نظــر

ټاپي او ورپورې تړلې هيلې

ابوالیاس جهادوال

مخينه:
ټاپي د څلور شريکباڼو هېوادونو (ترکمنستتان، افغانستان، پاکستان او هندوستان) له سرټکيو څخه اخېستل شوې کلمه ده چې پر بنسټ يې له ترکمنستان څخه د ګازو نل ليکه د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته غځول کېږي.

کله چې په ۱۹۹۱ کال پخوانی شوروي اتحاد سره وپاشل شو او د منځنۍ آسيا هېوادونو خپلواکي ترلاسه کړه، نو ترکمنستان په دې لټه کې شو چې خپلې سرشارې طبيعي سرچينې سويلې آسيا ته صادرې کړي.

دا چې افغانستان هغه هېواد دی چې ترکمنستان او سويلي آسيا هېوادونه سره نښلوي، نو اړتيا وه چې دغه هېواد  له بشپړ سياسي، اقتصادي او امنيتي ثبات څخه برخمن وي، خو دا چې هغه مهال افغانستان د تنظيمي او کورنۍ جګړې په اور کې سوځيده، نو داسې ملي او سيمه‌ييزو پروژو تطبيق ته زمينه نه وه برابره.

خو کله چې د طالبانو اسلامي غورځنګ د ۱۹۹۴ کال په اکټوبر کې د کورنيو جګړه او شريرو عناصرو له شره د هېواد ژغورنې په موخه راپورته شو او په کم وخت کې يې د هېواد په ډېره برخه کې ډاډمن امنيت رامنځه کړ، نو د ټاپي په څېر د سترو پروژو د تطبيق له‌پاره هيلې راوټوکيدې او  په لومړي ځل د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته  د ګازو نلليکې پروژې طرحه وړاندې شوه چې د تطبيق له‌پاره يې دوو سترو شرکتونه( ارجايتاني بريډاس او امريکايي يونوکال) تیاری وښود.

د کره سرچينو په وينا ترکمستاني چارواکيو هغه مهال اسلامي امارت پلاوي ته ويلي وو چې عشق آباد دغه پروژه د يوې ډالۍ په توګه له دې امله افغانستان ته ورکوي، چې په وينا يې د افغانانو له برکته د روسې له اشغال څخه ژغورل شوي دي.

هغه مهال د اسلامي امارت يوه پلاوي د يونيکال کمپنۍ په بلنه او د ټاپي پروژې د تطبيق په اړه د يادې کمپنۍ د وړتيا ارزونې په موخه د امريکا متحده ايالتونو ته سفر وکړ او په دې برخه کې يې د يادې کمپنۍ له‌خوا د کابل ـ هرات سړک رغاولو، د ګازو قيمت د زياتوالي په تناسب د مناسب حق العبور محاسبې او د نلليکې په مسير کې د ښارګوټو جوړولو په برخه کې د دغې کمپنۍ له مسوولانو سره خبرې وکړې، خو کله چې صليبي ښکيلات پر افغانستان بريد وکړ، له ټاپي سربېره ډېری ملي او بنسټيزې پروژېد اشغالګرو د شومو دسيسو ښکارې شوې.

له هغه وروسته چې کله د امريکا په مشرۍ نړيوال ائتلاف په ۲۰۰۱ کال پر افغانستان يرغل وکړ، نو تر ډېره له بيخ‌بنستيزو پروژو سره نماشي چلند کيده، ځکه چې د ټاپي ترڅنګ د لوګر مس عينک، حاجي ګک اوسپنې کان استخراج، اورګاډي پتلۍ هغه سترې پروژې وې چې کلونه مخکې يې د سروې او ډيزاين چارې بشپړې شوي، خود تطبيق له‌پاره يې هيڅ عملي ګام ونه خېستل شو او پرځای يې داسې پروژې تطبيقيدې چې اغېزې به يې لنډمهالې وي او تر ډېره به يې پایلې د هېواد پرمختګ پر ځای افغانان په پرديو مرستو متکي کول.

د بېلګې په ډول د ټاپي پروژې په نوم لومړنۍ هوکړه د ۲۰۱۰ کال په ډسمبر کې د ترکمنستان په پلازمينه عشق آباد کې لاسليک شوه او په پام کې وه چې دغه پروژه په ۲۰۱۹ کال کې بشپړه شي، خو دغه کار ترسره نه شو.له هغه وروسته د پروژې ښکيلو لوريو ( ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او  هند) په ۲۰۱۴ کال کې د پروژې د تطبيق او مديريت له‌پاره  د (TPCL) په نوم د ټاپي سهامي شرکت تأسيس کړ چې د ترکمن ګاز دولتي شرکت، افغان ګاز تصدۍ، پاکستان د ګازسيستم خصوصي او د هندوستان وګيل خصوصي شرکتونه يې ونډه وال وو.

همدارنګه د ۲۰۱۵ کال د ډسمبر په ۱۳مه د ترکمستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان ترمنځ د ترکمنستان په مري ( د ګالکنش ګازي ساحې ته نېږدې) کې د ټاپي نلليکې د بنسټ اېښودنې مراسمو کې هوکړه وکړه چې  د يادې پروژې ۸۵ سلنه لګښت او د دغه کمسرسيوم رهبري به ترکمنستان پر غاړه وي او د نلليکې جوړولو عملي چارې هم له ترکمنستان څخه د افغانستان پر لور پيل شوې چې ۲۰۰ کيلومټره اوږدوالی لري.

له دې سربېره د افغانستان له‌خوا هم يو لړ هوکړې هم لاسليک شوې چې د بين الحکومتي، د ټاپي حقوقي چوکاټ، ونډه وال، د ګازو پلور او پير، پانګونه، عملياتي او د مشرانو ترمنځ هوکړې په کې شاملې وې.

د پروژې څرنګوالی:
د دغې پروژې اصلي هدف له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هند ته  په کال کې  د ۳۳ ميليارد مکعب ګازو لېږد دی چې د ترکمستان د مري ولايت له ګالکنش ګازي برخې څخه پيلېږي او د هند فاضلګاه ته رسېږي.د تخنيکي ځانګړنو پر بنسټ، د دغې پروژې د لېږد په مسير کې  به ۱۲د فشار پمپونه نصب شي چې پنځه هغه یې چې يو ميليارد ډالره ارزښت لري، د افغانستان په خاوره کې وي. د دغې پروژې په پيل سره به له ۱۰ زره څخه زياتو کسانو په مستقيم او په زرهاوو تنو به په غير مستقيم ډول د کار زمينه برابره شي.د دغې نلليکې اوږدوالی ۱۸۱۴ کيلومټره اټکل شوی چې ۸۱۶ کيلومټره يې د افغانستان له هرات، فراه، نيمروز، هلمند او کندهار ولايتونو څخه تېرېږي. دغه نلليکه چې د هرات ـ کندهار لويې لارې تر څنګ تېرېږي، د پاکستان له کوټې او ملتان ښارونو څخه په تېريدو د هند فزيلکا ښار ته رسېږي چې عمومي لګښت يې ۲۲ ميلياردو او ۵۰۰ ميليونه ډالره اټکل شوی دی.

ټاپي پروژه په دوو فازونو کې د پانګونې له نهايي تصميم مخکې(Pre-FID)  او د پانګونې تر نهايي تصميم وروسته  (Post-FID) د ۹ ـ ۱۰ ميليارده امريکايي ډالرو په لګښټ تطبيقېږي. د پانګونې له نهايي تصميم وروسته فاز چې له حقوقي چوکاټ، مالي تمويل، سروې او د ځمکې استملاک او مطالعات دي، بشپړ شوي دي.

د دغه تړون موده ډېرش کاله ټاکل شوې خو د منځني ختيځ هېوادونو سرشاره طبيعي زيرمو ته په کتو سره ښايي له دغې نللیکې څخه د څو نورو کلونو له‌پاره هم استفاده وشي او د سيمې هېوادونو د اړتيا په صورت کې به ايران هم د « ريکا» کنفرانس د غړيو هېوادونو په چوکاټ کې وکولی شي د خپلو صادراتي ګازو  یوه برخه د دغې نلليکي له‌ لارې د هند لويې وچې مخ پر ودې او سترو اقتصادي بازارونو ته ولېږدوي.

هغه پروژې چې د ټاپي پروژې تر څنګ به عملي شي:
يوه بله پروژه چې د ټاپي پروژې تر څنګ به عملي شي، له ترکمنستان څخه افغانستان او پاکستان ته د ۵۰۰ کيلوميګاواټ برښنا لېږد  دپروژه ده. له دې سربېره به د نوري فايبر تيرولو پروژه هم  تطبيق شي چې ګاوڼدي هېوادونه به سره ونښلوي. همدارنګه به د ترکمنستان له‌خوا د لس ميليونه ډالرو په ارزښټ د ۱۳ کيلومټره په اوږدوالي د اورګاډي پټلۍ جوړول دي.

له دې سربېره د ۲۰۱۵ د اقتصادي همپالنې نقشې مطابق به له ترکمنستان څخه افغانستان او پاکستان ته د زر ميګاواټه برښنا د لين په لېږد هم هوکړه شوې چې په پام کې ده دغه پروژه به هم له ټاپي هغې سره هممهاله تطبيق شي چې دا به هم د افغانستان له‌پاره د عوايدو ثابته سرچينه شي.

د ټاپي پروژې د اوږدمهاله اقتصادي سرچينو تحليل:
دغه پروژه د افغانستان له‌پاره د اقتصادي معيارونو پر بنسټ د کاري فرصتونو رامنځته کولو، د ملي عوايدو زياتوالي او د انرژۍ د تأمين له اړخه د ارزښت وړ ده، چې ځينو هغو ته به يې اشاره وشي:

اقتصادي وده:
د ټاپي پروژه کابو ۴۵ سلنه نلليکه له افغانستان څخه تېرېږي چې د ترانزيت،کاري فرصتونو او ګازو له درکه د پام وړ عوايد لري او په اوږد مهاله کې به بهرنيو مرستو ته د افغانانو اړتيا له منځه وړلو سره ځان بسياينې ته زمنيه برابره کړي.

کاري فرصتونه:
څرنګه چې پورته ورته اشاره وشوه، په افغانستان کې د ټاپي پروژې د عملي کار په پيل سره به په مستقيم او غيرمستقيم ډول زرهاوو کسانو ته کار زمينه برابره شي چې په دې توګه به د اقتصادي کډوالۍ مخه هم ونيول شي.

د ترانزيت حق له لارې د ملي عوايدو زياتوالی:
د ټاپي پروژې د تطبيقوونکيو هېوادونو د هوکړې پر بنسټ، افغانستان به د ټاپي لميتد کنسرسيوم کې تزانزيتي رول ولري. د اټکل له مخې به افغانستان په کال کې ۴۰۰ ـ ۵۰۰ ميليونه ډالر د ترانيزيت له لارې له هندوستان او پاکستان څخه ترلاسه کړي، چې دغه رقم به د ګازو صادراتو ته په کتو کم او يا زياتېدی شي.

د هېواد د ګازو کانونو استخراج ته د زمينې برابريدل:
که څه هم د افغانستان د ګازو سرچينې د ګاونډيو هېوادونو په پرتله کمې دي، خو د شمال او شمال لويديزو پولو کې ۱۰ تريليون فوټ مکعب ګازو تثبيت او د انرژۍ سرچينو ته د هند لويې وچې اړتيا ته په کتو سره په راتلوونکې کې کولای شو چې له دغې نلليکې څخه د خپلو توليداتو د صادريدو په برخه کې هم استفاده وکړو.

د ګازو انرژۍ تأمين:
که څه هم افغانستان د انرژۍ سرچينو له اړخه يو بډای هېواد دی، خو تر اوسه  په دې نه دی توانيدلی چې له هغو څخه د سونګ توکيو سرچينو په برخه کې خپلې اړتياوې پوره کړي او لاهم پر بهرنيو واريداتو باندې متکي دی. خو د ټاپي هوکړې پر بنسټ، په درېيو پړاوونو کې د خپلې اړتيا او ياهم له هغه زيات ګاز ترلاسه کوي چې په لومړيو لسو کلونو کې به ۵۰۰ ميليون متر مکعبه، په دويمه لسيزه کې به يو ميليارد متر مکعبه او په درېيمه لسيزه کې به يو نيم ميليون  مترمکعبه ګاز ترلاسه کوي چې د ستنډرډ انرژۍ د لګښت په برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي او د نلليکې مسير ته څېرمه ښارونو کې به د هوا له ککړتيا څخه په زياته کچه مخنيوی وکړي.

لکه څنګه مو چې وويل په افغانستان کې ټاپي پروژې تطبيق يو لړ ګټې لري چې هغه په دوو ليدلورو( د افغانستان له پلو بهر) او(د افغانستان په خاوره کې دننه) کې تر بحث لاندې نيسو:

د افغانستان له پولو بهر ليدلوري:
ټاپي پروژه د مرکزي او سويلې آسيا هېوادونو تر منځ د اړېکو په پراختيا کې ډېر مثبت رول لري چې يو له هغو څخه د انرژۍ سکټور په برخه کې د همکارۍ دهليز او د سيمې هېوادونو ترمنځ د اړېکو او ترانسپورت مسير پرانيستل دي او افغانستان ته له اقتصادي، سياسي او ډيپلوماسۍ  اړخه ډېر ارزښت لري.

همدارنګه په داخلي اړخ کې د ددې پروژې تطبيق د ميليونونو ډالرو د حق العبور، د مستقيمو او غير مستقيمو کاري فرصتونو، د بيخ‌بنسټونو تأسيس او انرژۍ د توليد له لارې عوايدو ترلاسه کوي او په اوږدمهاله کې به له ګازو څخه د برښنا له توليد سربېره مرکز او ولايتونو ته د ګازو نلليکې وغځيږي او دا چې افغانستان يو کرنيز هېواد دی، د دغې پروژه يو بل بالقوه اغېز له ګازو څخه د کيمياوي سرې توليد دی.

دا چې له شل کلنې سپيڅلې جګړې او په هېواد کې د صليبي اشغال له ماتې وروسته، افغانستان يوځل بيا خپلواکي ترلاسه کړې او د هېواد په ګوټ ګوټ کې ډاډمن امنيت ټينګ شوی او همدارنګه سيمه‌ييز هېوادونه د خپلو  ګټو پر بنسټ د افغانستان خاورې او طبيعي سرچينو ته اړتيا لري  نو هيله ده چې په نېږدې راتلوونکې به د ټاپي او دې ته ورته پروژو عملي چارې پيل شي او افغانستان به د ځان بسياينې او پرمختګ په لور ګړندي ګامونه واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

په تېر ځل حاکمیت د امارت کې چې دغه نومول شوې پروژې تدبیق نشوې علت یې په رسمیت نه پېژندل دامارت وؤ ،دنړیوالې ټولنې لخوا .اوس هم چې دغه دمنځنۍ آسیا هېوادونه په زغرده ګام نشي اخیستۍ علت یې بیا هم دامارت سره د دنیاوالو سوړ چلن ده

طوطی

جهاد وال صیب: مننه په زړه پوری معلومات. آیا خبر یاست چی دا پروژه ولی ځنډول شوې؟ د پاکستان د اقتصاد وزیر دا پروژه وځنډوله وجه یی دا وښوده چی منطقه کی ثبات نشته او امن نشته نو دا پروژه باید د اوس لپاره وځنډول شی. پاکستان هغه حکومت دی چی د طالب حکومت لپاره به بین المللی جوامعو کی لابی کوی، خو د هند ۵۰ زره ټنه کمکی غنمو ته یی تر اوسه اجازه نده ورکړی چی افغانستان ته را انتقال شی. پاکستان هیڅ کله یو قوی او پر مخ تللی افغاسنتان نشی لیدلی. حکومت کی همدا اوس خقانیان… نور لوستل »

ابوالیاس جهادوال

ورور؛ سمه ده چې دغه پروژه د نړيوالو شومو سياستونو ښکار شوې ده، خو د اسلامي امارت او ترکمنستان جدي سياستونو ته پام سره هيله ده چې دغه پروژه ژر تر ژره په عملي ډول پيل شي. ځکه چې لله الحمد موږ په بهرني سياست کې پوره خپلواکي لرو او دا مو ثابته کړې هم ده

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx