نظــر

د ا.ا.ا مخالفين څوک او د مخالفت علت یې څه دی؟

د،ب، هيښ

د امريکايي اشغال له ختمېدو سره د هغوی نصب شوې بې تهدابه اجنټه او فاسده اداره هم ونړېده، په ټول ملک د افغانستان د اسلامي امارت سلطه قائمه شوه. د شر، فساد، جنګ، قتل عام، غلا، غصب او د مسلحو بانډونو د ظلم او بربریت په ځای په ملک کې امن او سوله راغله، د هر افغان د سر، مال، ناموس او عزت ساتنه او دفاع تضمين شول او وروسته له ډېره وخته یې دا ارمان پوره شو، چې بې له تهديد، تحقير او ترور نه  په سوله او ارامۍ کې ورځنی ژوند وکړي او له خطر او وېرې نه بېغير د شپې ويده شي.

طبعا د ا.ا.ا راتګ د افغان مظلوم او تاريخي استبداد ځپلي ولس لپاره يو الهي نعمت او لورينه ده چې نصيب يې شوه، د ولس غوښتنې او هيلې په ملک کې د داسې يوه نظام راتلل او استوارېدل و چې چلوونکي يې د ملت د بطن نه را زېږېدلي وي، د ملت په غېږه کې روزل شوي وي او د مور وطن په شېدو تغذيه او پالل شوي وي، د ا.ا.ا په حاکميت سره پوره او عملاً پياده شوې.

افغان ولس ددې الهي نعمت له کبله د رب العالمين په دربار کې شکرونه اداء کوي، خوشحاله دي او د خپل روښانه، خپلواکه، په ځان بسيا او مرفه ژوند د جوړولو لپاره يې طلايي چانس بولي. په ډېر شوق، ذوق، امېد او کوښښ د نوي نظام د تقويې، حمايت او ودې لپاره په فعاليت لګيا دي.
خو بدبختانه د خارجي دښمنانو تر څنګ په داخل کې هم داسې عناصر او کړۍ شته چې دا خوشحالي، سوله، سکون او امنيت یې په افغان ولس نه لوريږي او عنادي، غرضي تبليغات او اپلتې وايي، د غرض او مرض په اعتياد اخته او  خپل لاعلاجه درد د ا.ا.ا سره په مخالفتونو او ضديتونو غواړي تسکين کړي.

واقعيتونو ته په کتو د ا.ا.ا مخالفين دوه ډوله دي:
۱-  د اجنټې ادارې هغه پخواني مامورين(درباري روحانيون، تنظيمي اشرار، د کمونستانو پاته شوني او نام نهاده تکنوکراتان) چې د اشغال تر سيوري او حمايت لاندې د غلا، غصب، فساد، وطنفروشۍ، جنايت او ملي خيانت په کولو يې خپل ناولی ژوند او عيشونه کول او اوس يې خاينانه لاسونه قطع شوي دي، فقط مردارې خولې ور پاتې دي او هذيانات وايي.

دا قشر عناصر بايد د ا‌.ا‌.ا مخالفت وکړي، ځکه هر څه يې له لاسه ورکړل. نه نور هغه فرعوني قدرت شته، نه غلا، غصب او فساد شته او نه قاروني ثروت، بلکې خپل نا ارامه او په عذاب اخته ذهن غواړي په دې اپلتو تسکين کړي، خو هيڅ فائده نه لري او د ملت محکمې ته د حساب ورکولو لپاره به راوستل کيږي او خپله جزا به ويني.

۲- هغه ډله ده چې ځانونه روښنفکران (راشن فکران)بولي خو د قدرت، ثروت، شهرت او شهوت شوقيان او په موقع پسې ګرځي، په خوله د ولس، ټولنيز عدالت او ملي منافعو نارې وهي، مګر په عمل کې د خپل نفس مريدان دي. دوی په هر نظام کې هغه وخت راضي کيږي، چې د دوی شخصي مفادات او هوسونه په کې ميسر شي.

د دوی د دين، وطن، ولس، ملي مقدساتو او ارزښتونو يادول يوازې د تظاهر او غولولو لپاره خالي شعارونه دي، نه شعوري او ايماني عقيده.

دا قشر او عناصر سره له دې چې په پخواني اجنټ نظام کې يې ښايي کومه وڼده نه لرله او ښايي مخالفت يې هم ورسره ښکاره کړی وي، خو د دوی مخالفت د شر – فساد او باطل سره د ضديت له کبله نه و، بلکې دوی مقامي او منصبي امتيازات غوښتل او د هغو د لاسته راوستلو لپاره يې شفاهي نارې وهلې.

د ا.ا.ا په راتګ سره دوی هم د خپلو شخصي  هيلو او ارمانونو(قدرت، ثروت، شهرت او شهوت) د پوره کیدو نه ناهيلي شوي دي نو په زهرناکه، د واقعيتونو نه لرې او غرضي تهمتونو او تبليغاتو يې لاس پورې کړی دی، کله د ټولشموله خبره کوي او کله د کار اهل کار ته نه سپارلو، کله د ښځو د حقوقو زنګوهلې بګتۍ غږوي او کله په  ا.ا.ا د کدرونو او متخصصينو سره د عناد او دښمنۍ تور لګوي، دې قشر عناصرو ته دا سوال راجع کيږي چې:

د ا.ا.ا نور څه وکړي؟
ننواتې درته وکړي، په پښو کې مو در ولويږي، نوه درته ونیسي چې تاسې تش په نامه د وطن، ولس، عدالت، شريعت، انسانيت، ابادۍ او ترقۍ مدعيان د وطن د خدمت لپاره  راضي کړي؟
خو د اولې ورځې نه د ا.ا.ا درته چيغې وهي، چې راشئ دا وطن خپل کور وبولئ، د شخصي امتيازاتو د غوښتلو په ځای د ولس او وطن لپاره خدمت وکړئ، خپل فکري او جسمي قوت او استعداد د تخريب، فساد، ځانغوښتنې او شهرت طلبۍ په ځای ددې ملک د ابادۍ او په ځان بسياتوب لپاره په کار واچوئ. مګر تاسې همغه د پرديو نه د تقليد او غلامۍ په خرۀ سپاره یاستئ او فقط په بانو او مزخرفو سفسطو خڼډونه جوړوئ.

اې بدبختو روښنفکرانو(راشن فکرانو ) را وړاندې شئ، هره طرحه، پروګرام، پلان او تګلاره چې د ديني، ملي ارزښتونو( چې د ا.ا.ا سياسي او ملي  اجنډا هم تشکيلوي)سره په ټکر کې نه وي د ا.ا.ا سره يې شريکه او ولس ته يې تشريح کړئ.

که د ا.ا.ا له لوري درسره ضديت او دښمني وښودل شوه، بيا د شواهدو مطابق يې ملت ته په مخ کې کېږدئ، نه دا چې څوک د ډهلي د بينيماران د کوڅې نه، څوک د لندن د پنډغالو نه او څوک د نورو نامعلومو غارونو نه خولې وازې کړئ او د واقعيتونو خلاف فقط هوايي توپونه ولئ.

په ټول تاريخ کې داسې چانس(چې سياسي قدرت، مستقل د غبن، فساد، جنايت او خيانت نه پاک وي) نه و ميسر شوی، ولې ترې ګټه نه پورته کوئ؟

ولې ورسره همکاري نه کوئ؟
ولې يې د احتمالي غلطيو د مخنيوي لپاره صادقانه لارښوونه نه کوئ؟
وطن خپلواک دی، امنيت تأمين دی، فساد نشته، زورواکي ختمه ده. نور څه غواړئ؟

معلومداره ده چې تاسو ملت ته د سوکالۍ، ترقۍ او رفاه په ادعا کې صادق نه یاستئ، بلکې د خپل قدرتي، ثروتي شهوت د سړولو خيالونه لرئ، که نه همدغه د خدمت وخت دی. را وړاندې شئ او خپله علمي سرمايه او فکري قوت د وطن او ولس د خدمت لپاره په کار واچوئ!

که د ثروت، قدرت، شهرت او شهوت د حاصلولو خيالونه او خوبونه څوک ويني بايد ښه په دقت او د زړه په غوږونو خپل سر خلاص کړي چې د افغانستان په اسلامي امارت کې ورته لاسرسی لرل محال او ناممکن دي.

اوس به يوازې ولس او وطن ته په خدمت او ديني، ملي ارزښتونو او ګټو ته د وفادارۍ او تعهد په ترازو د هر افغان (نارينه او ښځينه) وزن او قېمت معلوميږي، نه په چالاکيو، چلبازيو، دوکو او توطئو.

ديني، ملي ارزښتونه او ګټې زموږ د موجوديت او هويت اصلي او اساسي بنسټونه دي، چې محکموالی، وده او حفاظت يې تر ټولو لوړه فريضه او مسؤليت دی. هر  افغان  چې دا ديني-ملي ارزښتونه درک کوي، ورته وفا، احترام او تعهد لري، په اداء کولو کې سهم اخلي او  د شخصي، ذوقي او سليقوي غوښتنو نه يې پورته بولي، نور به په افغاني ټولنه کې د احترام، اعتبار او ارزښت مقام پيدا کوي.

د افغانستان د اسلامي امارت په استوارېدلو سره نور هغه منفور سياسي -اجتماعي کلتور ( چې تعليم او فن حاصلول د شخصي عيش و عشرت او امتيازاتو لپاره و، نه د ټولنې او وطن د خدمت لپاره) په ختمېدو دي او ان شاء الله نوی او راتلونکی افغانستان به د داسې خلکو له لوري اداره او مديريت کيږي، چې ايماني انګيزه او د خدمت تلوسه لري او د ابن الوقته، پرديپاله او ځانغوښتونکو خس او خځلو نه به پاک وي.

د ابادۍ او خدمت جهاد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sayed

No one is their enemy but, they’re the enemy of themselves and the country. Go and read the third part of Doha agreement and you will find out there what they were told and promised. They have broken their promises and ignored the recommendations of that part and now you blame the others for your blind judgement. Be fair and never do a blind judgement.

طاهر ثابت

Please do not hide behind the Doha agreement. Which part of the Doha agreement is not honoured. say it clearly, and quote it, period. Otherwise, you are repeating the statement of the idiots who ranaway or are defeated.

اسلام زنده باد

ګوره وروره دریم ګروپ خلګ هم شته دی، هغه زینی په خارج او زینی په داخل کی دی. دوی تعلیم یافته دی په دین میین دی په مختلفو اسلامی هیوادو او غیر اسلامی هیوادو کی اوسیدلی دی کاری تجربه لری او خپلو خلکو یی زره سوزی. دوی ته دا نه وی مهم چی سوک په قدرت کی وی بلکی همیشه دا ورته مهم دی چی سوک شریعت تطبیقوی، وطن ته خدمت کوی، د وطن د داخلی او خارجی سیاست کنترول استعداد ولری دا ورته مهم دی. طرحی مو دیری ورکری باوری وکی د ددی با وجود داسی خلګ شته چی… نور لوستل »

pattang

هیښ صیب اباد اوسې لکه هر وخت دلته او هلته په ټول افغان کې ، ستا دریځ اسلامي ، ملي او کلک پاتې شوی دی الله پاک د اجرونه درکړي ! ښه میوه هر چیرته خوږه د ډیرو دمینې وړ وي ته هم د خوږې او ښې مېوې په دود په هر وافعې هیواد پالونکي مسلمان ګران یې خو زماپه زړه کې ځانته ځای لرې اباد او روغ راته اوسې !!

طاهر ثابت

له داسی لیکنی دامارت داستبداد بد بوی پورته کیږی.
لیکونکی باید هغه کسانو ته یو بل صف مالوم کړی وای چه هغه په طالبانو انتقاد کوی خو دغوصی او غچ په خاطر نه بلکه طالبان وسمی لیاری ته راغواړی.
ټول منتقیدین بدنامه کول نه اسلامی دی او نه دخلکو نه دنیابت خبره کولای سی.
لیکونکی باید فراخ نظر ولری.

طاهر ثابت

لیکونکی لیکلی چه راسی له امارت سره خبری وکړی. نو زه فکر کوم دوی دامارت سړی دی. که نه وی بیا دی نو هوایی خبری نکوی. که دامارت سړی وی: دوه میاشتی تیری سوی تاسو لا ددولت پخوانی کدرونه ندی راغوښتی نو دنورو خبری پریږدی. دوه میاشتی تیری سوی تاسو دنشریاتو له لاری کومی خبری دفکر کولو وړ بللی دی او کومی مو ندی خوښی سوی. تاسو هیڅ هم ندی ویلی. دوه میاشتی تیری سوی او اقتصادی بحران په توره شپه کی روان دی، تاسو دخیرات دراټولو نه سوا کوم اساسی قدم اخیستی دی. هغه مالوم ندی. په زرهاوو پوه… نور لوستل »

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx