روغتیا

روغتیا نړیوال سازمان: د کرونا اومیکرون بڼه چټک خپرېدونکې ده خو د اندېښنې وړ نه ده

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۲ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د روغتیا نړیوال سازمان مشرې ساینس پوهې سومیا سوامیناتان وایي چې د کرونا ویروس نوې بڼه زیاته خپرېدونکې ده خو د اندېښنې وړ نه ده.

ښاغلي سومیا سوامیناتان د رویټرز خبري اژانس سره جمعې په ورځ د مرکې په ترڅ کې ویلي چې د کرونا نوې بڼې ته ځواب ورکول باید چمتو والي او د احتیاط له لارې وشي، خو په دې تړاو خلک باید ویره ونکړي.

هغه زیاته کړه، «تر کومې اندازې باید موږ له نوې بڼې په ویره کې شو؟ موږ باید چمتو او محتاط اوسو نه دا چې وویریږو، ځکه چې د تېر کال په پرتله موږ خورا په بل حالت کې یو».

د کووید-۱۹ نوې بڼه د نومبر میاشتې په وروستیو کې په یوه افریقایي هېواد کې رامنځته شوه چې تر دې دمه د نړۍ ۲۳ هېوادونو ته خپره شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، که څه هم په دې اړه بشپړ معلومات نه لري او په وینا یې ددې څیړل به وخت نیسي، خو داسې اټکل کیږي چې د کووید-۱۹ دغه ډول خورا ژر خپرېدونکی دی.

بل لوري ته ځینې نورې سرچینې وایي چې د اومیکرون بڼه له افریقایي هېوادونو وړاندې په ځینې اروپایي هېوادونو کې موندل شوې وه، خو د روغتیا سازمان وایي چې په افریقایي هېوادونو کې د واکسین کمه کچه ددې لامل شوې ده.

په دې تړاو امریکا ۹ ملیونه کرونا ضد واکسین افریقایي هېوادونو ته لیږلي او ۲ ملیونه خوراکه به نورو هېووادونو ته ولیږي.

د سپینې ماڼۍ ویاند کیوین مونوز په دې تړاو د ټویټر په یوه ټویټ کې وایي، «نن، موږ ۹ ملیونه خوراکه واکسین افریقا ته او ۲ ملیونه نورې نړۍ شاوخوا ته لیږو، موږ له نورو هېوادونو هم غواړو چې د امریکا په څېر بیړني ګامونه پورته کړي».

د کووید-۱۹ نوې بڼې د مخنیوي لپاره د واکسین شرکتونو د دریم خوراک طرحه وړاندې کړې ده، خو دوی وایي چې ددې لپاره به ډیر ژر جلا واکسین چمتو کړي.

داسې ویل کیږي چې اومیکرون بڼه د کرونا پر ضد د واکسینو اغیز له منځه وړي، چې دغه ټکي نړیوال اندېښمن کړي او د یوه ستر ناورین رامنځته کېدو خطر په مخ کې لري، خو د افریقا روغتیایي چارو مسئول وایي چې نړۍ باید په دې تړاو هیڅ ویره ونکړي او نه هم نور اندېښمن کړي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx