شعـــــرونه

ربه ومې بخښه/ زهاد

تپاند زهاد

ستا و رحمت ته اُمیدوار یم ربه ومې بخښه
عاصي بنده دې ګناهکار یم ربه ومې بخښه

شیطان ظالم مې د تقوا و خزانه ورانوي
ددې ظالم څخه په ډار یم ربه ومې بخښه

سر په سجده درته کيږدمه تانه عفوه غواړم
رحم ته ستا سترګې په لار یم ربه ومې بخښه

نفسُ هوا یمه اخستی ژوند مې ټول برباد دی
عمر مې ختم په تلوار یم ربه ومې بخښه

یا الله ته مې په خپل فضلُ کرم ونازوه
بې ستاله فضل نه ناچار یم ربه ومې بخښه

ای متعال څښتنه تاته مې ډالۍ دي اوښکې
لاس په دعا شام او سهار یم ربه ومې بخښه

تپاند زُهاد دې صرف رضا غواړم نور هیڅ نه غواړم
له تا راضي زه هزار وار یم ربه ومې بخښه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x