افغانستان

د پنځلسو وزارتونو او دولتي ادارو ویاندویانو ته روزنیز ورکشاپ ورکړل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز په نوښت د پنځلسو وزارتونو او دولتي ادارو د ویاندویانو لپاره شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ د ځانګړو مراسمو په لړ کې پای ته ورسېده.

دغو مراسمو ته چې نن د پنجشنبې په ورځ(۱۱ لیندۍ) د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د غونډو په تالار کې ترسره شول، د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد او د هغه د مرستیال ویاند بلال کریمي په ګډون د یو شمېر کورنیو رسنیو استازي او مسئولین هم رابلل شوي وو.

د غونډې پیل د کلام الله المجید په څو آیاتونو سره وشو، ورپسې د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس قاري یوسف احمدي د غونډې ګډونوالو ته په ځانګړې توګه د رسنیو مسئولینو ته وویل، چې باید د حکومت او طالب ترمنځ توپير ونه کړي، ځکه په خبره یې اوس مونږ ټول افغانان د اسلامي امارت اتباع یو او ټولو ته په کار ده چې د موجوده نظام د ټینګښت لپاره په ګډه کار وکړو.

قاري یوسف احمدي
قاري یوسف احمدي

نوموړي په رسنیزو غونډو او پروګرامونو کې د رسنیو لخوا د «بې خبرۍ» په پلمه د ناسمو، ملي او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې د معلوماتو خپرول نامقبول عمل وبللو.

ورپسې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین او د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وینا کې د داسې ورکشاپونو جوړولو باندې خوښي څرګنده کړه، د وزارتونو ویاندویان او د رسنیو مسئولین یې وهڅول د هېواد لوړو ګټو او د اسلامي امارت اصولي دریځ په رسنیز کولو کې باید یو تر بله همکاري وکړي.

نوموړي د وزارتونو ویاندویانو څخه وغوښتل ترڅو د رسنیو مسئولینو ته د پېښو او پرمختګونو په اړه پروخت معلومات ورکړي او له هغوی سره په دوستانه فضاء کې ګډ کار وکړي.

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

د باختر خبري آژانس د راپور له مخې په دغه روزنیز ورکشاب کې د ارشاد، حج او اوقافو، د ټولګټو، د عدلیې، د سوداګرۍ او صنایعو، د عامې روغتیا، د پوهنې، د ټرانسپورټ، د کډوالو او راستنېدونکو چارو او اقتصاد په ګډون د پنځلسو وزارتونو او دولتي ادارو ویاندویانو ګډون کړی وو او په ورکشاپ کې له ترلاسه کړلو معلوماتو او تجربو څخه یې خوښي څرګندوله.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویاند مولوي عبدالصمد عمري وویل، چې په تیرو شپږو ورځو کې مونږ دلته د ویاندویۍ، ژورنالیزم او له رسنیو سره د تعامل او عام ولس ته د معلوماتو ورکولو په هکله ډير څه زده کړي.

مولوي عبدالصمد عمري
مولوي عبدالصمد عمري

نوموړي د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه او د اطلاعاتو او رسنیو مرکز له مسئولینو څخه مننه وکړه چې په داسې حساسو شرایطو کې یې ددوی د ظرفیت لوړولو په خاطر په دومره لوړه کچه ورکشاپ ورته دائر کړ.

په غونډه کې د رسنیو په استازولۍ د شمشاد تلویزیون استازي عابد احساس هم ددې ورکشاپ دائرول ډیر اړین وبلل او د اسلامي امارت د چارواکو دا هڅې یې وستایلې چې ولس ته پروخت او مسلکي توګه د معلوماتو ورکولو په پار یې د وزارتونو ویاندویانو لپاره د ویاندویۍ ورکشاپ زمینه برابره کړه.

نوموړي وړاندې داسې وویل: «ولس معلومات غواړي؛ خو مونږ د معلوماتو ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ وو، چې دادی د ذبیح الله مجاهد صاحب په هڅو د وزارتونو له محترمو ویاندویانو سره زمونږ ګډه ناسته ترسره شوه او مونږ به له نږدې څخه په دې برخه کې ښه همکاري ولرو».

عابد احساس
عابد احساس

هغه دغه راز څرګنده کړه چې اوس په ولایاتو او مرکز کې ډیرې پرمختیايي پروژې ترسره کیږي؛ خو د ویاندویانو د مصروفیتونو او یاهم نابلدۍ له امله مونږ سره کافي معلومات نه وي، ترڅو یې رسنیز کړو.

د شمشاد تلویزیون استازي زیاته کړه، که چیرته مونږ خبریالانو ته د دولتي ویاندویانو لخوا پروخت معلومات راکړل شي، نو خبریالان به بیا نه اړ کیږي چې بهرنيو خبرونو باندې خپل مینه وال بوخت وساتي، بلکې ټول توجه به داخلي خبرونو ته وګرځوي.

باید وویل شي چې د افغانستان اسلامي امارت له حاکمیت وروسته دا دویم روزنیز ورکشاپ دی چې د اطلاعاتو او رسنیو مرکز لخوا د وزارتونو او دولتي ادارو د ویاندویانو لپاره ترسره کیږي او په ترڅ کې لسګونو ویاندویانو ته مسلکي او ژورنالیستي چټکې زده کړې ورکول کیږي.

د افغانستان د اطلاعاتو او رسنیو مرکز چې له تیرو ۱۳ کلونو راهیسې فعالیت کوي، تل هڅه کړې چې د رسنیو او دولتي چارواکو ترمنځ د پُل په حیث کار وکړي، څو رسنیو ته پروخت دقیق ورکړل شي او د حکومت او ولس ترمنځ واټن راکم کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله مجید وردک

انسانی کرامت په محمدی حوصله او اخلاقو کی دی ، ویندوی وروره عصبانی نشی ، انسانی کرامت تر پخو لاندی نکری ، درواغ دی کرکه اونفرت پیدا کوی ، د حقیقت او واقعیت توپیر وپیژنه ، ستا سخه اکثرا د واقعیتونو پوختنه کیگی ، صافه هینداره اوسیژه تر سو خلک د ا.ا.ا حقیقت وپیژنی ، مننه د کامیابی په هیله مو

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x