
شعـــــرونه
لويه ربه حال زما د قوم بدل کړې/ نومير
فدامحمد نومير
لويه ربه حال زما د قوم بدل کړې
دا سختۍ او پريشانۍ ته پرې سهل کړې
چارچاپيره را چاپير ټول غليمان دي
غليمان د افغانانو په پښو شل کړې
دښمنان زما د خلکو دي لکونه
ورک يې ته ځمکې مخ نه په اجل کړې
توان توفيق د اتفاق کښيږدې زما قوم کې
دښمنۍ کې دښمنان زموږ کسل کړې
ته د هر سلطان پر سر باندې سلطان يې
په قدرت سره خنثی د کفر چل کړې
پاچاهۍ کې دې کمبود د کوم څيز نسته
قوم زما لره را لنډ هر اوږد مزل کړې
خپل مې هم د ناپوهيه نه پوهيږې
ته هر يو د علم پوهې پر لار مل کړې
ستا و در ته د نومير لاسونه لپه
دين اسلام مو هر مرض لره درمل کړې
متحده ايالات ، کلفورنيا