
شيخ هبة الله اخندزاده د ښځو حقوقو په اړه ځانګړی فرمان صادر کړ
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۲ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د اسلامي امارت مشر شيخ هبة الله اخندزاده د ښځو د حقوقو په اړه ځانګړی فرمان صادر کړی دی او د حکومت چارواکو، مسؤلينو او علماء کرامو ته يې هدايت کړی دی چې د ښځو د حقوقو پرځای کولو لپاره جدي اقدامات وکړي.
د امير المؤمنين له دفتر څخه په خپور شوي دغه فرمان کې راغلي چې د نکاح پرمهال د بالغو ښځو رضايت ضروري دی او هيڅوک نشي کولای چې ښځې په جبر سره نکاح کولو ته مجبورې کړي.
همدا راز د فرمان له مخې په بدو کې د ښځو په ورکولو بنديز لګېدلی او هم يې له کونډتوب وروسته د بلې نکاح لپاره ښځه د خپل اختيار څښتنه ګڼلې او له نوي خاوند څخه د مهر اخيستلو شرعي حق يادونه يې کړې.
په دغه فرمان کې د ښځو د ميراث د سهم ورکولو او همدا راز د يو خاوند د څو متعددو ودونو لرونکو ته يې د شرعي حکم سره سم حقوق ورکولو او عدل کولو امر کړی دی.
د ښځو په اړه دغه فرمان کې له حج اوقافو وزرت، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، سترمحکمې، واليانو او ولسوالانو څخه غوښتل شوي دي چې ددغه فرمان په تطبيق او پلي کولو کې هر اړخيزه همکاري وکړي.
بشپړ فرمان يې په دلته لوستلی شئ.
د ښځو د حقوقو په اړه د عاليقدر امیرالمؤمنین لخوا ځانګړی فرمان صادر شو
بسم الله الرحمن الرحیم
د اسلامي امارت د مشرتابه مقام ټولو اړونده مسئولینو، علماء کرامو او قومي مشرانوته هدایت کوي چې د ښځو د لاندې حقوقو د پرځای کولو لپاره جدي اقدامات وکړي.
۱ــ د نکاح پرمهال د بالغوښځو رضایت ضروری دی (خو چې نکاح له کفو (سیال) سره وي، د فتنې او فساد خطر هم په کې نه وي).
هيڅوک ښځې په جبر او اکراه سره پرنکاح کولو نشي مجبورولای.
۲ــ ښځه مال نه، بلکې اصیل او آزاد انسان دی، هيڅوک يې چاته د صلحې په بدل (بدو) کې نشي ورکولای.
۳ــ د میړه له وفات وروسته، چې شرعي عدت (څلورمیاشتې او لس شپې یا وضع د حمل) تیر شي، کونډه ښځه نه لیور ځانته په زور نکاح کولای شي او نه بل څوک، کونډه د نکاح کولو او د خپل راتلونکي سرنوشت په هکله د خپل اختیار څښتنه ده، (خو چې د کفو (سیال) اصل او د فتنې او فساد مخنیوی په نظر کې نیول شوی وي).
۴ــ له نوي خاوند څخه د مهر اخیستل د کونډې شرعي حق دی.
۵ــ ښځه د (وفات شوي) میړه، اولاد، پلار او نورو خپلوانو په مالونو کې په فرضیت او عصبیت سره د میراث حق او ثابت سهم لري، هيڅوک يې له خپل حق څخه نشي بې برخې کولای.
۶ ــ کوم څوک چې متعدد ودونه لري، مکلف دی چې ټولو ښځوته د شرعي حکم سره سم حقوق ورکړي او ترمنځ يې عدل وکړي.
د پورته حکم د تعمیل او په ښه ډول تطبیق لپاره دې لاندې امارتي ارګانونه په خپله خپله برخه کې اقدامات ترسره کړي.
الف : د حج او اوقافو وزارت ته حکم کیږي چې د ښځو د حقونو اړوند هدایاتو په هکله علماء کرام او خطیبان وهڅوي، ترڅو د خپلو خطبو او موعظو له لارې خلک پوه کړي چې له ښځو سره ظلم کول او د هغوی حقوق نه ورکول د الله تعالی د نارضایتۍ او د هغه د عذاب او قهر سبب ګرځي.
ب : د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دې هم د خپلو وسائلو له لارې د ښځو د حقونو اړوند ترغیبي او ترهیبي ګټور مطالب په تحریري او صوتي بڼه په دوامداره توګه نشرته وسپاري، د ګټورو رسائلو تکثیر او اشاعت ته دې د فن او استعداد خاوندان وهڅوي، تر ممکنه بریده دې ځینې مهمې لنډې رسالې له خپلو وسائلو څخه په استفاده چاپوي، ترڅو د ښځو د شرعي حقوقو په هکله د علماء کرامو توجه جلب، پوهای عام او د روان ظلم مخنیوی اسانه شي.
ج: د سترې محکمې عالي مقام دې ټولو محاکموته هدایات وکړي چې ترڅو د ښځو خصوصا د کونډو د حقونو او پرهغوی د ظلمونو اړوند عریضې په اصولي ډول واخلي او په هکله يې عفلت ونه کړي، ترڅو له ظلم څخه د خلاصون او د خپلو شرعي حقونو د ترلاسه کولوپه برخه کې له مایوسۍ سره مخ نه شي.
د: والیان او ولسوالان دې د یادو وزارتونواو سترې محکمې سره د دغه فرمان د تطبیق په بر خه کې هر اړخیزه همکاري وکړي. والسلام
د اسلامي امارت د مشرتابه مقام
۲۸/۴/۱۴۴۳هـ ق
۱۲/۸/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/12/3م
الحمدلله والمنة
ډېر ښه پرمختګ دی،، ډاډه یم چې الله تعالی به زمونږ په هېواد د خیر او برکت بارانونه او واورې و اوروي ان شاء الله تعالی.
د ورته داسې نورو اقداماتو په هیله
د پورته فرمان د تطبیق لپاره د نن عصر له غوښتنو سره سم ځینې مبدئي اقدامات:
۱- د الکتروني پېژندپاڼو وېش
۲- د جایدادونو الکتروني ثبت
۳- د بانکي حسابونو له لارې پولي معاملات
کله چې پورته مبدئي اقدامات بشپړ شي د میراث او ترکې مسئله په اسانه توګه د تطبیق وړ او د قانون په چوکاټ کې د حکومت تر کنټرول لاندې راځي.
ښاغلی شيخ صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته، تاسې يو عالم ياست او بيا سياسي زغامت هم در په غاړه دی. تاسې يې لومړی د زده کړې ((تعليم)) او د کار حق ورکړئ چې دا يې اولويت او حق دی او هغه يې بيا بله مرحله ده. له ېوې بلې ته ټوپ مه وهئ. زما مشوره خو دا ده چې تاسې اولويتونه او کاري حقوق تعريف او رامخته کړئ. اسلامي ارزښتونه ډېر وسيع او ډېر اجتماعي دي. له دې امله رب العالمين وايی چې ((ان الدين عند الله الاسلام)) دين د طالب د پوهاوي له کچې ډېر وسيع او جامع… نور لوستل »
په دی وخت کی په دی موضوع اصرار دافکارو اخللالول دی. ملا هبت الله که وی او یا نوی، مهمه نده. رییس الوزراء مسولیت لری. دا فرمان دملا هبت الله په نوم خپرول رییس الوزرا دقانون په متابعت دنورو په شان مسول بلل دی. نور ولسمشر دقانون نه پورته حیثیت نلری.
په دی یویشتمی پیړی کی افغانستان یو عکس رهبری کویی دا دی څورلسمی سپوژمی څوک ده چی تر اوسه یی ملت مخ ندی لیدلی ایا دا ملا هیبت ده که کوم کچالو
دومره سپينسترګي د غربی کلچر ادبیات او خپل کلچر ته بې احترامي ده ، کوم چې د اشغال په وخت کې پختو ، پښتو او تاجکبازو پردي پالو زده کړی او د انتقال عاملین یې ګرزېدلي دي ! زه څواونۍ مخکې په کابل کې وم یوه اشنا راته ووېلې چې پتنګ صیب دلته کلپونه وو ډیرې نازنینه به راتلې ښه سره واین او شراب وو ډانسونه وو او د فضلي دوهم لاس نجوني هم په ډکو جیبونو له دالرو سره دلته راتلې ! او داسې قدرت نه وو چې دوی یې منعه کړې وی او افغاني کلچر ته یې را… نور لوستل »
په یویشتمه پیړی کی دبیزوګانو په ډول دنور پیښی هم بدی ښکاری. زما نور کمینتونه وګوری.
شیخ هبت الله اخند ته.
دا حقوق خو ۱۴۰۰ کاله مخکی اسلام ښځو ته ورکړی دی،اوس نو ته چه ځان ته امیر ایلمومنین وایی ښځو ته د تعلیم.کار،خوراک،څښاک،ما شو مانو روزنه هر څه ور ته برابر کړه،
هسی نه چه ستاسو په بادشاهی کۍ شځی د لوګی مړی شی، ماشومان خو یی لیلام شول،
خو تاسو پردي الو مذدورانو په قرنو قرنو له پښو لاندې کړي دي !
اسلام ورکړی وو نو شل کلن نابغه کسانو ولی نه وو ورکړی او نه دهغه لپاره کومه برنامه جوړه کړی وه. ستا دښمنی بیمعنی ښکاریږی. ته خپله دښمنی وساته خو دمظلومو ښځو په تاوان باندی خبری مکوه.
د ښځو په حکله د محترم ملا هیبت الله اخوند فرمان د ستاينې دئ بايد قانوني او شرعي بڼه غوره کړې او پرې عمل وشي. او په څنګ کې يې د تعلیم او کار کولو فرمان هم صادر کړي او عمل کې يې پياده کړي. مننه
په افغانستان کی دبازاریانو خبری دکلیوالو له خبرو بیلی دی. تیر حکومتونه او دغربی حقوقو دلالان دبازار دښځو په هکله کار کاوو او بازاریانی ښځی یی دامریکایی ښځو په جامه او خوی باندی روږدی کولی. هغوی دافغانستان اصلی مشکل نه درکاوو چه نه په بازار کی او نه په کلیو کی خلکو ښځی ته دپوره انسان په توګه کتل. دډیر تاسف ځای دی چه دښځو او بشر دحقوقو دلالان دطالبانو ددقیق فرمان په مفهوم ندی پوه سوی او یا دځیره خوری له کبله ځان نه باندی پوه کوی. لوڼی دپلورونو او وروڼو له مالتوب څخه آزادی سوی، دمیړه او دهغه… نور لوستل »
قُلْ مَا كُنْتُ بِدْعًا مِّنَ الرُّسُلِ وَمَآ اَدْرِىْ مَا يُفْعَلُ بِىْ وَلَا بِكُمْ ۖ اِنْ اَتَّبِــعُ اِلَّا مَا يُوْحٰٓى اِلَىَّ وَمَآ اَنَا اِلَّا نَذِيْرٌ مُّبِيْنٌ (9سوره الاحقاف ۹.معنی:ووایه نه زه نوۍ راغلۍ له پیغمبرانونه اوزه نه پوهیږم چه څه کولۍ سی نه زماسره اونه ستاسوسره پیروی نکوم زه مګردهغه څه چه وحی یی کولی سی زماطرف ته اونه یم زه مګربیروونکۍ ښکاره.بیاتاسوعشره مبشره له کمه ځایه راپیداکړی دالله دکلام سره ندی په ټکرکی آیاجعلی حدیث ندۍ. زمامشوره شیخ هبت الله اخند ته داده چه اکثره حدیثونه جعلی دی اورسولله هم فرمایی که زما حدیث دقرآنکریم مخالف ووماندۍ ویلۍ اودقرآنکریم حفاظت… نور لوستل »
دا خبری خو ماته نوې نښکاری. دا حقوق ښځو ته زر کاله مخکی اسلام ورکړی دی، اوس یی یو عکس مونږه ته بیا له سره بیانوی. شاهد اوسی دا شړی موجود ندی حتی ګوری چی عکس یی هم نه بدلږی زه نه پوهیږم چی دی کی فایده د طالبانو څه ده او ولی یو ژوندی مشر نه ټاکی؟
تر څو به افغانستان ته پریکړی له بل ملک څخه راځی؟