روغتیا

د غاښونو کریم اخیستلو پر مهال دغه نښې نظر کې ونیسئ!

نن ټکی اسيا (جمعه، ۱۲ ليندۍ، ۱۴۰۰ل): د خولې او غاښونو پاکوالي لپاره د مسواک ترڅنګ د کريم استعمال هم ډير شوی دی، د بېلا بېلو خوراکونو او څښاکونو له کبله خلک اړ شوي د مسواک سربېره د غاښونو کريم هم وکاروي.

خو اکثره خلک د کریم اخیستلو پر وخت په دې نه توانیږي چې کوم کریم واخلي، کوم ښه دی او که ښه نه دی، ددې لپاره چې د غاښونو اخیستلو پر وخت پوه وئ کوم کریم واخلئ له یوه نوي شي مو خبروو.

د غاښونو کریمونو پر ډبي باندې یو ډوله رنګ نښه شوي وي چې د رنګ کوډ ورته وایي، او دا ځانګړی مطلب لري. ددې نښو په اړه ولولئ:

توره نښه

په کوم ډبي چې توره نښه وي، دا څرګندوي چې دغه کریم یوازې له کیمیاوي موادو جوړ شوی دی.

سره نښه

د سرې نښې کوډ څخه څرکندیږي چې دغه کریم له طبیعي او کیمیاوي موادو څخه ګډ جوړ شوی دی.

بانجاني شین

د شین کوډ نښه داده چې دغه کریم له طبیعي موادو او درملو څخه ګډ جوړ شوی، دغه کریم په غاښونو کې د ناروغۍ درلودلو کسان استعمالولی شي.

توت پاڼی شین

د توت پاڼي شین نښه داده چې دغه کریم له پاکو طبیعي موادو څخه جوړ شوی، د ډاکټرانو په وینا دغه کریم د مسواک ښه بدیل بلل کیږي.

د غاښونو متخصصین وایي هر کله چې د غاښونو کریم اخیستلو اراده لرئ باید دغه رنګونه په نظر کې ونیسئ، ځکه چې په دې کې د ماشومانو لپاره له کیمیاوي موادو څخه ډک (تور نښی کریم) زیانمن ثابتیږي.

همدا ډول هغه کسان چې د غاښونو ناروغي لري باید بانجاني ډوله شین او یا توت پاڼی نښې لرونکی کریم استعمال کړي

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د نصوار کپو لپاره کوم خاص کریم نشته؟ که وی نو یو دوه تیوبه استاد بیانزی او غوربندی صیب په آدرسونو ولیږی ډیر ثواب به وګټی الله مو وبښی.

حبیب

طوطی ګله وخت دی په خپلو بی ځایه لیکنو مه تیروه کوشش وکړه کوم د غاښو کریم جوړ کړه ثواب به دی وشی

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx