممکن دى چې د اقتصادي برخې په ګډون په ټولو مسلکي برخو کې اهل په دندو وګمارل شي او په خپلو کارونو کې بشپړ واک ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

وَمَثَلُ الَّذِينَ كَفَرُوا كَمَثَلِ الَّذِي يَنْعِقُ بِمَا لَا يَسْمَعُ إِلَّا دُعَاءً وَنِدَاءً صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لَا يَعْقِلُونَ ﴿۱۷۱﴾ – سوره البقره معنی:اومثال دهغوی چه کافران دی په شان دهغه چادۍ چه آوازکوی هغه شی ته چه نه اوری بلنه اوچیغه کاڼه دی ،ګونګیان دی ړانده دی پس هغوی په هیڅ نه پوهیږی. بیله قرآنکریمه اسلام عیناً دغه پورته آیات مفهوم لری طالبانوته ټوله دنیادنیکۍ هدایت کوی دملک پوهان ورته هدایت کوی دوی یی نه اوری اونه عمل پرکوی په خپل لاس ملک وفقراوبدبختۍ ته اړوی دوی ولی عمل نه پرکوی دوی بیسواده دی چه اینټرنیټ ووایی پدی شرمیږی چه… نور لوستل »

زمری سیلاب

اڅګزی صیب احتیاط کوه د پورته آیت سبب نزول په څه دی او ته یې په څه کاروي دا د مطلقو کفارو لپاره دی او ته یې د سوچه مسلمانانو لپاره کاروي ما ګمان کاوه چې تا د په سمه ټوګه د کفارو په لپاره کارولای خو تا اشتباه کړې دا د مسلمانانو په حق کې کارولای الله لومړی ماته او بیا تاته د نیکۍ هدایت وکړې ټول کفار ړانده او کاڼه دي او مسلمانانو (طالبانو) خبرې نه اوري چې ټوله اسلامي حتی کفري نړۍ یې په خطر کې اچولی ده.

و ماعلینا الی البلاغ

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x