روغتیا

د شمالي مقدونیا دوه پر دریمه برخه خلک باور لري «کرونا ویروس د انسانانو د کنترول لپاره رامنځته شوی»

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۲ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): په شمالي مقدونیا کې یوې نوې څیړنې څرګنده کړې، ددغې هېواد نږدې دوه پر دریمه برخه اتباع په دې باور دي چې د کرونا ویروس د انسانانو کنترول لپاره رامنځته شوی دی.

د یادې څیړنې پرمهال د نظر پوښتنې له مخې شاوخوا ۶۵ سلنه خلکو په ځواب کې ویلي چې دوی ددغې تیوري چې د کووید-۱۹ ناروغي په مصنوعي ډول په لابراتوار کې رامنځته شوې ده ملاتړ کوي.

د یادې سروې له مخې شاوخوا ۴۶ سلنه خلکو ویلي چې دغه ویروس په هوا کې د الوتکو په واسطه پر خلکو سپری شوی دی، په داسې حال کې چې ۴۴ سلنه نور فکر کوي «د دوی روغتیا وزارت د کووید-۱۹ ناروغۍ قربانیانو شمېر له اصلي شمېرې لوړ ښودلی ځکه چې دوی پیسې ترلاسه کوي».

په ورته وخت کې د شمالي مقدونیا د اتباعو لویه برخه د کرونا وبا په اړه په یو شمېر نورو بې اساسو تیوریانو هم باور لري. ددوی ۷۲ سلنه خلک په دې باوري دي چې یو څو ځواکمنې کورنۍ نړۍ کنترولوي.

د سروې له مخې شاوخوا ۲۹ سلنه ځواب ویونکو ویلي چې دوی په بشپړ ډول د اقلیم په بدلون باور نه لري، په داسې حال کې چې ۴۶ سلنه خلک فکر کوي د اقلیم بدلون د ځینو سپوږمکیو یا رادارونو په واسطه کنترول کیږي.

خو بل لوري ته یو شمېر ژورنالیستان او مبصرین وایي چې ددوی لپاره دغه ټولپښتنې د حیرانتیا وړ نه دي ځکه چې په شمالي مقدونیا کې دغه ډول جعلي خبرونه او غیر مستندې تیوریانې په پراخه کچه خپریږي او خلک پرې باور لري.

سروې ښيي، هغه اتباع چې په کار ګمارل شوي او لوړې زده کړې لري د توطیوي تیرویو ته نسبتا حساس وو. خو هغه کسان چې عمرونه یې د ۳۰ تر ۳۹ کلنۍ دي تر ټولو کم په دغه بې بنسټه ادعاو باور لري.

ژورنالیستان ددغې بې باورۍ په اړه وایي، «دغه خلک پر کرونا د بې باورۍ لامل د سیاسي چارواکو او په ځانګړي توګه د روغتیایي مسئولینو بې باوري بولي. دغه راز په دې کې د ټولنیزو رسنیو رول هم بولي چې هره ورځ سلګونه منفي پوسټونه کیږي.

دوی وایي، سیاسي چارواکو او روغتیایي مسئولینو خلکو ته په سمه توګه نه ده تشریح کړې چې د کرونا ضد واکسین څه کوي، څنګه به دوی خوندي کړي او ګټې يې څه دي.

د معلوماتو له مخې په شمالي مقدونیا کې تر دې دمه ۳۸ سلنه لویان د کرونا پر ضد بشپړ واکسین شوي دي، چې دا کچه د اروپایي هېوادونو په پرتله خورا کمه ده.

د کرونا نوې بڼې اومیکرون په راتلو سره د شمالي مقدونیا هېواد ځینې محدودیتونه وضع کړي او پر عامو خلکو او کارمندانو یې واکسین اجباري کړي دي، خو هغه سلګونه خلک چې دغه ناروغي د انسانانو د کنترول دسیسه بولي، د یادو محدودیتونو پر ضد لاریونونه کړي او د ځان خلاصولو لپاره د کرونا واکسینو جعلي سندونه جوړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x